د جمعيت اصلاح د ننګرهار ولايتی دفتر او بشري مرستو ټولنې (HAS) له خوا د “کوچنۍ صدقه، ستر اجر” تر نامه لاندي اوونيز کمپاين د جمعې په مبارکه ورځ د اسد په شپږمه نېټه پېل شو. د دغه کمپاين موخه د جلال اباد ۱۰۰۰ اړو کورنيو ته د ۱۵ ورځو لپاره د روژه ماتي خوراکي کڅوړو برابرول دي چې دغه کڅوړې به په راتلونکې اوونۍ کې په بې وزله، معيوبينو او يتيمانو باندې وويشل شي.
کمپاين د جلال اباد په مخابراتو څلورلاري کې د مطبوعاتی کانفرانس څخه پيل شو چې ګڼ شمير سيميز او ملي رسنۍ ورته رابلل شوې وې. د “کوچنۍ صدقه، ستر اجر” دغه کمپاين د مرستو راټولولو لپاره بيلابيلې لارې ټاکلې وې. د جلال اباد ښار د مخابراتو څلورلارې کې د مرستو د راټولولو يو مرکزي کمپ کې لګيدلی وو .
د رسنيو له لارې د ښار اوسيدونکي هڅول کيدل څو د مرستو د راټولو مراکزو له لارې په خلاص لاس د خپلو بې وسو ورونو او خويندو سره مرسته وکړي. د ښار په لوی او سترو جوماتونو کې هم د مرستو د راټولولو کمپونه لګيدلي وو، په نوموړو مساجدو کې خطيبانو د انفاق فی سبيل الله او په رمضان کې د اړمنو سره د مرستو په اړه د قرآن او حديثو په رڼا کې خطبي ورکړې. د يادونې وړ ده چې په دغه لويو جوماتونو کې به راتلونکې جمعه هم کمپونه لګيدلي وي.
د کمپاين مسؤل ډاکټر سيد خالد راشد وويل ” مونږ غواړو ددغه کمپاين له لارې خپل ولس او خپلو خلکو ته د خپلمنځي مرستۍ او خواخوږۍ پيغام ورکړو. د کوچنۍ صدقه، ستر اجر کمپاين نه شي کولاي د ښار ټول بې وزلو ته خوراکي توکي چمتو کړي خو دا کمپاين به د فقر د له منځه وړلو لپاره د ولس په راويښولو کې ستره ونډه ولري”
د بشري مرستو ټولنه په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې د يو شمېر رضاکارو ځوانانو لخوا د افغانستان د هر اړخيزې بيارغونې او د اړو او بې وزلو افغانانو سره د مرستې په هيله رامنځ ته شوه چې په هېواد او له هېواده بهر چېرته چې افغانان مېشت دي مرستندويه او خيريه کارونه سرته رسوي. دغه ټولنې د تېرو لسو کلونو راهېسې د خپل هېواد د بيا رغونې او پرمختيا لپاره په بيلابيلو ډولو فعاليتونه سرته رسولي دي. لکه د يتيمانو پالنه، د جوماتونو جوړول، د بې وزلو زده کوونکو او محصلينو سره مرستې، د څښاک د پاکو اوبو برابرول، روغتيايي خدمات، بېړنۍ مرستې، د روژه ماتي پروګرامونه او د اړمنو کورنيو لپاره په لوي اختر کې د قربانۍ برنامې.
د کمپاين په کاميابۍ کې د جمعيت اصلاح د ختيز زون اړوند رضاکارو ځوانانو ونډه د ستاينې وړ ده.
[nggallery id=61]
9 Comments
مراد
ماشاء الله…اقدام خیلی مناسب و به جا…وباید در این راستا ابتکارات بیشتری و متنوعی انجام گیرد..راستی بهتر میبود که صندوق ها شفاف میبودند که نمادی از ارزش شفافیت میبود….خوب چون بار اول است قابل تحسین است و ستایش و میشود از چنین کمی و کاستی چشم پوشید….مهم این است که احساس کمک به نیازمندان و تنگ دستان را میان مردم زنده نموده و انرا رشد داد..
خداوند توفیق بیشتر تان بدهد اصلاحیان مشرقی 🙂
عبد الفتاح جواد
ماشاء الله
ډیر نیک نوښت او ابتکار دی
د مشرقی زون وروڼه او مسئولین د ستاینې وړ دي
هیله ده چې د نورو زونونو مسئولین او وروڼه دغه نوښت تکرار کړي او نورو ته ثابته کړي چې که جمعیت اصلاح د خپل اسلامي او ایماني احساس له مخې په برما او سوریې اوښکې تویوي نو دا دی د خپلو هیوادوالو خدمت هم کوي.
محسن
از پیامد های شوم سیاست های نا متوازن جامعهء بین المللی در افغانستان یکی هم بوجود آمدن نظام طبقاتی در جامعه است که اکثریت مردم بسیار فقیر و اقلیت (یک فیصد) خیلی ها غنی گردیدند.
این کمپائن میتواند پیام خوبی برضد نظام طبقاتی در حال رشد در افغانستان باشد.
بنده ازین ابتکار جمعیت اصلاح در ننگرهار جداً قدر دانی می نمایم، خداکند که آنرا به سائر شهر ها نیز توسعه داده بتوانند.
نویدی
خداوند شمار ا ازین ابتکار نیک و عمل انسان دوستانه اجر بزرگ نصیب فرماید.
برای اطمئنان خاطر برادرانیکه درین کمپائن بزرگ با وصف گرمی شدید و روزه ماه مبارک رمضان سهم گرفته ویا می گیرند همین وعده پروردگار را کافی می دانم که:
مَنْ عَمِلَ صَالِحاً مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ [النحل : 97]
عبدالباری قانت
الله متعال در جهود شما گرامیان برکات بیشمار قرار داده و اجر بیش از هفصد برابر را در این ماه پر فیض و برکت نصیب فرماید.
آمین یا رب العالمین
فردین شاه
جزاکم الله خیرًا
یا الله خودت دیگه از دست ما بگیر، و این چراغی را که جمیعت اصلاح به توفیق تو روشن کرده است، روشنائی بزرگی بگردانش.
داکتر قریشی
د جلال آباد وروڼو نه ډیر زیات مننه چې پدې ګرمۍ او د روژې پدې مبارکو ورځو کې چې تنده به هم وهلي وي، دې انساني کار ته یې ځانونه چمتو کړي دي. خدای جل جلاله دي د دوی په عمرونو او جهودو کې برکت واچوی او خیر دارین ورته نصیب کړي. جزاک الله خیراً
آمین
عثمان افضلی
ماشاء الله
عبدالقدیر صالحی
الهی این موفقت را برای مومنانن همیشگی بگردان و ملت ما را در پرتو اخلاص و سخاوت مندی سرمایه دارانش از همه بیگانگان بی نیاز بگردان