نن سه شنبه د جمعيت اصلاح ننګرهار څانګې او د بشري مرستو ټولنې (HAS) لخوا د پېل شوي اوونيز کمپاين “کوچنۍ صدقه، ستر اجر” پنځمه ورځ وه. د جلال اباد ۱۰۰۰ اړو کورنيو ته د ۱۵ ورځو لپاره د روژه ماتي خوراکي کڅوړو برابرولو ترڅنګ د دې کمپاين له سترو اهدافو څخه يوه دا دی چې هيوادوالو ته پيغام ورسوي ترڅو خپلو اړو مسلمانو ورونو سره په خپله مرسته وکړي او د نورو لاس ته يې پرېنږدي. که شتمن مسلمانان د خپلو اړو او بې وزله ورونو سره لازمه مرسته وکړي نو په ټولنه کې به هيڅ څوک چاته لاس اوږد نکړي.
د يادونې وړ ده چې په جلال اباد کې د مرستو راټولو کمپونو شمېر ډيرولو ته اړتيا ليدل کېده چې په هم دې اساس د مخابراتو څلورلاري کمپ ترڅنګ اوس د تالاشۍ په چوک کې هم يو کمپ لګول شوی چې د جمعې تر ورځې به لګېدلی وي. همدارنګه د يکشنبې په ورځ د جلال اباد په ګمرک کې هم د مرستو راټولو کمپ لګېدلی و چې هيوادوالو پکې د زړه له اخلاصه مرستې وکړې .
په نوموړي کمپاين کې د جمعيت اصلاح د رضاکارو ورونو د قربانۍ نتيجه ده چې دغه کمپاين د خلکو لخوا ډير ښه استقبال شو او په برياليتوب سره روان دی.
د کمپاين اهميت ته په کتو سره د جمعيت اصلاح مشرانو لازمه وګڼله چې د کمپاين د کتو او پکې د ګډون لپاره له کابل څخه جلال اباد ته سفر وکړي. په همدې موخه د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا رئيس استاد نصير احمد نويدي، د ارشاد او دعوت د څانګې مسؤل استاد عبدالفتاح جواد او د ټولنيزو چارو مسؤل استاد عبدالرحيم صراف ددغه کمپونو ليدنه وکړه او څو ساعته په کې پخپله کېناستل او په کمپاين کې يې فعاله ونډه واخسته.
تر دې دمه ددغه کمپونو او د جمعې په ورځ د جوماتونو له لارې مؤمنو هېوادوالو لاندې مرستې کړي:
کمپونه: 31466 افغانۍ، 283672 کلدارې او 20 ډالره.
جوماتونه: 16058 افغانۍ، 164859 کلدارې، 3 ډالره او 500 رياله.
[nggallery id=62]
6 Comments
فردین شاه
جزاکم الله خیرًا
الله توفیق بیشتر نصیب بگرداند إن شاء الله.
یک سوال: HAS يعني چه و کی هستند؟ آیا کدام بخشی از جمیعت اصلاح است یا خیر؟
زاهد مير
زه فکر کوم چې د صدقې راټولولو داسې هڅو ته بايد ادامه ورکړل شي، که څه هم چې نتيجه يې کمه وي. ځکه چې مسلمان په عمل مکلف دی، نتيجه يې له الله تعالی سره ده. که يوه ټنګه هم ټوله نه شي، لږ تر لږه په هغې ډلې کې خو به نه راځو چې الله تعالی يې په هکله فرمايي چې: «وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ».
زمونږ په ولس کې بايد د صدقې د راټولولو د هڅو له لارې د (جسد واحد=يو بدن) مفکوره پياوړې کړل شي څو ترې داسې مسلمانان جوړ شي چې يو د بل په درد دردمن شي او يو د بل په غم غمجن.
حبیب الله زیار
زه فکر کوم چې دا د جمعيت اصلاح ننګرهار څانګې او د بشري مرستو ټولنې (HAS) یو ډیر په ځای، اړین او ښه نوښت دې. پدی سره به زمونږ په ټولنه کې د یو مسلمان په حیث د بل مسلمان سره د مرستې روحیه راژوندۍ شي. شتمنو هیوادوالو ته هم د صدقې او خیرات ورکولو یوه زرینه موقع ده چې له خپلو بې وزله وروڼو سره مرسته وکړي. زما وړاندیز دادې چې دغه نوښت دې نورو ولایاتو ته هم پراخ کړلې شي. مننه
زړه سواند
محترم فردين شاه صیب !
درباره HAS یا جمعيت کمهای بشری
لطفا مراجعه نماید به:
http://eslahonline.net/35343
عثمان افضلی
بارک الله فیکم
احسنتم
خالد
ګرانو دوستانو زما سلامونه ومنۍ ډير عمل مو تر سره مننه
په افغانستان كې ددې كارونو رواجول په كاردي تر څو دخپلو فقيرو او مسكينو په خپله لاس نيوي وكړو او دنور له احتياجه ځان خلاص كړو او دا زمونږ شتمن خلك به هم يوڅه ددې كار سره عادت شي چې له غريبو خلكو سره مرسته وكړي