دوره د محترم قاری صاحب عبدالمجید سعادت لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو، بیا محترم مولوی صاحب ضیاء الدین د لمانځه اړوند چې د ورځې موضوع وه څو مبارک حدیثونه قدرمنو ګډونوالو ته وړاندې کړل
په درېیم پړاو کې محترم مولوی صاحب مظهرالدین فایز په پوره تفصیل د قرآني آیتونو په رڼا کې په موضوع رڼا واچوله او له ګډونوالو نه يې د تېرې ورځې د کورنۍ وظیفې پوښتنه وکړه او نوې کورنۍ وظیفه یې هم ورکړه چې ګډونوالو ورته په ډېره ولوله او مینه لبیک ووایه او د عملی کولو ژمنه یې وکړه
په دې ورځ د دورې ګډونوال له ۱۵۰۰ یو زر او پنځوسو کسانو وواښتل، چې له ۱۰۰۰ زرو زیات نارینه او د ۵۰۰ پنځو سوو په شاوخوا کې زنانه وې.
عکاس: محمد مصطفی نويد
2 Comments
نویدی
خوشا به حال شما خدمت گذاران قرآن کریم
إن الله یرفع بهذا الکتاب أقواماً…
احمد نويد
سن تكلف ازنظر شريعت كدام سن ميباشد ؟