محمد مدثر اسلامي
د جمعیت اصلاح افغانستان د مکرویانو څانګې ځوانان د پنج شنبې په ورځ د ستالف تخت ته په رحله تلي و. رحله چې د پنج شنبې په ورځ سهار له مکرویانو پیل شوه، شپیتو تنو پکې برخه اخیستې وه. په لاره فرهنګي او تفریحي برنامې وشوې.
د ستالف تخت ته له رسیدو سره سم ځوانان په بیلابیلو ګروپونو وویشل شو او هر یوه ګروپ د خپل مشر تر نظر لاندې چارې په مخ بیولې. په څو شیبو کې د ناستې ځای جوړ شو او ورپسې جوخت تعارف پیل شو. د تعارف په پیل کې مولوي منیر د قرآن او سنتو په رڼا کې د تعارف ارزښت وڅیړه او بیا هر ورور په نوبت خپل ځان معرفي کړ. له تعارف وروسته د جمعیت اصلاح افغانستان د مکرویانو څانګې غړي ډاکټر همایون لودین ځوانانو ته جمعیت اصلاح افغانستان وروپیژنده او د رحلې موخه یې بیان کړه.
د ښاغلي لودين له وینا وروسته په لږ ځنډ کې چای وڅښل شو. ورپسې د جمعیت اصلاح افغانستان د مکرویانو څانګې غړي حمدالله فایق د ټولنیز کار د ارزښت په اړه لنډ درس وړاندې کړ. ښاغلي حمدالله فایق پدې تاکید درلود چې د دعوت کار نظم او ټولنیزو هڅو ته اړتیا لري. د فایق په وینا که په یواځې ځان ډیر لوی کار هم وکړه د یوه وړوکي ټولنیز کار ځای نشي نیولی.
تر ډوډۍ مخکې بیلابیلې فرهنګي مسابقې او لوبې ترسره شوې. د سیرت مسابقه، د کیک خوړلو، په خوله د چاکلیټ رانیولو، رسۍ کشولو، او هګۍ نیولو مسابقو ګډون کوونکو د څو شیبو لپاره خوشاله کړل.
بیا ډوډۍ وخوړل شوه او په ازاده فتره کې ځوانان د سین غاړې ته ولاړل او لامبو یې وکړه. د ماسپښین له لمانځه وروسته د توتو او امونو خوړلو پرواګرام و. د رحلې هره شیبه نه هیریدونکې وه.
سیمې ته چې کوم خلک په چکر راغلي و، هغوی هم د استادانو د درس په اوریدو ټول راټول شول او له مونږ سره یې یو ځای درس واوریده. تر ټولو په زړه پورې شیبه خو هغه وه چې ځوانانو د رحلې د لګښتونو د پوره کولو لپاره د مرستې په صندوق کې لاسونه ښکته کول. نږدې مازیګر رحله په دعا پای ته ورسیده.
2 Comments
سردار رحماني
الله مو کامیاب لره. جمعیت اصلاح هم ماشاء الله ښې ډیرې څانګې لري.
.
خو اصلاح آنلاین څخه غوښتنه لرم چې خپل ژورنالیزم ته دې لږ پام وکړي، وضعیت یې ښه نه دي. دا لیکنه مو د راپورونو په کتګورۍ کې خپور کړی دی په داسې حال کې چې راپور نه دی. بلکې خاطراتو ته ورته یو څه لیکل شوي دي.
مخکې مې هم درته لیکلي وو چې ژورنالیزم ډیره حساسه وظیفه ده او باید پام پکې وشي. هم له تخنیکي لحاظه او هم د دیني ارزښتونو له مخې.
بشیرالله الهام
دیر شه په رزه پوری رحله