راپور: جلال الرحمن شرر
په کندهار کې د ځوانانو دپاره د جمعیت اصلاح د اسلامي روزنې درسونو لمړۍ کړۍ بریالۍ وه
په کندهار ولایت کې د جمعیت اصلاح د ځوانانو څانګې له لورې د پیل شوي اسلامي روزنیزي لړۍ لمړی درس د رواني لمریزي میاشتي په اتلسمه نیټه د تیرې پنجشنبې په ورځ د مستقبل تعلیمي او کلتوري مرکز په انګړ کې د محترم استاد عبد الفتاح جواد له لورې وړاندې شو!
غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه او د هغه نه ورورسته ځوان او هڅاند دعوتګر ښاغلی صفي الله جوهر د هر کلي تر څنګ دغه روزنیزه لړۍ خلکو ته ښه ور وپیژندل.
د غونډې په اوږدو کې نشاطي پروګرامونه هم له پامه نه ؤ لویدلی چی په لړ کې یې ښې ښې ترانې او د پوښتونو او ډالیو برخه د پام وړ او په زړه پوري وو.
د پروګرام په وروستیو کی د راتلونکی غونډی لپاره د نورو ورونو پر رابللو ټینګار وشو او د درس په اړه له محترم وړاندی کونکې څخه پوښتنې هم وشوې چی په ډیره سړه سینه ېې یو په یو ځواب کړې .
ښاغلی صفی الله جوهر د راتلونکی درس لپاره د محمد الفاتح رحمة الله علیه د ژوند لیک لیکلو کورنۍ دنده هم ورونو ته وسپارله او غونډه یی د مولوی محمد مزمل اسلامي صاحب په دعاء پای ته ورسول.
د لمړي وړاندي شوي درس عنوان د ځوانانو مسئولیتونه وو چی خلاصه یې له تاسو سره شرکوو:
د ځوانۍ او ځوانانو ارزښت :
۱- ځوانان باید تل په اسلامی مفکوره وروزل شی ځکه
– دوی زموږ اصلی قوت دی
– د وی د ملت د ارادو تمثیل کولای شي.
– دوی دي چي ګواښ جوړولای شي.
۲- مسلمانان ځوانان به اسلامی بلنه تر هر درشله رشوی که څه هم غربیان او اروپایان به نه غواړی.
۳- مسلمان ځوانان وه چی د نړۍ غاصبان یی را وپرځول او د راتلونکي لپاره یی اسلامي حاکمیت ته لاره هواره کړه .
۴- هر چیرته چی سیکولر خلکو اقتدار تر لاسه کړی دی ، یوازی او یوازی یی غلاوی کړی دی او خپل جیبونه او اکاونټونه یی ډک کړی دی ( د مصر، لیبیا او تونس غوندی مترقی هیوادونه یی آن زوال ته نیژدی کړی وو )
۵- د ځوانی مرحله ډیره مهمه مرحله ده
په دی اړه موږ نصوص لرو:
الف: په یوه حدیث شریف کی راځی چی د قیامت په ورځ به اوه کسان د عرش تر سیوری لاندی وی چی یو له هغو نه هغه ځوان دی چی په اسلام کی را ستر شوی وي ( هغه ځوان چی څلیرویشت ساعته ژوند یی په طاعت کی تیریږی ، عبادت، معاملات او معیشیت یی هر څه د الله د خوښی سره سم وی ، د هغه ځوان دپاره دا زیری دی چی د قیامت په تابجنه ورځ به د الله د عرش تر سایه لاندی وی .
ب: په بل حدیث شریف کی راځی چی د قیامت په ورځ چی کله خلګ را وپاڅول شی نو له خپل قبر څخه به یو قدم هم مخکی لاړ نه شی تر څو د پنځو پوښتنو ځواب ور نه کړی:
لمړئ: عمر دی په څه کی تیر کړ؟ دوهم: ځوانی دی په څه کی تیره کړه ؟ دریم: مال دی له کومه وګټی؟ څلورم : مال دی چیرته خرڅ کړ ؟ پنځم: په علم دی څومره عمل وکړ؟
چی له دغه حدیث شریف نه هم معلومیږي چی شل فیصده پوښتنه د ځوانی په اړه ده!
ځوانی د قوت او نشاط مرحله وی او تر بل هر وخت د انسان شهوت او قوت په اوج کی وی، ډیر په مشکله د فتنو څخه خوندی کیدائ شي تر څو یی ځان یوه منظم سیسټم ته نه وی اچولی او په جماعت کیی منظم ژوند نه وی پیل کړی!
باید ژوند او خصوصا ځوانی په داسی فعالیتونو کی تیره کړو چی له شهوتونو څخه مو بوخت وساتی .
ج: په یوه بل حدیث شریف کی پیغمبر علیه السلام وایی چی پنځه شیان له پنځو نورو هغو څخه وړاندی غنیمت وګڼه چی یو له هغو پنځو څخه ځوانی ده ستا له زوړواله (بوډاتوب ) څخه مخکی
د: اسلامی تاریخ
که اسلامی تاریخ مطالعه سی نو ور څخه جوتیږی چی ځوانانو مسلمانانو تر هر چا ښه رول لوبولی دی :
– ځوانان صحابه تر نورو هغو ډیر رول درلودونکي وه .
– د اسلامی مبارزی اتلان هم ځوانان پاته سوی دی لکه محمد بن قاسم، طارق بن زیاد، حسن البناء او نور….
د درس دوهمه برخه :
د ځوانانو اجتماعی مسئولیتونه :
۱- مسلمانان ځوانان باید د خپل دین په اړه پوره معلومات ولری.
۲- د دین دعوت د مسلمان ځوان مهمه دنده ده .
۳- مسلمان ځوانان به خپلی دعوتی هڅی په سیمو او علاقو پوری نه تړي بلکه ټوله نړۍ باید په خپل نیت کی ولري او هغوی ته د دعوت رسولو اندیښنه ورسره وی .
۴- مسلمان ځوانان باید قرآن کریم په ترجمه زده کړي او له مفاهیمو سره یی بلد و اوسي.
۵- مسلمان ځوانان باید د رسوالله صلی الله علیه وسلم د مبارک سیرت او سنتو سره ځان آشنا کړی او په خپل ورځنی ژوند کی یی پیاده او پلي کړي.
۶- د مسلمان ځوان دپار باید د پیغمر علیه السلام ، صحابه وو او تابعینو ژوند یو ائیډئیل یا نمونه وی او د هغه سره د ځان عیارولو او سازش په لټه کی واوسی.
۷- د دینی فقی او د احکامو د فقی سره سل فیصده بلدتیا د مسلمان ځوان شان دی .
۸- اسلام د اجتماعیت دی ، مسلمان ځوانان باید په جماعت کی ژوند وکړي.
۹- هر مسلمان ځوان د ا وظیفه لری چی د یو اسلام ډلی سره روان و اوسی .
۱۰- مسلمان ځوانان باید له ځان سره د اسلامی امت د یووالی او وحدت تصور ژوندئ وساتی.
الله تعالی فرمایی : هو سماکم المسلمین من قبل و فی هذا لیکون الرسول علیکم شهیدا…
نو څوک چی هم د امت د بیلتون په هڅه او تصور کی مړ سي نو مرګ یی د جاهلیت دی
پیغمبر علیه السلام هم فرمایی :
مثل المؤمنین فی توادهم و تراحم و تعاطفهم کمثل الجسد ….
نو د یوه جسد غړی خو په هیڅ صورت د بیلدو له کبله د مرګ له خطر څخه خوندی نه دی.
۱۱- مسلمان ځوانان باید د اسلامی امت د آزادی ، استقلال او مجد د اعادي او بیرته پر پښو دریدو تصور ولری.
۱۲- مسلمان ځوانان د ټولو هغو ډلو سره چی د ملت د پارچه پارچه کیدو خوبونه وینی ، مثبته مقابله کوی او کوښښ کوی څو مسلمانه ټولنه د هغوی له چنګاله وژغوری.
۱۳- مسلمان ځوان چی په هره ډله او جماعت کی وی خو د نورو اسلامی ډلو سره بشبړه همکاری ، مرسته او مینه کوی ځکه چی الله تعالی فرمایی : و تعاونوا علی البر و التقوی ….
د درس وروستۍ برخه د مسلمانو ځوانانو د فردی مسئولیتونو په اړه وه :
د ځوانانو فردی دندی او مسئولیتونه:
۱- د خپل عفت او شخصی دینداری بشپړ ساتل.
۲- د قرآن کریم د تلاوت پوره اهتمام کول.
۳- د اسلام په اړه مکمله مطالعه لرل.
۴- د صالحینو (نیکانو ) سره ناسته پاسته کول .
۵- د مشرانو او نیکانو څخه نصحیت اخیستل او عمل ورباندی کول.
۶- د خپل وخت څخه درسته استفاده کول او ګټه پورته کول.
۷- په خپلو درسونو کی پوره کوښښ کول.
۸- په تخصصی چارو کی تر هر چازیات مخته والی
موږ باید مسلمانانو ته اطمینان ورکړو چی په هره برخه کی متخصصین لرو او ان شاء الله هره ستونزه موږ درته حلولائ سو.
۹- د خپل وطن سره مینه کول
لوی وطن مو اسلامی نړۍ ده او کوچنئ وطن مو افغانستان دی.
زموږ سره باید د ابادۍ او رغولو فکر او د استقلال فکر ولرو او دی ته کار وکړو .
۱۰- د مشرانو احترام کول خصوصا د پلار احترام کول
په حدیث شریف کی راځی : لیس منا من لم یرحم صغیرنا و لم یوقر کبیرنا
۱۰- که واده و نه لری نو د ځان لپاره د ژوند د یوه ښه ملګري ټاکل.
۱۱- د اولاد د تربیې او د کشرانو د ښه روزنی او تربیت لپاره غوره پروګرام لرل
One Comment
ziaurahman
ماشاءالله
بارک الله فی جهودکم.
آمین
فاروق