د نکریزو شپه یې پریښوده
هره ورځ د دورې له درس وروسته څو وروڼه د دورې د وسایلو د ساتنې لپاره په میداني کې پاتې کیږي. د شپې مهال وروڼه په نوبت پیره کوي. پرون ماښام زه هم له وروڼو سره پاتې شوم. د ماښام په لمانځه پسې ښه شیبه اوښتې وه چې درې ځوان ملګري راورسیدل. تر روغبړ وروسته مو د نن ورځې په درس او نظم خبرې کولې چې له راغلو وروڼو یوه ورسره راغلي یوه بل ملګري ته ګوته ونیوه او ویې ویل د دې ورور نن د نکریزو شپه ده خو دی له موږ سره راغی څو نن شپه د الله لپاره دلته تیره کړي. موږ لا په خپلو کې سره خبرې کولې خو کله چې دا خبره په مجلس کې راغبرګه شوه سترګې مې د خوښۍ له اوښکو ډکې شوې او د ځوان ورور له دین سره دې پاکې او سوچه مینې ته په ځواب کې کلمې په خوله نه راتلې. دا حالت یواځې زما نه وه، ټولو ملګرو ته د ځوان ورور دا قرباني په لومړي ځل د منلو وړ نه وه. بیا مو ورور او ځانونو ته د اجر او لا ډیر توفیق دعا وکړه.
څلورمه ورځ
پرون ورځ د دورې د فرهنګي چارو کمیټې نور بروشرونه چاپ کړل او ګډون کوونکو هم خپله کورنۍ دنده په ښه توګه ترسره کړې وه؛ ځکه نو نن د نورو ورځو په پرتله د ګډونوالو شمیر زیات شوی و. د خویندو په شمیر کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی و. خلک د سهار له لمانځه وروسته ډلې ډلې له مسجد نه سیده د دورې ځای ته راتلل. دورې ته لا نیم ساعت پانې و چې د خلکو ډلې میداني ته رارسیدلې وې.
د درس موضوع
د پرون ورځې موضوع عقیده وه پداسې حال کې چې نن د حجاب په موضوع خبره کیده. خو دا چې عقیده او عبادت یو بل ته ډیرې نږدې او تړلي موضوعات دي مولوي صاحب عبدالسلام عابد مناسبه وبلله چې نن د عبادت په اړه بیان وکړي او د حجاب موضوع په راتلونکو ورځو کې وړاندې کړي.
مولوي صاحب وویل عبادت هر هغه مادي او معنوي حرکت ته وايي چې د دین د مقاصدو پر اساس د الله جل جلاله د رضا لپاره ترسره شوی وي. مولوي صاحب زیاته کړه چې یواځې لمونځ او روزه عبادت ندي بلکې د عبادت ډیر ډولونه دي. د مولوي صاحب په وینا له مسلمان ورور سره په ورین تندي مخامخ کیدو نیولې تر دې چې خپلې ښځې ته یوه مړۍ ډوډۍ ورکول، ټول عبادت دی.
مولوي صاحب دا هم وویله چې عبادت د نیت له مخې ارزول کیږي. نیت په اصل کې د عبادت د قبلیدو اساسي لامل دی.
مولوي صاحب د درس په وروستۍ برخه کې د قیامت یادونه وکړه. د مولوي صاحب غږ ژړغونی و او د اوریدونکو سترګې لمدې شوې وې.
مالي مرستې
د جمعیت اصلاح ټول اجتماعي پروګرامونه د دین پالو وطنوالو په مالي مرسته ترسره کیږي. د قرآن پوهنې له هرې دورې سره ګډون کوونکي مالي مرسته کوي. د مکرویانو په دوره کې پرته لدې چې جمعیت اصلاح اعلان کړي، ګډون کوونکو تر اوسه د دورې لپاره د پنځوس زره شاوخوا مالي مرستې ورکړي. د دورې په وروستۍ ورځ به د دورې د لګښتونو د پوره کولو لپاره ټول ګډون کوونکي چنده کوي.
نن یو شمیر مخلصو وروڼو او خویندو په مجموعي ډول ۱۶۵۰۰ افغانۍ د قرآن پوهنې له دورې سره مرسته وکړه.
راپور: محمد مدثر اسلامي
2 Comments
قاسم هلالی
ماشاء الله
الله اکبر و لله الحمد
سیدعلم سدید
الحمد لله درمهم ترین منطقه