محمد طیب اسلامي
د جمعیت اصلاح افغانستان د مکرویانو ساحوي دفتر د ځوانانو درس د تیرې جمعې په ورځ د ابوبکر صدیق رضی الله عنه په مسجد کې ترسره شو.
د مکرویانو ساحوي دفتر د ځوانانو څانګې په ابتکار پیل شوی دا درس تیره اونۍ د بدعت په اړه و او د ښاغلي مفتي شمس الرحمن فروتن له لوري وړاندې شو. پدې درس کې د مکرویانو او نږدې سیمو شاوخوا شپیتو تنو ځوانانو برخه اخیستې وه.
له درس وروسته د ځوانانو تر منځ د سیرت په زړه پورې سیالۍ په لار واچول شوه او په پای کې د سیالۍ ګټونکو ته ډالۍ ورکړل شوې. د غونډې په پای کې د ځوانانو د ټاکل شوي ګروپ له خوا په ګډون کوونکو د اصلاح پیغام وویشل شو او ګډون کوونکو په پوره مینه او اخلاص د اصلاح پیغام د خپرولو او نورو ته د رسولو دنده په غاړه واخیسته.
په مکرویانو کې د ځوانانو درس هره اونۍ د جمعې په ورځ سهار د یوه دیني عالم له لوري وړاندې کیږي او په ترڅ کې یې د ځوانانو اړوند مسایل د قرآن او سنتو په رڼا کې څیړل کیږي. له درس وروسته د بحث او پوښتنو لپاره وخت وي او ځوانان خپلې پوښتنې له استاذانو سره شریکوي.
د مکرویانو ساحوي دفتر د ځوانانو څانګه په پام کې لري څو د ځوانانو لپاره له درسونو پرته نور فرهنګي، تفریحي او علمي پروګرامونه په لار واچوي څو له یوې خوا د ځوانانو خالي وخت په نیکو کارونو کې ولګيږي او له بل لوري د ځوانانو د استعدادونو د روزلو لپاره لار هواره شي.
د خویندو درس
د معمول په څیر د جمعې د ورځې په ماسپښین کې د خویندو درس و چې پکې د مکرویانو او شاوخوا سیمو نږدې څلویښت تنه خویندو برخه اخیستې وه. د مکرویانو د ساحوي دفتر د خویندو د څانګې په ابتکار جوړ شوی دا درس د ځوانانو له درس سره جوخت په مکرویانو کې پیل شوی او هره اونۍ په اوسط ډول له دیرشو تر څلویښتو خویندې پکې برخه اخلي.
د خویندو لپاره اړونده درسونه د جمعیت اصلاح د خویندو د څانګې د غړو او همکارانو له خوا وړاندې کیږي او د غونډو چمتو کول او چلول د شمس القرآن مدرسې زده کوونکو او استاذانو او د مکرویانو څانګې د خویندو څانګې په غاړه دي.
د مکرویانو ساحوي دفتر د خویندو څانګه هڅه کوي څو د خویندو لپاره لا ډیر په زړه پورې فرهنګي او علمي پروګرامونه جوړ کړي.