راپور: احسان الله
د افغانستان جمعيت اصلاح د کندهار ساحوي دفتر دځوانانو څانګې يو ځل بيا د خپل مؤمن ملت د ديني تندي د ماتولو په ترڅ کي داځل د سيرت النبي صلی الله علیه وسلم شپږ ورځنۍ دوره دايره کړه.
دوره چي د سرطان د مياشتي په ۲۴ نېټه د شنبې په ورځ پيل شوه پکښي هر ورځ د مازديګر د څلورنيمو بجو څخه بيا تر شپږو بجو پوري د ګل احمد هاتف لخوا د نبوی سيرت په زړه پوري درسونه وړاندي کيدل چي يو شمير زياتو مينه والو پکښي برخه اخيسته.
دوره هره ورځ د قران کريم په مبارکو آيتونو سره پيل کيدل او وروسته به بيا د رسول الله د ژوندانه څخه درسونه وړاندي کېدل.
په لومړی ورځ هاتف صاحب د عربي جزيري پر موقيعت د عربو د جامعې پر مثبتو او منفي نقطو باندي رڼا او هم د محمد صلی الله علیه وسلم د زېږېدو باندي درس وړاندي کړ چي د ګډنوالو پام يې ځان ته جلب کړ.
هاتف صاحب په دوهم ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کوچنيوالي او ځوانۍ پر مرحلو او پيښو په زړه پوري درس وړاندي کړ په دريمه ورځ د رسول الله پر بعثت او پټي بلني باندي درس وړاندي شو.
په څلورمه ورځ هاتف صاحب د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ښکاره بلني حبشي ته د مسلمانانو پر هجرت او همدارنګه د دين په لار کښي د ړومبنيو مسلمانانو پر ايثار او فداکاري ډېر ويښونکی درس وړاندي کړ چي د ګډونوالو د تکبير په چيغو بدرګه کېده.
په پنځمه ورځ پر عام الحزن د عقبې پر تړونونو د رسول الله پر هجرت او د مدني دور پر لومړنيو کلونو درس وړاندي شو د دورې په اخره ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر غزواتو د مکې پر فتحه او عملاً د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خوا د يو پياوړي اسلامي نظام پر تشکيليدو د وداع پر خطبه او رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وفات هر اړخيز درس وړاندي شو.
د دورې په پای کې په کندهار کې د جمعیت اصلاح مسئول استاد صدیق الله میوندوال وینا وکړه او ځوانان یې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سنتو ته راوبلل تر څو هغه د خپل ژوند قدوه او نمونه وګرځوي، همداراز یې د ځوانانو څانګې څخه د دغه نوښت له کبله مننه وکړه او د جمعیت اصلاح دفعالیتونو په اړه يې هم رڼا واچوله، دوره د پنجشنبې په ورځ د سرطان د مياشتي پر ۲۹ نېټه په دعا سره پای ته ورسېده.
2 Comments
محسن
هیله ده چی نور تصویرونه هم واچول شی
زه خو هاتف صیب په عکس کی نه وینم.
مننه
احمد
محسن وروره په لومړي تصویر کې د درس په حال کې ګل احمد هاتف دی.
سترګې دې وغړوه، ښا!