روژه چې د رحمتونو او برکتونو مياشت ده، خلک يې په مختلف ډولونو لمانځي، خو نېبکخته خلک هغه دي، چې په دې مياشت کې له قرآن کريم سره خپلې اړيکې زياتې او له همدې فرصت او رخصتيو څخه په ګټې اخستنې د الله تعالی په مقدس کلام ځان په سمه توګه پوه کړي.
د قرآن کريم له لوستلو او تلاوت څخه مسلمان هغه وخت خوند اخستلی شي، چې د هغه په معنی او مفهوم په سمه توګه پوه شي او وکولی شي د الله تعالی د اوامرو پيروی او د نواهيو څخه ځان وساتي.
د همدې موخې لپاره چې د افغانستان مسلمان ولس له قرآن سره آشنايي زياته او خلک وکولی شي د الله تعالی ددې منزل کتاب سره خپلې اړيکې پياوړي کړي، جمعيت اصلاح مټې رانغښتي او د الهي احکامو د رسولو او د قرآن د مفاهيمو د عامولو لپاره يې د قرآن کريم مختلفې دورې او د زده کړې ګڼ پروګرامونه په لاره اچولي دي، چې له څه مودې راپدېخوا د هېواد په مختلفو برخو کې د قرآن د عمومي مفاهيمو د خپراوي لپاره ګڼ شمېر د قرآن پوهنې دورې په لاره واچول شوې، چې په زرګونو خلکو په کې په ډېره مينه او شوق سره برخه واخسته او په مختلفو سيمو کې د هېوادوالو له دروند استقبال سره مخ شوې، له هغې وروسته د رمضان د مبارکې روژې له پيل مخکې په ګڼو سيمو کې د هېواد د علماؤ او خطيبانو په همکارۍ د قرآن کریم د تفسير دورې پيل کړي دي، چې په کې ځوانان، سپين ږيري او په ګڼ شمېر کې خويندې هم ګډون کوي.
د همدې دورو په ترڅ کې يوه هم د کابل د کوټه سنګي په سیمه کې د حضرت خالد بن وليد په جامع جومات کې د قرآن کريم د ترجمې او تفسير دوره ده، چې هره ورځ په کې په لسګونو تنه ګډونوال برخه اخلي او د قرآن کريم په زده کړه بوخت دی، د دغې دورې د مدرس ښاغلي قاري صاحب عتيق الله په وينا چې په دوره کې هره ورځ په لسګونو ګډونوال برخه اخلي او د قرآن کريم له زده کړې سره خپله مينه ښيي، د نوموړي په وينا چې په دې دوره کې خويندې هم ګډون لري.
د کابل ښار په ارزان قیمت او کارته نو سیمه کې هم د قرآن کريم د تفسير او ترجمې ګڼ شمېر دورې اوسمهال روانې دي، چې په هره دوره کې په لسګونو خلک برخه اخلي، د کابل ښار د ارزان قيمت په سیمه کې هم د شېخ القرآن مولانا عبدالصبور لخوا يوه دوره پر مخ بېول کېږي، د ښاغلي مولانا صاحب عبدالصبور په وينا چې په دې دوره کې د ځوانانو ترڅنګ سپين ږيري، علماء او د ټولنې د مختلفو طبقو خلک ګډون کوي، د ښاغلي مولوي صاحب په وینا چې به دوره کې ګڼ شمېر خويندې هم ګډون کوي.
سره ددې چې په افغانستان کې د ښځو د تعلیم او ديني برخې ته ډېره توجه نه کېږي خو بيا هم داسې خويندې شته، چې د قرآن د مفاهيمو د خپراوي او عامولو لپاره کار کوي، دجمعيت اصلاح د خويندو برخې غړي په روژه کې فعالې دي او د دعوت په کاروان کې مهم رول ترسره کوي، د خويندو د فعاليتونو په ترڅ کې د کابل ښار په خيرخانه سيمه کې د خويندو لپاره د قرآن کريم د تفسير او همدا ډول د قرآن پوهنې دوره دوام لري، د يادونې وړ ده، چې به دغه دورو کې هم په لسګونو خويندې برخه اخلي، ددې دورې ځانګړتيا په دې کې ده، چې د درس تقديموونکي، تنظیموونکي او د پرمخ بېولو ټولې چارې يې د خويندو لخوا پر مخ بېول کېږي، د دورې په جريان کې نيم ساعت د خويندو د ديني ستونزو او سوالونو د حل لپاره ځانګړی شوی دی، چې په ډېره اسانه توګه خويندې کولی شي، خپلې هر ډول ديني پوښتنې د جمعيت ا صلاح د خويندو د برخې دمسئولينو سره شريکي او د هغوی لخوا مناسب ځوابونه ترلاسه کړي.
د جمعيت اصلاح لخوا په ولايتونو کې هم د قرآن کريم د تفسير او ترجمې دورې روانې دي، په دغو ولايتونو کې یو هم د بلخ ولايت دی، ددغه ولايت په مرکز مزاشريف کې اوسمهال د قرآن کريم د تفسير او ترجمې یوه دوره جريان لري، چې د دورې د تنظیموونکو په وينا چې په لسګونو ځوانان او خويندې په کې برخه اخلي، ددغې دورې يو تن تنظيمونکی ښاغلي قاري صاحب حامد شاه حماد وايي، چې سره ددې چې خلک هره ورځ د سحري لپاره را پاڅېږي او د خوب سخته غلبه هم وي خو ګڼ شمېر هېوادوال بيا سهار مهال پنځه بجې په دوره کې ګډون کوي او د قرآن کریم د زده کړې لپاره په پراخه سينه له خپله وخت څخه اعظمي ګټه پورته کوي.
د افغانستان په شمال شرق د کندز ولايت د خان آباد بندر په سیمه کې هم د قرآن کریم د ترجمې او تفسير دوره اوسمهال دوام لري، خو د دې دورې د نورو ولايتونو د دورو سره توپير په دې کې دی، چې د دورې د ښځينه ګډونوالو لپاره بېل وخت او درس او د نارينه و لپاره جدا درس وړاندې کېږي، د دورې د تنظيمونکو په وينا چې د ښځينه و په دوره کې نژدې ۶ سوه خويندې ګډون کوي او همدارنګه د وروڼو په برخه کې هم په لسګونو ګډونوال په دوره کې شتون لري.
د هېواد شرقي ولايتونو کې هم ګڼې دورې روانې دي، ننګرهار د قرآن کريم د تفسير د ګڼو دورو شاهد دی، ددغه ولايت د کوټ په ولسوالۍ کې د مولوي صاحب محمد هاشم لخوا، د کامې په ولسوالۍ کې د مولوي صاحب بلال لخوا همدارنګه په جلال اباد ښا کې مولوي صاحب محمد نعيم جليلي لخوا، او بله دوره د استاد ناصر حلیمي له لوري، په خوږياڼو ولسوالۍ کې د مولوي صاحب اسدالله لخوا د قرآن کريم د تفسير دورې پر مخ بېول کېږي، همدارنګه د کونړ په ولايت کې د قاري صاحب احمد خان لخوا هم د تفسير او ترجمې دوره جريان لري. په ننګرهار کې د خويندو لپاره د قرآن کريم د ترجمې او تفسير دوه دورې جريان لري چې ټولې چارې يې د خويندو لخوا پر مخ بېول کېږي.
په لغمان ولايت کې د قرآن کريم د تفسير او ترجمې دوه دورې اوسمهال جریان لري، چې د نارينه و لپاره د مولوي صاحب عيسی خان لخوا تدريس کېږي او د خويندو لپاره په جلا ډول د خويندو له لوري وړاندې کېږي. چې په دواړو دورو کې په لسګونو ګډونوال برخه لري.
د افغانستان په لويديځ د هرات په ښار کې هم د جمعيت اصلاح لخوا د قرآن کريم د تفسير دوه دورې جريان لري، چې په لسګونو ګډونوال په کې برخه اخلي، د هرات د جمعيت اصلاح د مسئولينو په وينا چې په دغه دواړو دورو کې چې يوه د هرات د خرقې مبارکې په جامع جومات او بله د هرات د پوهنتون د داخلي دروازې سره د خلفاء راشدين په جومات کې دوام لري، د هغوی په وينا چې په دواړو دورو کې په لسګونو وروڼه او خويندې ګډون لري او د ګډونوالو شمېر ورځ په ورځ زياتېدو دی، د نوموړو په اند، چې تر اوسه په پوهنتونونو او تعلیمي مجالونو کې امتحانونو دوام درلود او اوس پای ته په رسېدو دي، نو له همدې لامله د دورې ځوان ګډونوال په ډېرېدو دي او د قرآن د تفسير او ترجمې د پوهېدو لپاره په ځوانانو کې مينه ډېره شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې په هرات کې د تفسير او ترجمې د دې دورو ترڅنګ ددغه ښار په ورزشي سټډيوم کې د جمعيت اصلاح لخوا د قرآن کریم اووه ورځنۍ د قرآن پوهنې دوره هم دوام لري، چې په دې دوره کې هره ورځ په زرګونو نارینه او ښځينه ګډونوال برخه اخلي او هره ورځ په یوه موضوع د قرآن په رڼا کې په تفصيلي ډول بحث کېږي.