دوره د ۱۳۹۱هـ ش کال د ثور میاشتې په ۳۰مه د سهار په پنځو بجو پیل او د جوزا میاشتې په ۵مه پای ته ورسېده، چې هره ورځ د یو ساعت لپاره د سهار له پنځو بجو څخه د سهار تر شپږو بجو پورې د محترم مولوی صاحب مظهرالدین فایز لخوا وړاندې شوه، دوره به هره ورځ د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیلیده او بیا د حدیثو له مختصر درس څخه وروسته به د پنځوسو دقیقو لپاره د ورځې موضوع د قرآني آیتونو په رڼا کې وړاندې کېدله، چې هره ورځ د «۱۰۰۰» زرو په شاوخوا کې وروڼو او د «۵۰۰» پنځو سوو په شاوخوا کې خویندو پکې ګډون کاوه. په اوو ورځو کې په نوموړې دوره کې لاندې موضوعات وړاندې شول.
« قرآن پېژندنه، توحید او رسالت، لمونځ، د مؤمن صفات، د ښځې حقوق، انفاق في سبیل الله، دعاء او استغفار»
د دورې په شپږمه ورځ چې د انفاق في سبیل الله په موضوع خبره وشوه،د دورې ګډونوالو د داسې پروګرامونو د دوام په هدف په همدې ورځ او هم په وروستۍ ورځ په زرګونو افغانۍ صدقه او انفاق وکړ چې د دورې مصارف یې پوره کړل.
د دورې په اوومه او وروستۍ ورځ د درس له تقدیم نه وروسته د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي شورا رئیس محترم استاذ نصیر احمد نویدی د جمعیت اصلاح پر اهدافو او پروګرامونو باندې په لنډه توګه رڼا واچوله او د داسې پروګرامونو او برنامو هدف یې هم قدرمنو ګډونوالو ته بیان کړ، له دې وینا څخه وروسته د محترم مولوی صاحب مظهرالدین لخوا د د «۱۵۰۰» مسلمانو مشارکینو په دې مبارک محفل کې په داسې حال کې هر اړخیزه دعاء وشوه چې د رحمت د باران څاڅکې په مسلسله توګه راورېدل او خلکو هم دعاء د خپلو اوښکو په څاڅکو بدرګه کوله، په داسې حال کې چې باران هم وریده خو بیا هم مشارکین د ډېر شوق او ولولې نه له خپلو ځایو نه پاڅېدل او پاک الله تعالی ته یې د تضرع او عاجزۍ لاسونه پورته کړي وو، تر څو يې په ځولۍ کې د رحمت له باران سره یو ځای خپل رحمتونه راووروي او مغفرت او بښنه ورته وکړي، ځکه چې د وروستۍ ورځې درس هم د توبې او استفغار موضوع وه.
One Comment
سيف الله عابد
ما شاء الله- الله باك دي د جمعيت اصلاح د ورونو به جهودو كي بركت واجي- الله باك دي قران به افغانستان كي حاكم كري.