د رسالت شپږمه نوبتي ناسته د روان کال د ثور د میاشتې په ۲۲مه نیټه په ۳:۳۰ بجو د قرآنکریم په تلاوت سره پیل شوه.
په سر کې د رسالت فرهنګي انجمن مشر انجنیر محسن امین د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلو او په دې یې خوښي څرګنده کړه چې په دې ناسته کې د پښتو ژبې تکړه لیکوال او د ژباړې په برخه کې ځلانده څیره محمد زبیر شفیقي راسره میلمه دی. وروسته یې د ښاغلي استاد په آثارو رڼا واچوله.
محمد زبیر شفیقي چې د ډيرو آثارو د لیکلو او ژباړې تر څنګ، پښتو ژبې ته د نسیم حجازي د تاریخي ناولونو د ژباړې ویاړ هم ورپه برخه دی، د ژباړې په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې د مختلفو اولسونو علوم او تجربې سره نږدې کوي.
وروسته یې غونډې ته د ژباړې په اړه خپلې تجربې او اصول وړاندې کړل.
استاد د خپلو خبرو په منځ کې دې ته په ځانګړي ډول اشاره وکړه چې له یوې ژبې څخه بلې ته د ژباړې پر مهال باید د امانت خیال وساتل شي چې دا په دواړو ژبو پوره تسلط ته اړتیا لري. دا یې هم یاده کړه چې د ژباړن لویه اشتباه دا وي چې غواړي هره کلمه وژباړي چې دا په ځینو مواردو کې ستونزه پیدا کوي او په دې برخه کې اصل دا دی چې مفهوم په خپل اصل شکل بلې ژبې ته انتقال شي، اګر که په نورو اصطلاحاتو او ترکیبونو سره هم وي.
له درس وروسته په ژباړه کې د عملي کار لپاره د غونډې په ګډونوالو په عربي، پښتو، دري او انګلیسي ژبو لیکل شوې مقالې وویشل شوې تر څو په ژباړه کې یې یاد شوي اصول پکې عملي شي او په دې توګه د انجمن د غړو د روزنې او پیاوړتیا په موخه کار ترې واخیستل شي.
د غونډې دوهمه برخه د محسن امین په لیکنه (میرمن مې کوما ده او لور مې د الله په رضا ورکوم) کره کتنې ته ځانګړې شوې وه چې په هند کې د لوړو زده کړو محصل وحید الله بهرامي له خوا وړاندې شوه چې د انجمن غړو او د غونډې ګډونوالو یې په هره برخه خپل اندونه ورسره شریک کړل.
د هیواد د نومیالیو ادیبانو د پیژندنې په لړ کې دا ځل استاد خلیل الله خلیلی معرفي شو. احمد شاکر تشنه د استاد خلیلي په ژوند، شعر او نثر مفصلې او په زړه پورې خبرې وکړې.
د ناستې ګډونوال د ژبو او ادبیاتو او ژورنالیزم پوهنځۍ محصلین او د قلم او لیکنې نور مینه وال وو.
د ناستې په پای کې یو ځل بیا محمد زبیر شفیقی ته نوبت ورکړل شو تر څو د غونډې ارزونه وکړي. استاد شفیقی د داسې غونډو تنظیم او برابرول او د دین څخه د دفاع په سنګر کې لیکوال روزل د خیر ګام و باله او د رسالت مسؤلین یې وهڅول تر څو په دی بهیر کې نور ځوانان هم له ځان سره ملګري کړي.
One Comment
دافغانستان اسلامي فرهنګي مرکز
ډير مفيد اوګټور پروګرام رسالت والو ګړي ، مبارک دوي
خوږو وروڼو ! ستاسو دهمت اوهڅو دښو نتيجو زيري درکوم اوديوې خاطرې په ډول دښاغلي ورور شفيقي صيب دشاعري او ليکوالي دپيل دداستان خخه ديوه درس اخستو خواته تاسو رابلم او دشفيقي صيب دلوړ همت او دکار دتسلسل ستاينه کوم، د١٣٥٧ کال په ژمي ١٣٥٨ کال په لومړيو کې چې ما په ميترو حويلي کې شفيقي صيب وليد او بيا په ورسک کې دانجينير صيب عبدالمتين شهيد په اطاق کې به مو دشفيقي صيب ابتدايې شعرونه اوريدل ، نو ډيرو وروڼو به غلي غلي ويل : دا خو ډير کمزورۍ شعر دي خو شهيد انجينر صيب په ويل تشويق يې کړي چې ښه شي ، خو ده خپل همت له لاسه نه ور کاوه بيا همداسې ليکوالې يې در واخله څوکله يې چې ناولونه وژباړل ډيرو نشواي منلي چې دا دې دشفيقي صيب وي هو ! همت او يوه کارته په کلک عزم وړاندي کيد ل سړي دنه منلو کارونه هم کولي شي ، نوشفيقي صيب ته هم دلا اوږد عمر اوتاسوته دکلک عزم او کار دتسلسل توفيق له لوي الله نه غواړم ، ما له دعا مه هيروئ والسلام دشفيقي صيب په ليدو راياد شول مننه
محمد حسن اسلامي