د پنجشنبې په ورځ د ۱۳۹۱ کال د جوزا په ۲۵ مازدیګر د جمعیت اصلاح افغانستان د ننګرهار پوهنتون څانګې دخپلو فارغیدونکو غړو او همکارانو دفراغت په ویاړ الوداعیه غونډه جوړه کړه.
غونډه دمازدیګر په پنځو بجو د شرعیاتو پوهنځې محصل قاري برهان الدین په تلاوت سره پيل شو، ورپسې سیدحامد حماس د پروګرام د مسؤل په توګه چې د پروګرام د انانسري او نورې چارې یې پرمخ بیولې ګډون والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پروګرام لنډه معرفي وکړه او د پرانیستې وینا لپاره یې د ننګرهار پوهنتون څانګې مسؤل ښاغلي استاد شیرزاد عزیزي ته بلنه ورکړه.
استاد د خپلې ویناپه ترڅ کې وویل چې مونږ په هر کال کې د دعوت د خپراوي په خاطر دوه عام پروګرامونه جوړوو چې یو د کال په شروع کې د نويو محصلینو لپاره د استقباليې پروګرام او بل د کال په پای کې د فارغیدونکو محصلینو لپاره د الوداعیه غونډه وي.
استاد زیاته کړه چې جمعیت اصلاح د وطن آبادي غواړي او د وطن ریښتینې اوهر اړخیزه آبادي(مادي او معنوي) یوازې او یوازې د اسلام په واسطه ترسره کیدای شي، چې د جمعیت اصلاح د تأسیس هدف هم همدا داسلام په تعمیل سره د وطن هراړخیزه آبادي ده او په دې لار کې یې په کلک هوډ او عزم سره قدم ایښی دی.
دغونډې دویم ویناوال شیخ القرآن والحدیث مولوي محمد نعیم جلیلي ؤ، مولوي صیب د خپلې وینا په ترڅ کې فارغیدونکي محصلین لاندې خبرو ته متوجه کړل:
I. لومړې خبره دا چې تاسې باید له تخصص سره هدف او باهدفه ژوند ولرئ، که چیرې تاسې له تخصص سره هدف ونلرئ نو تاسې به خدای مه کړه خپل تخصص او پوهه په ډیر کم ارزښته مادیاتو خرڅه کړئ او د مادیاتو په مقابل کې به ماتې وخورئ.
II. دوهمه خبره دا ده چې د هدف ترڅنګ باید تاسې د دیني جریان سره هم پاتې شئ، زما وروڼو کله چې تاسې د تحصیل په دوره کې وئ نو له پاک او سپيڅلي احساس سره دلته مونږ سره پاتې شوي وئ اوس له مونږ څخه ځئ او فارغیږئ ستاسو مسؤلیت اوس شروع کیږي تاسې تراوسه له چلنجونو سره نه وئ مخ شوي، تاسې په هدف سره مونږ ته راتلئ خو اوس تاسې ټولنې ته وړاندې کیږئ، محاکمو او نورو ځایونو ته ځئ ترټولو مهمه دا ده چې پخپلو دفترونو او کارځایونو کې له خپل هدف سره پاتې شئ، ډیر وروڼه په تحصیلي دوره کې ډیر فعاله او متحرک وي خو کله چې فارغ شي او ټولنې ته وړاندې شي بیا د مخکې پرتو چلنجونو په وړاندې ماتې وخوري او بیا یې نه هدف په یاد وي، نه حرکت او نه دعوت.
نو تاسې باید له فراغت نه وروسته هم لدې دیني جریان سره ارتباط کې اوسئ او خپل دعوتي کارونه پرمخ بوځئ.
III. وروڼو دریمه خبره دا ده چې زمونږ د ملت دردونه بې شمیره او زیات دي یو درد یې هم دا دی چې د کرکې،نفرت او نفاق طرف ته د یو پلان په اساس ټیل وهل کیږي وروڼو تاسی لدې ځّای څخه چې ځئ، نو د وحدت، مینې او محبت پيغام له ځان سره یوسئ او دې دریدلي ولس ته مینه او محبت ورکړئ، د فارسي او پښتو، ازبک او تاجک مسئلې شاته پریږدئ، او دې ملت کې چې وحدت، مینه او محبت راوستلی شي هغه یوازې او یوازې اسلام دی، نو په همدې اساس مونږ د اسلام په واسطه دې ملت ته د مینې، محبت او یووالي درسونه ورکوو.
ورپسې د ننګرهار پوهنتون استاد او د جمعیت اصلاح د ختیځ زون مسؤل ښاغلې دکتور نجیب الله صالح راوبلل شو استاد د خپلو خبروپه سر کې وویل چې جمعیت اصلاح د داسې عامو پروګرامونو نه دا هدف لري چې خلک زمونږ د فکر او کار سره آشنا شي.
ډیر خلک زمونږ له کار او فکر نه خبر نه وي، پداسې پروګرامونو سره مونږ خپل فکر او کړنلاره ددوی په مخ کې ږدو او دا ورښيو چې مونږ څوک یو؟ او څه غواړو؟
استاد د خپلو په ترڅ کې دهغو محصلینو په هکله چې هرکال په سل ګونو تنه هندوستان ته لیږل کیږي او هلته ضایع کیږي اندیښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې هیچا سره هم دا فکر نشته، نه له حکومت سره، نه له سفارت سره، نه له کوم تنظیم او ډلې سره ، دغه ځوانان یوی نجسې ټولنې ته چې هلته اباحت دی او هرڅه روا ګڼلی شي، لیږل کیږي او له دغه ځوان سره شهوت وي، خواهش وي او قوت وي دغسې ګنده ټولنې ته د څلورو کالو او شپږو کالو لپاره لیږل کیږي هلته به له هغه نه څه جوړ شي؟ استاد زیاته کړه چې مونږ سره د دغو محصلینو غم او فکر شته خو متأسفانه وسایل او مالي امکانات نشته چې مونږ څنګه هلته دهغوی لپاره مربیان ولیږو ترڅو زمونږ دغه ځوانان ضایع نشي.
استاد د خپلو خبرو په وروستیو کې ځوانان د اصلاح غږراډیو سره معنوي مرستې ته وهڅول.
د غونډې بل ویناوال د حقوقو او سیاسي علومو دپوهنځې استاد ع.نبي بصیرت صیب وو چې په ټولنه کې یې دځوانانو په رول او اهمیت رڼا واچوله او ویې ویل چې قرآن کریم هغه چاته چې د شرک او باطل خلاف راپورته شوې د ځوان خطاب کړی هلته چې وایي: انه فتی یذکر یقال له ابراهیم.
د غونډې وروسته ویناوال مولوي صیب عبدالصبور ؤ چې د لوګر د قرآن پوهنې دورې څخه ناوخته راورسید او ګډون والو ته یې وینا واوروله.
استاد وویل چې ما خو درته په تیرو درسونو کې داسلامي امت ستونزې یو په یو په ګوته کړې(مولوي صیب به هره پنجشنبه د امت د ستونزو په هکله محصلینو ته محاضره کوله) اوس به راشو چې جمعیت اصلاح په اصل کې د همدغه ستونزو د له منځ وړلو او حل کولو کار سرته رسوي او جمعیت اصلاح ددې هدف په ټاکلو سره یو دروند کار ته اوږه ورکړې چې هغه د انسان جوړول دي. انجنیر او معمار تعمیر او سرک جوړوي خو جمعیت اصلاح د انسان د تعمیر کار کوي چې دا ډیر دروند کار دې او دا هماغه کار دې چې زمونږ ګران او خوږ پيغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د دې کار په مټ په نړۍ کې داسې اسلامي نظام قایم کړ چې تاریخ به یې تل یاد ساتي او هیڅ څوک به یې مثال وړاندې نشي کړای.
د پروګرام په وروستۍ برخه کې د جمعیت اصلاح غړو او همکارانو ته د مختلفو پوهنځيو لکه شرعیات، اقتصاد، انجنیري، حقوق، او تعلیم اوتربیې څخه د فراغت په مناسبت ستاینلیکونه او جوایز وویشل شول.
پروګرام ۷:۱۵ دقیقو ماښام د مولوي صیب عبدالصبور په دعایې سره پای ته ورسید.
د یادونې وړ ده چې په یاده غونډه کې د لغمان انستیتوت د جمعیت اصلاح غړو هم برخه اخیستې وه چې هغو ته هم ستاینلیکونه او جوایز ورکړل شو.
هېره دې نه وي چې د یادې غونډې په پاې کی د ننګرهار پوهنتون څانګې له خوا د تیارې شوې شپې میلمستیا کې هم ټولو فارغیدونکو محصلینو برخه واخیسته او ټول فارغین د مکتوبونو په واسطه ورتلونکو څانګو ته ورمعرفي شول.
[nggallery id=51]
3 Comments
قاسم هلالی
ماشاء الله
کامران نورزی
ج. ا ننګرهار پوهنتون:
کار مو د ستایلو وړ دی ولی دا ځای په انتخاب کی بی ذوقه یاست. داسی برنامه باید د پوهنتون انګړ او د اصلاح پرته یو لوی تعداد د پوهنتون استادان او نور محصیلین . دا ځای داسی دی لکه یو خفیه حویلی او مشکوک ځای. مننه
انتقاد برای اصلاح
کامران
حبیب الله زیار
ماشاالله