محمد طیب اسلامي
یوه اونۍ وړاندې، په مکرویانو کې د قرآن پوهنې دورې د پای ته رسیدو پر مهال لس ګونو ځوانانو له مونږ غوښتل څو اونیز ازاد درس ورته پیل کړو. د جمعیت اصلاح د مکرویانو څانګې د ځوانانو غوښتنې ته په ځواب کې د تیرې جمعې په ورځ د ځوانانو ازاد درس پیل کړ.
د ځوانانو لومړي درس ته د جمعیت اصلاح مرکزي شوری غړی او د کندهار پوهنتون استاذ ښاغلی محمد مزمل اسلامي میلمه وه. د غونډې مشري ښاغلي بصیرت او ښاغلي نبوي صاحب کوله.
د حدیثو درس د ښاغلي اسلامي صاحب په خوږه ژبه ځوانانو ته وړاندې شو. ښاغلي استاذ هغه حدیث شرح کړ چې پکې اووه کسه یاد شوي چې د قیامت په سخته ورځ به د الله د عرش تر سیوري لاندې ولاړ وي. پدې ورځ به له همدې یوه سیوري پرته بل سیوري وي هم نه. پدې اووه کسانو کې یو هغه ځوان یاد شوی چې ځواني یې په عبادت کې تیره کړې وي.
ورپسې استاذ عبدالولي بصیرت په اسلام کې د ځوانانو په مسئولیتونو خبره وکړه. استاذ وویل چې ځوانان لومړی باید دین په سمه توګه زده کړي. د دین د سمې زده کړې تقاضا دا ده چې اسلام د ژوند د کامل او شامل نظام په توګه وپیژنو. اسلام کامل ځکه دی چې د ژوند هر اړخ ته منظمې او ټاکلې لارښوونې لري او شامل ځکه دی چې ټولو زمانو او ځایونو لپاره د کار وړ دی.
تر پوهې وروسته، د پوهې عملي کارونه ده. سمه پوهه په خپله سړی سم عمل ته راکاږي. نو د ځوانانو مسئولیت هم یواځې په پوهه نه ختمیږي بلکې له پوهې وروسته په اسلام باندې عمل کول واجبیږي. د استاذ په خبره که مو خپله یو کار ونکړ او له بله مو وغوښتل چې هغه کار وکړي بیا نو بل ته زمونږ د خبرې منل سخت کار دی. ځکه نو لدې مخکې چې نور یو کار ته وهڅوو په خپله یې باید وکړو.
تر پوهې او عمل وروسته، بیا دا دین له ځان سره ساتل ندي پکار. د دین خپرول د خیر خپرول دي. او ښه انسان هغه دی چې خیر یې په ډیرو خلکو پیرزو وي. او څومره خلکو ته چې دین رسیږي هغوی ته خیر رسیږي. د ځوان بل مسئولیت دا شو چې په دین تر عمل کولو وروسته به د دین پیغامونه نورو ته رسوي او نور به د دین پوهې، په دین عمل او د دین دعوت ته رابولي.
د درس په پای کې د جمعیت اصلاح د مکرویانو څانګې مشر ښاغلي غلام الله نبوي له دین سره د ځوانانو مینه او حساس وستایه او ځوانان یې لا ډیر کار ته وهڅول. وروسته مجلس د نبوي صاحب په دعا پای ته ورسید.
د ځوانانو په لومړي درس کې ۶۰ تنو برخه اخیستې وه او ټولو وعده وکړه چې راتلونکي درس ته به نور ملګري هم خبروي.
د همدې ورځې په مازدیګر څلورو بجو د جمعیت اصلاح د مکرویانو څانګې د خویندو د برخې له خوا خویندو ته ازاد درس جوړ شوی و چې پکې ۴۵ تنه خویندو برخه اخیستې وه. پدې درس کې د جمعیت اصلاح غړې اغلې نفیسه خطیبي په اسلام کې د ښځو مسئولیتونه بیان کړل.
د جمعیت اصلاح د مکرویانو څانګې د خویندو برخې په نوښت جوړه شوې دا غونډه په مکرویانو او شاوخوا سیمه کې د ښځو لپاره لومړنی دیني درس و.