راپور: ډاکټر عزت الله حامد
داندراګاندي دماشومانو دروغتيا انستيتوت ( صحت طفل ) لنډه پيژندنه:
د اندراګاندي دماشومانو روغتون چې د هيواد په کچه يو له سترو تخصصي معالجوي مرکزونو څخه دى، څه له پاسه پنځه سوه تنه پرسونل او څلورسوه بستره لري. دغه انستيتوت د ماشومانو د داخله ناروغيو، جراحي، غوږ پزه او ستوني او هډوکو په څانګو کې نږدې څلور سوه تنه بستر ماشومان لري. له دې برعلاوه د پوستکې، سترګو ، واکسين، عاجله څانګه، د کانسر وارد، د غاښونو څانګه او د فزيوتراپي څانګه ، د تيلي ميديسن څانګه چې له بهر څخه نېغ په نېغه خارجي استاذان طبي موضوعات وړاندې کوي، لري. دغه انستيتيوت چې د ١٣٤٥ هـ ش کال د سرطان په شلمه نېټه يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه الحاج داکتر نورالحق يوسفزى يې اولسم رئيس دى.
دغه انستيتوت په ١٣٩١ هـ ل کال کې ٥٦٥ تنه پرسونل لري ، چې له دې ډلې څخه يې ٢١٦ تنه ډاکتران، ١٣٣ تنه نرسان، ٤ تنه د غاښونو داکتران، ١٠ تنه د انستيزي( بيهوښۍ ) نرسان، ١١ تنه د اکسرى، ١٦ تنه د لابراتوار داکتران، ٢٦ تنه مامورين، او ١٥٠ تنه خدماتي امله لري. دغه روغتون يو د هيواد له مصروفو روغتونو څخه دى چې په منځنۍ کچه پکې دورځې ٢٠٠٠ تنه ماشومان معاينه او نږدې ٥٠ تنه بسترېږي.
د اخلاق طبابت تر عنوان لاندې دوه ورځنى علمي سيمنار:
دغه علمي سيمينار چې د جوزا دمياشتې په ٢٣ او ٢٤ نېټه د صحت طفل روغتون د رياست او اخلاقي نظارت د کميتې لخوا د روغتون د کانفرانسونو په تالار کې جوړ شوى وه دسهار له ٨ څخه تر نهه بجو پورې د يوه ساعت لپاره دوام کاوه، د مختلفو څانګو د مسئولينو په ګدون پکې نږدې سلو تنو ډاکترصاحبانو او نور طبي پرسونل هره ورځ ګډو ن کاوه. د سيمينار وړاندې کونکى د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا غړى او سلام او نړيوال اسلامي پوهنتون استاذ دوکتو فضل ا لهادي وزين وو. د سيمينار د لمړۍ ورځې درس د ماشومانو د داخله ناروغيو متخصص محترم الحاج دوکتور شير محمد فقيري لخوا دقرانکريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شو. د سيمينار د دواړو ورځو موضوعات جلا جلا وو چې په لمړى ورځ د (( اسلامي شريعت موخې او اهداف )) او په دوهمه ورځ (( طبي اخلاقيات )) د محترم استاذ لخوا په ډېر علمي توګه وړاندې شول چې د ګډونوالو د خورا توجه وړ وګرځېدل. محترم استاذ و ويل چې د ډاکټرۍ علم فرض کفايي دى او هغه څوک چې اوس طبابت يا ډاکټري کوي په هغوى باندي د دې مسلک په سمه توګه سرته رسول فرض عين ګرځي. هغه همدا راز وويل: د دين ساتنه، د نفس ساتنه، دعقل ساتنه، دنسل ساتنه او دمال ساتنه هغه مهم مقاصد دي د کومو په خاطر چې اسلامي شريعت دې دنيا ته راغلى دى. د دوهمې ورځې درس د محترم الحاج ضياء محمد ايزد پناه لخوا د قرانکريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شو. وروسته محترم دوکتور وزين د اسلامي شريعت دمقاصدو د لاسته راوړلو په لار کې د طبيب رول خورا اړين وباله ويې ويل: چې ډاکټر يا طبيب هغه څوک دى د کوم چا دهلو ځلو په نتيجه کې چې بشر يا انسان ته سالم دماغ او سالم صحت په نصيب کېږي، نو که يو چېرې د چا دماغي توازن يا عمومي صحت خراب وي هيڅکله په يوه دين کې هم مکلف نه بلل کېږي چې په دې توګه په يوه د ين هم عمل نشي کولاى.
دانسان د نفس حفاظت خو هسې هم د هر ډاکتر ارمان او موخه وي. هغه همداراز ويل چې داکتران هغه څوک دي چې د انسانانو دماغ او نور وجود زهري دواګانو او خوراکونو دبدو تاثيراتو څخه محافظه کوي او نه پرېږدي چې انسان خپل دماغ او سليم عقل له لاسه ورکړي چې په دې توګه د عقل حفاظت هم کوي. که چېري يو انسان روغ نه وي هيڅکه کوم ګټور يا اقتصادي عمل سرته نشي رسولاى چې په دې توګه دمال حفاظت هم په دې توګه لاس ته راځي. همدغه راز د شنډو ميندو او پلرونو تداوي او درملنه هغه څه دي چې د انساني نسل بقا تضمينوي.
هغه د افغاني ټولنې د ډاکټرانو داخلاقياتو په باره کې د ولس داعتماد پوره ډاډ څرګند کړ ويې ويل: د افغاني ټولنې هر ډاکتر ته بايد مدال او انعام ورکړل شي ، او داځکه چې دوى په داسې حالت کې دغه وظيفه پرمخ وړي چې هيڅوک ورته په کوم مادي امتياز باندي قايل نه دي، او يو ډاکتر چې نږدې ٣٠ کاله تعليم او لوړې زده کړې کړې وي، له ٢٠ کاله کار وروسته اوس هم د سرپناه، يوه موټر او يو ښه ژوند څښتن نه دى، چې دا د دوى په خپل مسلک او کار کې صداقت اوريښتينولي په ګوته کوي. هغه همدارنګه وويل چې ګران ډاکترصاحبان بايد خپلې مطالعې زياتې کړي، او تازه معلومات او نوې درملنې ولټوي، دخپل مسلک له اصولو څخه مخالفت ونه کړي، له خپل مسلک څخه غلطه استفاده ونکړي، او دمريض په مراقبت او څارنه کې هيڅ ډول کوتاهي ونکړي، همدغه راز ډاکتري يو تجارت او بزنس ونه گڼي بلکه په اخلاص سره د الله ج دمخلوق خدمت او د هغوى په زخمونو باندې دپټۍ لګولو او درد ارامولو له ليارې د الله ج د خوښى د ترلاسه کولو ستره موکه او ستر عبادت وگڼي. دپروګرام په اخر کې محترمو ډاکتر صاحبانو د طب او اسلام اړونده ځينې پوښتنې، لکه مسلمان ته دکافر عضوه پيوند کول، د رحم کرايه کول … وشوې چې د وخت دکمې له امله را روانو درسونو ته پرېښوول شول. د يادونې وړده چې د پروګرام ټول ګډونوال د پروګرام څخه ډېر خوشحاله برېښېدل او په آينده کې يې د دغسې پروګرامونو د بيا جوړيدا او په نويو مسايلو باندي د خاصو پرواګرامونو په جوړولو باندې ټينګار وکړ.
One Comment
سيف الله عابد
محترم داكتر صاحب عزت الله– الله باك دي تاسي ته اجر عظيم در كري جي داسي مهم سيمنار مو ترتيب كري وو- انشاء الله جي نورو شفاخانو كي به هم داسي سيمنارونو ترتيب شي- الله مو موفقه لره- امين