راپور: احسان الله
د زمري د مياشتي په ۱۲ نيټه د پنجشنبې په ورځ د افغانستان جمعيت اصلاح د کندهار ځوانانو څانګي د خپلو څوارلس ورځنيو درسونو په لړ دا ځل په کندهار کي د روژې معنوي او روحي ارزښتونه ترعنوان لاندي درس وړاندي کړ.
غونډه پر ټاکلي وخت څلورو بجو او پنځه څلويښت دقيقو د نوراحمد نېکزاد له خوا د قرانکريم د مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل سوه. د تلاوت څخه وروسته د اصلاح خصوصي عالي ليسې محترم مدير صاحب جلال الرحمن شرر د روژې او د هغې روحي ارزښتونو تر عنوان لاندي درس ګډونوالو ته وړاندي کړ.
شرر صاحب زياته کړه چي د روژې په را رسېدو سره غټ شيطانان محکم تړل کيږي نو په روژه کي مسلمان يوازي او يوازي د خپل نفس سره په جګړه کي وي او هلته د شيطان کومه مداخله نه وي نو يو مسلمان بايد په دې مياشت کي ځان او نفس د راتلونکو يوولس مياشتو لپاره تيار او اماده کړي.
شرر صاحب وويل موږ ګورو چي د رمضان په مياشت کي زموږ وروڼه په ډېره مينه سره جوماتونو ته ځي، په عباداتو کي يې ډېروالی راځي؛ متاسفانه چي د رمضان په وتلو سره هغه ټول نيک اعمال چي په روژه کي يې کول پرېږدي. مسلمان ته په کار ده چي څه ډول يې په رمضان کي د الله(ج) عبادت کوی، نو د رمضان د مياشتي وروسته دي هم په همدې ډول دوام ور کړي، ځکه هغه ذات چي ده په روژه کي عبادت کوی اوس هم هاغه ذات دی او هيڅ تغير او بدلون نه دی پکښي راغلی. شرر صاحب همدا ډول ګډنوالو ته د روژې پر روغتیائي ګټو هم خبري وکړې .
په دغه غونډه کې لسګونه تنه ځلمیانو برخه درلوده.
د غونډي په وروستی برخه کي د اصلاح ليسې تنکيو ماشومانو د روژه په اړوند په زړه پوري ترانه وړاندي کړه.
غونډه څه باندي شپږ بجې د احمد هجرت مشعل په دعا سره پای ته ورسيده.
2 Comments
صفی الله جوهر
په کندهار کې د دعوتي چارو فعال او د اصلاح لیسو عمومي مسؤول ښاغلی جلال الرحمن شرر هڅې د ستایلو دي، الله تعالی دې په عمر کې برکت واچوي، ريښتیا چې شرر دی.
عثمان افضلی
ماشاء الله.. بارک الله فیکم