دافغانستان اسلامي فرهنګي مرکز لخوا په دغه مرکز او د پيښور په څو تعليمي ادارو کي د استقبال رمضان پرتميني غونډي وشوي.
لومړنۍ غونډه د مرکز په انګړ کې د يکشنبي په ورځ د شعبان په ٢٥ ماسپښين په 3:00 ًبجو د ورور ذبيح الله په وياندې د استاذ عبدالستارمنګل لخوا د قران کريم په تلاوت پيل شوه ورپسې د اصلاح دارالمعلمين استاذ مولوي نعمت الله د رمضان په فضائلو تفصيلي وينا وکړه او حاضرينو ته يې رمضان فضيلت او اخروي ګټې د قرآن کريم او نبوي احاديثو په رڼا کې بيان کړي.
ورپسې د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز محترم رئيس قاضي محمد حسن اسلامي د رمضان صحي او اجتماعي ګټې په موضوع ګټوره وينا واوروله
د ددغه پروګرام وروستى ويناوال شکرالله مخلص وو چې د ( رمضان څرنګه استقبال کړو ) په موضوع يې د حاضرينو پام هغه فرصتونو او ګټورو ورځو ته راوګرځاوه چې بايد مسلمان ترينه استفاده وکړي او د يو منظم پلان سره دغه مياشت ته داخل شي او پوره ګټه ترې واخلي.
پروګرام مازيګر پنځه بجي د محترم استاذ عبدالستار منګل په دعا سره پاي ته ورسيد. ياده دې وي چي په دغه غونډه کې تر 50 تنو شاګردانو محصلينو او استاذانو ګډون کړې وو.
په همدغه ورځ يوه بله د استقبال رمضان غونډه د خوشحال خان په ليسه کي د افغان ادبي بهير لخوا جوړه شوي وه چې د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز نمايندګي په کې د مرکز رئيس قاضي محمد حسن اسلامي او محترم استاذ عبدالظاهر الاثري کوله دغه غونډي ته د مرکز محترم رئيس قاضي محمد حسن اسلامي رمضان د استقبال فضائلو او ګټو په اړه په زړه پورې وينا وکړه چې د حاضرينو د پام وړ وګرځيده.
همدارنګه د پنجشنبي په ورځ د شعبان په ٢٩ نيټه د سهار په اته بجو د صدر په امريکن سنټرانګليسي اوکمپيوټرکورس کې د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز لخوا د استقبال رمضان يوه بله شانداره غونډه د دغه سنټر د مشر محترم ضابط صاحب دراني په همکارئ جوړه شوې وه چې له سلو زياتو شاګردانواو استاذانو په کې ګډون کړي وو دغه غونډې ته د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز محترم رئيس قاضي محمد حسن اسلامي او محترم استاذ عبدالظاهر الاثري د رمضان د فضائلو اوګټو او دا چې څرنګه د رمضان نه درسته استفاده وکړو ګټورې ويناوي وکړي او د حاضرينو توجه يې ځان ته راواړوله او د کورس ادارې د مرکز نه مننه وکړه او په راتلونکې کې يې د ورته پروګرامونو غوښتنه کوله.
د پورتنيو غونډو په ترڅ کې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د رمضان المبارک د راتلو مبارکې وړاندې شوه او دعا وشوه چې الله دې دغه رمضان د اسلامي امت د بريالتوب رمضان کړي او الله دې وکړي اسلامي امت خپل تير مجد او عظمت ته راوګرځي.
One Comment
نویدی
دیر شه ، الله تعالی مو بریالی لره-آمین