راپور: صفي الله جوهر
دجمعیت اصلاح د کابل ولایت، خوشحال خان ساحوي دفتر د خپل کلني پلان پراساس د جمعيت اصلاح د همفکرانو او همکارانو ورونو لپاره رحله تر سره کړه، د رحلې لپاره ټاکل شوى ځاى د کابل ښکلې سيمه د شکردرې ولسوالۍ انتخاب شوې وه، چې د سهار په ۷ بجو په ډلیزه توګه د سفر ددعا په لوستلو سره سفر پيل شو او له يوه ساعت مزل څخه وروسته د مرادبيک سيمې د صوفي خيلو کلي ته ورسيدو.
د پروګرام عمومي مسؤول محترم استاد نورمحمد عطائي او د پروګرامونو مسؤول ښاغلي استاد انصارالله حنيف ټاکل شوى وو، چې د رحلې ځاي ته له رسيدو سره سم د استاد انصارالله حنيف لخوا د ورځې پروګرامونه او برنامې معرفي شوې.
د رحلې شعار (قوت ما در وحدت ما، وحدت ما در قوت ما است) ؤ، او درحلې ګډونوال چې شمير يې تقريبا پنځوسو تنو ته رسيده په څلورو ګروپونو وويشل شول، ورپسې د خدمت کميټې لخوا دسهار ناشتا برابره شوې وه چې ګدونوالو د سهار له ناشتا کولو څخه وروسته د رحلې د برخه والو ترمنځ تعارف ترسره شو، تر تعارف وروسته ګډونوالو ازاده تفريح وکړه، له ازادې تفريح وروسته ټول ګډونوال د رحلې ځاي ته راورسيدل، چې له رارسيدو سره سم د ښاغلي استاد محمد امان رسولي لخوا د (انټرنټ نړۍ او دمسلمان ځوان مسؤوليتونه) تر عنوان لاندې درس پيل شو، په پيل کې استاد د داصحاب کهف ژمنو ځلميانو څخه يادونه وکړه چې له څرکندې کړنلارې سره يوځاى په پوره افتخار سره د خپل هدف په لور ولاړل، ښاغلي استاد يادونه وکړه چې نني مسلمان بايد د ځان لپاره منظم معلوم پلان ولري، څرکنده کړنلاره ولري اود خپل هدف په لور په پوره افتخار سره ولاړ شي، ورپسې يې د مسلمانو داعيانو څخه يادونه وکړه چې دوي ټولو د ځوانئ په وخت کې سترې لاسته راوړنې ترلاسه کړي، ابراهيم عليه السلام، اسماعيل عليه السلام، يوسف عليه السلام او همداراز حضرت محمد صلى الله عليه والسلم او ورسره ملګري يې ټول ځوانان وه چې په خپل وخت کې سترې کارنامې ترسره کړي او د اسلام مبارک دين يې تر مونږ رارسولى، ښاغلي استاد په ټوليزه توګه د ځوانانو لپاره د لاندې څلورو مسؤوليتونو يادونه وکړه:
لومړى: مسلمان ځوان بايد معاصر جاهليت وپيژني.
دوهم: په ترلاسه شوي علم عمل وکړي.
دريم: اسلام ته دعوت کول بايد د مسؤوليت او وجیبې پر اساس ترسره کړي.
څلورم: اسلام ته په اجتماعي توګه کار ترسره کولو کې همکاري وکړي، په پا ي کې استاد د محترم يوسف قرضاوي يو کتاب(مسؤوليت ديني جوانان انترنت) په ګوته کړه چې ورونه ورڅخه ګټه پورته کړي.
له درس څخه وروسته د ښاغلي راشد صاحب لخوا فرهنګي مسابقه په لاره واچول شوه، چې څلورو ګروپونو په کې برخه واخيسته او له مسابقې څخه وروسته د ماسپيښن لمو نځ لپاره امادګي ونيول شوه له لمانځه وروسته ټولو ګډونوالو د غرمې ډودى وخوړه.
له غرمنۍ وروسته د جمعيت اصلاح د مرکزی زون مسؤول ښاغلي استاد عبدالوهاب عابد صاحب لخوا په مصر کې د نړيوال اسلامي تحريک اخوان المسلمين برياليتوب په اړه له ګډونوالو سره څو خبرې شريکې کړې، ښاغلي استاد يادونه وکړه په مصر کې دانتخاباتو ګټل يو تصادفي کار نه ؤ، بلکې دا دهغو پرلپسې هلو ځلو نتيجه وه چې تقريبا له څه باندې اتيا کاله کار څخه وروسته يې ترلاسه کړه، محترم عابد صاحب په افغانستان کې د اسلامي تحريک د کار څخه هم يادونه وکړه چې څو تنو مخلصو ځوانانو لخوا پيل شوى ؤ، چې په نتيجه کې ستر طاغوتي نظام (اتحاد جماهيرشوروي) د نړۍ له نقشې څخه وويستل شو، ښاغلي استاد تاکيد وکړه چې ډلیزه توګه اسلام ته کارکول ډيره موثره نتيجه ورکوي او په یوازې توګه هغه څه نه ترلاسه کيږي کوم چې د اسلام غوښتنه ده، محترم استاد د جمعيت اصلاح په اړه يادونه وکړه چې د افغانستان د اسلامي نهضت دوام او دهغوي دکار نتيجه ده.
استاد د جمعيت په اړه وويل مسوليتونه د استعدادونو په اساس ورکول کيږي او دلته مشري کول هدف نه بلکې وسيله ده، له ټولو مسؤولينو سره وخت په وخت محاسبه کيږي او دمنفي کړنو په صورت کې ترې پوښتنه کيږي.
له درس څخه وروسته د چاى څکل او د ګډونوالو تعليقونه وو چې د تيرې موضوع په اړه يې درلودل، په پاى کې د مسابقو په ګټونکو باندې ډالۍ وويشل شوې او رحله د سيمې د يوتن مخور عالم لخوا د دعا په لوستلو سره پاى ته ورسيده، ديادونې وړ ده چې د رحلې د ځاى په برابرولو کې د ښاغلي قاري صاحب ميرزمان نايب خيل په واسطه د انجينرصاحب صديق الله او ملګرو يې ډير زيار ګاللي وو او د ګډونوالو يې ډير ښه کوربه توب ترسره کړه چې په پاى کې د پروګرام د مسؤول لخوا ډالئ هم ورکړل شوه او ورڅخه مننه وشوه.
3 Comments
سردار رحماني
ډير ښه، الله مو ژوندي لره.
الله دې وکړي چې د رحلې تر څنګ په نورو دعوتي او تربیتی پروګرامونو کې هم تکړه شی.
.
د جوهر صاحب په راپور کې دا دوه خبرې ډیرې د پام وړ دي:
۱- پروګرام عمومي مسؤول محترم استاد نورمحمد عطائي او د پروګرامونو مسؤول ښاغلي استاد انصارالله حنيف ټاکل شوى وو، چې د رحلې ځاي ته له رسيدو سره سم د استاد انصارالله حنيف لخوا د ورځې پروګرامونه او برنامې معرفي شوې.
۲- د رحلې شعار:
قوت ما در وحدت ما، وحدت ما در قوت ما است
د شعار لومړۍ خبره خو یې ورسره منم خو له کامې په وروسته برخه مې یې سر خلاص نه شو.
عبد الفتاح جواد - اصلاح میدیا ګروپ
رحماني صیب
خوشحال مېنې ساحوي جمعیت اصلاح ماشاء الله نور هم ښه پروګرامونه لري، لکه د قرآن پوهنې دوره چې دوه میاشتې وړاندې یې دایره کړې وه.
اوس د تفسیر شریف مکمله دوره هم دایروي روژه کې…
داسې نور پروګرامونه هم لري..
هغه دویمه خبره دې زه هم تاییدوم
صفی الله جوهر
رحمانی صاحب ډیره مننه: په بښنې سره چې له ډیرې مودې وروسته مې انټرنټ ته لاسرسی پیدا کړ،
ستاسو د نظر په هکله باید ووایم:
۱- حقیقتا د رحلې ترتیب همداسې وو چې ښاغلی استاد عطائي د رحلې عمومي مسؤول وو، چې عموما یې په رحلې نظارت درلود(لکه: د خدمت په ګروپ نظارت لرل، فرهنګي ګروپ، دځای برابرول او نور)، او ښاغلی استاد انصارالله حنیف د برنامو مسؤول ټاکل شوی وو ( چې د رحلې د شعار او نوم معرفی، فرهنګی مسابقې او نور…
۲- د شعار په هکله باید ووایم چې ریښتیا هم د رحلې لپاره داسې سخت شعار ټاکل شوی وو چې د رحلې په جریان کې درې تنو ته دا جزا ورکړل شوه، چې دا شعار به پنځه ځلې په لوړ اواز تکراروی، چې تر پایه پورې دوی ونه توانیدل چې په درست ډول یې تکرار کړي، یواځې په لیکلو کې له ما څخه په یوه کلمه کې اشتباه شوې اصلا داسې ده (قوت ما در وحدت ما، دعوت ما در قوت ما است)
ستاسو د بریالیتوب په هیله