راپور: اسدالله سهاک
جمعیت اصلاح دلغمان څانګې د خپل ټاکلي پلان سره سم د روان کال د رمضان المبارک د میاشتې په اتمه نیټه د رمضان دفضیلت ادابو او رمضان پورې اړوند مسائلو تر سرلیک لاندې یو هر اړخیز درس وړاندې کړ دغه درس د جمعې د مبارکې ورځې د سهار په ۷:۰۰ بجو د لغمان د ښار د سراج په تاریخي بڼ کې د محترم ورور محمد اغا خاورین په ویاندویي او د قاري عتیق الله په تلاوت سره پيل شوه ورپسې محترم استاد سید رحیم شاه پاچا خوږ نظم ګډون والو ته وړاندې کړ چې د ګډون والو د خوښې وړ وګرځیده بیا د پروګرام مدرس د ننګرهار د اسلامي پوهنتون استاد د جمیعت اصلاح د مرکزي شورا غړی محترم مولوي صا حب محمد شریف رحماني د روژې د فضیلت ادابو او مسائلو تر سرلیک لاندې درس پيل کړ محترم مولوي صاحب د رمضان په فلسفي او فضیلت هر اړخیزه رڼا واچوله او زیاته یې کړه چه دغه میاشت ځکه په نورو میاشتو فضیلت لري چې د بشریت ستر لارښود محمد رسول الله هم په دې میاشت کې په پیغمبرۍ مبعوث شوی دی او نړیوال ستر او معجز کتاب قران کریم هم په دۍ میاشت کې په محمد رسول الله نازل شوی دی.
محترم استاد د ټول اسلامی امت ته د رمضان د میاشتی مبارکې وویله. هغه زیاته کړه چه د روژې اصلي موخې ته قرانکریم داسې اشاره کوي ( لعلکم تتقون ) یعنې روژه ددې لپاره فرض شوې ده تر څو تاسې تقوا پیدا کړې مولوي صاحب وویل روژه په انسان کې بهیمی او حیوانی قوتونه مهار کوي او پرځای یې په مسلمان کې روحانی او ملکی ځواکونه لوړوي او هم دی ته تقوا وایي. بیا محترم مولوي صاحب د روژې مختلیف اړخونه او ورسره اړوند مسائل په تفصیل سره بیان کړ چې د سلګونو برخوالو د ډیرې پام لرنې وړ وګرځيد دغه مبارکه غونډه د اسلام ، مسلمانانو او هیواد د خیر او فلاح لپاره په دعا سره د سهار په نهو ۹:۰۰ بجو پای ته ورسیده