د جمعیت اصلاح اسلام آباد څانګې په زیار اسلامي نړیوال پوهنتون کې د تجوید کورس چمتو شوي وه چې دری میاشتې یي دوام درلود، د کورس په لومړي پړاو کې تر پینځه ویشت تنو محصلینو پورې ګډون درلود چې پنځلس محصلینو وکولای شول تر پایه په منظم توګه برخه واخلي.
نوموړی کورس د جمعیت اصلاح اسلام آباد څانګې مسول ښاغلی قاري حمیدالله (نجیب) د ښوونکي په توګه پر مخ بیوله او د کورس وروستی پړاو د امتحان په اخیستو سره په ۳۰-۵-۲۰۱۲ تاریخ پای ته ورسید چې محصلینو وروڼو د ممتاز په درجو سره دغه امتحان سر ته ورسېد.
وروسته د کورس څخه فارغ شوي غړو ته د تشویق او مبارکی لپاره د پای غونډه چمتو شوه چې په لسګونو افغان محصلینو پکې ګډون درلود او نوموړي وروڼو ته شهادتنامې او د سپیڅلي قرآن مصحف راغلي میلمنو کې د مخور افغان محصلینو هریو ښاغلی برهان الدین ، مولوی نصرالله نیازی ، قاري صاحب عبدالرحمن ، مولوی عطاءالله او داسې نورو په لاس د ډالی په توګه وویشل شوې.
د غونډې په پای کې د کورس له محصلینو څخه په نمایندګی کې ورور محمد ابرار د ښوونکي (حمیدالله نجیب) څخه مننه وکړه چې خپل قیمتی وخت یي مونږ ته راکړ او د سپیڅلي قرآن تجوید یي را وښود او له خدای څخه غوښتنه وکړه چی د نوموړي ښوونکي دغه کوښښ د هغې په نیکو اعمالو کې حساب او لوی اجر دې ور په برخه کړي ، نوموړي ورور له راغلې افغان محصلینو څخه غوښتنه وکړه چې باید افغان وروڼه پرته له کوم بې ګټې تعصب څخه په داسې علمي او دیني کورسونو او غونډو کی ګډون وکړي او علمي ګټې تر لاسه کړي ، دغه غونډه د قاری صاحب عبدالرحمن په دعا لوستلو سره پای ته ورسید.
راپور: محمد ابرار صدیقی – اسلام آباد
3 Comments
نویدی
خیرکم من تعلم القرآن وعلمه
پایا ن یافتن مؤفقانه دوره مبارک باشد
حمزه مومن حکیمی
تشکر بسیار زیاد استاد گرامی و گرانقدر
تشویق های شما بزرگواران سبب پیشرفت هرچه بیتشر کار و دعوت در اسلام آباد خواهد شد
احمد طارق حقیار
د اسلام اباد د نړیوال اسلامی پوهنتون هغو ځوانانو ته چی په دی مبارکه غونډه کی یی برخه اخیستی وه ډیره مبارکی وایم …. او د قاری صاحب حمیدالله نجیب څخه هم ډیره مننه کوم ….