دریمه ورځ
د حدیثو له درس وروسته ښاغلي مولوي عبدالسلام عابد د مهربانه ښوونکي په څیر له اوریدونکو د کورنۍ دندې د ترسره کولو په اړه پوښتنه کوله. اوریدونکو لاسونه پورته کړل او ښاغلي مولوي صاحب ټولو ته د خیر دعا وکړه.
د دورې په دریمه ورځ د ګډون کوونکو شمیر له تیرو دوو ورځو ډیر شوی و. د جمعیت اصلاح د مکرویانو څانګې ضروري وبلله چې د لا ډیرو خلکو د رابللو لپاره نور بروشرونه چاپ کړي او د غونډې په پای کې مولوي صاحب له اوریدونکو وغوښتل څو بروشرونه له ځان سره او د لسو تنو په خبرولو کې ترې کار واخلي.
د ورځې موضوع
د نن ورځې موضوع توحید او عقیده وه. مولوي صاحب لومړی د ایمان تعریف وکړ او ویې ویل چې ایمان په لنډ ډول دې ته وايي چې څوک په الله، اسماني کتابونو، رسولانو، ملایکو او د خیر او شر په اندازه چې د الله لورې ده، باور ولري. مولوي صاحب همدارنګه زیاته کړه چې په الله جل جلاله داسې باور کول پکار دي چې الله جل جلاله په الوهیت، ربوبیت، اسماء او صفاتو او شریعت کې یو وګڼل شي او له الله سره هیڅ ډول ښکاره یا پټ شریک پیدا نه کړی شي. مولوي صاحب پدې ټکي ډیر تاکید وکړ چې د هر نیک عمل اساس ښه او سمه عقیده جوړوي.
کورنۍ دنده
مولوي صاحب د درس په وروستۍ برخه کې ګډون کوونکو ته کورنۍ دنده ورکړه څو له خپلو خپلوانو سره خپله رابطه ټینګه کړي او ویې ویل چې نن به هر یو د یوه داسې خپلوان کره ورځي چې ترې خپه وي.
مالي مرستې
لدې پرته چې د دورې مسئولین د مالي مرستې د کولو اعلان وکړي، ګډون کوونکو په خپله رضا دورې سره مرسته وکړه. نن د مسلمانو وروڼو او خویندو په همت شاوخوا ۱۵۰۰۰ افغانۍ مالي مرسته راټوله شوه. د دورې چلوونکو مرسته کوونکو ته له الله جل جلاله نه د نیکې بدلې دعا وکړه.