د جوزا د میاشتې په ۱۹ مه د لوګر جمعیت اصلاح لخوا د دغه ولایت په مرکز پل علم د عبد الله بن مسعود (رض) جامع جومات کې د قرآن پوهنې شپږورځنۍ دوره پیل شوه.
د دغې دورې لپاره چې د هیواد جید عالم او د قرآن پوهنې لړۍ نوښتګر شیخ القرآن مولانا عبد الصبور پکې په ډیره نرمه، خوږه او له فصاحت نه ډکه ژبه درس کاوه، د وړاندې نه بلنه او دعوت پیل شوی وو، په زرګونو خلک را بلل شوي وو، له تعلیمي او تحصیلي ادارو او جوماتونو نه لیدنه شوې وه او د سړیو ترڅنګ خویندې چې د ټولنې نیمه برخه جوړوي هم ورته را بلل شوې وې.
د لوګر ولایت جمعیت اصلاح غړو او همکارانو په ډیره مینه او جذبه د ډاکتر عبد القدوس په مشرۍ د دورې لپاره د دعوت او بلنې پلان جوړ او پلی کړ او شپه او ورځ یې د دورې د کامیابولو لپاره په ځان یوه کړې وه.
د دورې په لومړۍ او دوهمه ورځ ( له اسلام سره د تړاو معنا او مفهوم ) موضوع وڅیړل شوه او مولانا صاحب په دغه درس کې د عقیدې د سمون او اصلاح په اړه لارښوونې وکړې او د توحید د ټولو څانګو په تشریح او بیانولو سره یې ټینګار وکړ چې مومن باید د قرآن او سنت سره سمه او درسته عقیده ولري ځکه چې تردې پرته د هغه نیک عملونه هم نه قبلیږي.
د دورې په دریمه ورځ د حجرات سورت په مضمون او موضوع بحث وشو او په دغه سورت کې د مسلمانانو ترمینځ د خپل مینځي اړیکو او تعامل په آدابو بحث وشو او تینګار وشو چې که دغه آداب عملي شي نو د مسلمانانو له ټولنې نه به اختلاف، کرکه، بې باوري او جګړې ورکې او ختمې شي او ټول به خوښ او نیکمرغه ژوند ولري.
د دورې په څلورمه ورځ د لمانځه په معنا او مفهوم بحث وشو، مولوي صاحب په ډیره ساده او عام فهمه ژبه د ټول لمانځه معنا وکړه او په لمانځه کې یې خشوع او توجه ساتلو په اړه تاکید وکړ.
د دورې په پنځمه ورځ د سود په حرمت او زیانونو بحث وشو، او خلک پدې وپوهول شو چې سود په سترو ګناهونو کې هغه ګناه ده چې په قرآن کریم کې ورته د الله(ج) سره د جګړې نوم ورکړل شوی دی، په دغه درس کې په موجوده حکومت نیوکې وشوې چې سود ته زمینه برابره کړې او په پراخه کچه ورته کمپاین کوي او په لوی لاس ملت له الله(ج) سره په جګړه کې دروي.
د دورې په وروستۍ او شپږمه ورځ د اولاد حقونه او روزنه باندې ټینګار وشو او د والدینو مسئولیت وبلل شو چې باید د خپل اولاد د ښې او دیني روزنې په موخه د هغوی تعلیم ته ډیره توجه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د لوګر ولایت یوه بااحساسه او دردمن شخصیت انجنیر نجیب الله هاشمي د دورې د لګښت لپاره ۵۰۰۰۰ افغنۍ مرسته وکړه او اراده یې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به هم دغه راز مرستو ته دوام ورکوي.
د قرآن پوهنې دوره د دعا په لوستلو سره پای ته ورسیده.