راپور:احسان الله
د افغانستان د جمعيت اصلاح د کندهار سيمه ايز دفتر د خپلو څوارلس ورځنيو درسونو په لړ کي د ۱۳۹۱ لمريز کال سرطان د مياشتي په لومړۍ نېټه د پنجشنبې په ورځ د رسول الله (ص) د سيرت درس او سیالي په لار واچوله.
غونډه چي لسګونو مينه والو پکښي ګډون کړی و د قاري عبدالمعز اسلامي لخوا د قرانکريم د مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه.
ورپسې مولوي سید محبوب شاه ساجد د سيرت درس او په هغه کښي د ځوانانو لپاره بيلګي وړاندي کړې.
مولوي صاحب زياته کړه چي: رسول الله (ص) په يوه فاسده ټولنه کي د اوسيدو سره سره بيا هم خپل عفت ساتلی ، او د امين ویاړلی لقب یې تر لاسه کړی ؤ. نو مسلمان ځوان ته پکار ده که چيري په جسمي لحاظ په يو فاسده ټولنه کي اوسيږي ولي په فکري لحاظ بايد ددې ټولني څخه وتلی او ددې ټولنې د اصلاح لپاره فکر وکړي. رسول الله له تکاليفو ډکه ځواني تېره کړې ده او مسلمان ځوان ته لازمه ده چي راحت طلبه ونه اوسي ځان دهر راز تکاليفو او مصائبو سره آشنا کړي تر څو د دعوت په بهير کښي هر راز تکليف او کړاو ته اماده او چمتو اوسي.
مولوي صاحب زياته کړه چي د خديجې (رضی الله تعالی عنها) سره د رسول الله نکاح ځوانانو ته دا درس ورکوي چي ځوانان بايد د ازدواج کولو څخه هدف د غريزې اشباع کول نه ، بلکي د يوې سالمې ټولنې رامنځ ته کول د اولاد روزنه د ښځي او خاوند د حقوقو په نظر کي نيولو سره ازدواج وکړي هغه زیاته کړه لويديځوال د خپلو وسايلو په کار اچولو سره موږ ته دا درس راکوي چي ازدواج صرف او صرف د شهواني غرايزو د اشباع لپاره دی او په هغه کښي نور اجتماعي او اخلاقي مسايل نه ځاييږي چي په دې اړه بايد ځوانان هوښيار او د ازدواج په وخت کښي رسول الله (ص) د ځان لپاره بېلګه وټاکي.
مولوي صاحب د خپلو خبرو په دوام وويل چي: رسول الله (ص) په خپله ځوانۍ کښې په يو تړون کښي برخه اخيستې وه، چي د فضول د تړون په نامه سره ياديږي په کوم کې چي عقد کونکو دا ژمنه کړې وه چي د ظالمانو په مقابل کښې به د مظلومانو تر شا دريږي او حمايت به يې کوي. مسلمانو ځوانانو ته صريحاً دا درس ورکوي چي دوی بايد اجتماعي واوسي بې تفاوته پاته نه شي د خپل کلي، ښار او هېواد د مظلومو خلکو تر شا ودرېږي او په هره هغه معاهده کې برخه واخلي چې د دوی د ټولنې او هېواد د مظلومو خلکو حمايت پکښې کې کيږي.
رسول الله د ځواني په دور کښي د کعبې په جوړولو کې هم برخه واخيستله او د يو باحکمته او باتدبيره ځوان په صفت يې یو ډېر ستر اختلاف چي د حجراسود پر سر راپورته سوی ؤ او ډيري خطرناکې پايلي به يې لرلای په ډېر ښه تدبير سره حل او فصل کړ. په دين مينو ځوانانو ته دا پيغام لري چي دوی بايد هميشه خپل افکار د ټولنې د يووالي ، سوکالي او مثبت بدلون لپاره په کار واچوي. د هر راز قومي، ژبني، سمتي او حزبي اختلافاتو چي د دوی او د ټولنې د راتلونکې په زيان وي ځان وساتي.
د مولوي صاحب ساجد د درس څخه وروسته د تنکيو کوچنيانو له خوا په زړه پوري ترانه واوریدل شوه او ورپسې د غونډې وياند صفی الله جوهر له خوا د قسطنطنيې د فاتح سلطان محمد فاتح په اړه په زړه پوري معلومات وړاندې شول.
د دې څخه وروسته د مازديګر د لمانځه داداء کولو لپاره وقفه اعلان شوه ، دلمانځه تر اداينې وروسته د سيرت النبي صلی الله علیه وسلم د مسابقې برخه چي چلونکي يې د کندهار پوهنتون محصل قاري نظر محمد ؤ پيل شوه.
مسابقه د کندهار ښار د دوه کورسونو ،افغان علمي او کلتوري مرکز او آريانا د انګليسي ژبي او کمپيوټر د زده کړې مرکز تر منځ په لاره واچول شوه.
هر يو مرکز خپل درې کسيز ګروپ سيالۍ ته معرفي کړ، د مسابقې د چلونکي له خوا د هر ګروپ څخه ۱۵ پوښتني وشوې ( هېره دي نه وي چي پوښتني د خاتم النبين د کتاب څخه چي له وړاندي اړوندو ګروپونو ته د مطالعې لپاره ورکړل شوي و، چمتو شوې وې.) چي په پايله کښي افغان علمي او کلتوري مرکز لومړی، او آريانا د انګليسي ژبي او کمپيوټر د زده کړې مرکز دوهم مقام تر لاسه کړ.
د سيالۍ په پای کښي د سيالۍ ګډونوالو ته چمتو شوې ډالۍ چي د کندهار د جمعيت اصلاح د ځوانانو د څانګې له خوا برابرې شوې وې ورکړل شوې.
غونډه څه باندي اووه بجې د مولوي جلاالدين په دعاء سره پای ته ورسيده.
One Comment
نوراحمدحمیدی
ماشاالله الله یاک دی ستاسویه هڅوکی برکت واچوی الله مو ونازوه