خاطره، زه مې هم پیسې دورې ته ورکوم
خاطره د هغې کمکۍ جلۍ نوم دی چې له خپلې مور سره د قرآن کریم درس ته راځي. خاطرې په خپلو کمکیو او نازولو ګوتو ځان ته د روپیو یوه خزانه جوړه کړې وه. کله یې چې مور ورته ویلي و چې خلک له دورې سره مالي مرسته کوي، له خاطرې سره دا خیال و چې کیدای شې د دې همزولو هم خپلې روپۍ دورې ته راوړي وي. خاطرې هم پرون خپله خزانه ماته کړې وه او خپل شته یې ټول د قرآن پوهنې دورې ته ورکړه. مونږ د خاطرې د ایمانې مینې اندازه هغه مهال ولګیده چې د سټیج مسئول اعلان کړه چې کوچنۍ خاطرې د دورې لپاره زر افغانۍ مرسته وکړه. الله دې د خاطرې خاطر له ایمانه ډک لري.
د ورځې موضوع
نن د دورې پنځمه ورځ وه. ګډون کوونکي له ټولې تلوسې سره میداني ته راتلل. پرده کړې ښځې هم ډلې ډلې راتلې. د ورځې موضوع حجاب وه.
د نن ورځې د غونډې په پیل کې ښاغلي مفتي صاحب فروتن د انفاق في سبیل الله په اړه د حدیثو په زړه پورې درس وړاندې کړ. بیا مولوي صاحب عبدالسلام عابد د ورځې موضوع په تفصیل سره بیان کړه.
مولوي صاحب وویل، حجاب د کوم ځانګړي ډول جامو نوم ندی. حجاب هر هغه جامې ته وايي چې انسان پکې ښه پټ شي. مولوي صاحب زیاته کړه چې په اسلام کې حجاب ځکه فرض دی چې انسان، په ځانګړي ډول ښځه، د نورو له لوري له ازاریدو او سپکیدو ساتي.
د مولوي صاحب په خبره په اسلام کې د جامو لپاره څلور ځانګړتیاوې دي: ۱. دومره نازکې نه وي چې ځان ترې ښکاره شي، ۲. دومره تنګې نه وي چې د بدن ټیټې او لوړې ترې معلومې شې، ۳. سړي داسې جامې ونه کاروي چې د ښځو غوندې وي او نه ښځې د سړیو جامې واغوندي، او ۴. په جامو کې له نورو نامسلمانو قومونو سره یوشان والی نه وي.
د دورې لپاره چنده
د نن غونډې په ترڅ کې د جمعیت اصلاح د مکرویانو څانګې وروڼو د میداني په بیلابیلو برخو کې د مرستې ټولولو صندوقونه ایښي و. او مولوي صاحب اعلان وکړ چې ګډون کوونکي دې له دورې سره مرسته وکړي. د غونډې په پای کې د صندوقونو په لور د خلکو لښکرې ورماتې شوې. ډیر خلک غریب و خو د قرآني درس په ملاتړ کې له هیڅ چا ته شا ته نه و. ګډون کوونکو په ډیره ایماني جذبه پدې کار کې برخه واخیسته. د نن ورځې په پای کې ۶۰۰۰۰ افغانۍ سړیو مرسته وکړه او ۲۱۱۸۷ افغانۍ او ۱۰۰۰ کلدارۍ د خویندو مرستې وې.
راپور: محمد مدثر اسلامي
عکسونه: محمد مصطفی نويد
One Comment
خوشحال نیازی
سوال من این است از مفتی صاحب فروتن من مدت 5 سال میشود که عروسی کرده ام تا کنون هولاد ندارم مشکل کم بود اسپرم دارم کدام سوره قرآن را بیشتر تلاوت کنم