راپور: محمد اکرم شیلګری
د ثور د مياشتې په دوویشتم دجمعی مبارکه ورځ دجمعیت اصلاح زابل لخوا دقلات په عیدګاه مسجد کی د قلات ځوانانو، جهادی شخصیتونو او متعلمینو لپاره په اسلام کی دټولنیز کار داهمیت او نورو مهمو مسایلو تر عنوان لاندی یوه غونډه دایره شوه چه دی غونډی ته دقلات دلس ګونو وروڼو تر څنګ دکندهار څخه د جمعیت اصلاح درنو وروڼو دکندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی استادانو هر یوه مولوی صدیق الله میوندوال صاحب، مولانا ضیاء الرحمن صاحب او دکندهار مستقبل تعلیمی مرکز مدیر ډاکتر همت صاحب هم تشریف راوړی وو.
غوڼده اته نیمی بجی شاوخوا دقرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته بیا دقاضی محمد نسیم سمسور لخوا په اسلام کی دځوانانو د مسولیت په هکله دافرادو، ټولنی او بالاخره دټول هیواد اصلاح او دیوه عادلانه نظام دنفاذ په لاره کی هر اړخیزه وینا وکړه.
بیا دکندهار پوهنتون دشرعیاتو پوهنځي استاد ضیآء الرحمن صاحب ته بلنه ورکړل شوه چې د(زما ژوندون داسلام لپاره) تر عنوان لاندی خپل چمتو کړي وینا دقرآن عظیم الشان او نبوی حدیثو په رڼا کی دمسلمان دژوند، ځوانی، مال، صحت او نور ټول استعدادونه داسلام دخپراوی لپاره استعمال کړی او داسلام په لاره کی هر رنګه سرښندنی ته تیار واوسی، بیا دسمسور صاحب لخوا څخه استاد مولوی صدیق الله دکندهار دشرعیاتو پوهنځی استاد ته بلنه ورکړل شوه چې په اسلام کی دټولنیز کار په اهمیت باندی خپل چمتو کړی درس حاضرینو ته وړاندی کړی، مولوی صاحب دخپلو خبرو په لړ کی وویل چه داسلام له تعلیماتو څخه جوتیږی چه اسلام دیوه منظم ټولنیز کار غوښتونکی دی او دمومنانو څخه غوښتنه کوی چې دیوی صالحی ډلی په جوړولو سره داسلام لپاره ګډ او منظم کار وکړي او بالعموم ټول مسلمانان او په ځانګړې توګه ځوانان ددوی دندو اومسولیتونو ته متوجه کړي چې داوسني هر اړخیز یر غل سره مقابله پرته له منظم کار څخه نشی کیدای او که بالفرض دا کار واجب هم نه وای نو واجب بالضروره هم وای نو مونږ یی باید وکړو ځکه چه اوسنی کفری نړی دخپلو باطلو موخو لپاره سره یوخای شوي او اسلام او مسلمانانو د منځه وړلو لپاره مشترکی هلی ځلی کوی نو مسلمانانو او په ځانګړې توګه ځوانانو ته په کار دی چه منظم کار شروع کړی تر څو خپله ټولنه ددی یرغل دتباه کوونکو اثراتو څخه وژغوري.
دغوڼدی نورو ګډونوالو محتر حاجی بازمحمد صاحب، خاکیارصاحب او حاجی عبد الله صاحب چې د زابل له مشهورو جهادی شخصیتونو څخه دي درنو میلمنو ته ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه چه مونږ به انشآءالله هڅي کوو چې خپل ځوانان تشویق کړو چه خپلو دینی او جهادی ارزښتونو ته په ژمنتیا سره دجمعیت اصلاح سره هر اړخیزه مرسته وکړي او د اوسنی عصر تیکنالوجی لکه انترنیت، راډیو، تلویزون او رسنی داسلام په ګټه استعمال کړي.
په پای کی د ډاکتر اسرار احمد مرحوم لخوا ليکل شوې دلویدځ تمدن او مونږ تر عنوان لاندې مقاله چې چې د محمد اکرم شيلګري لخوا ژباړل شوې وه، د ژباړن لخوا حاضرینو ته وړاندی شوه په کومه کی چه دلویځ دکورني او ټولنیز نظام چې دالهی احکامو ته په شاه کولو سره دکومو کړاوونو سره مخامخ دي حاضرینو ته بیان کړل شول.
په غونډه کی دګډون کوونکي یو ورور عبدالرشید چه مور یی په حق رسیدلی وه دقرآن عظیم الشان دیو څو آیتونو په تلاوت او د خاکیار صاحب له خوا دنوموړی روح ته ددعا په کولو سره دا غونډه پای ته ورسیده.
، دیادونی وړ ده چه دپنجشنبی په ورځ دامنیتی ارګانونو لخوا په موټر سایکلانو باندی دبندیز له کبله زمونږ ډیری ملګری ونه توانیدل چه غونډی ته دټاکلی وخت سره سم راورسیږی،
8 Comments
عبد الفتاح جواد - اصلاح میدیا ګروپ
ماشاء الله
نویدی
الله تعالی مو کامیبابه لره
جمعیت اصلاح-ننګرهار پوهنتون
د جمعیت اصلاح افغانستان د ننګرهار پوهنتون مسؤلین او ځوانان د زابل ولایت د جمعیت اصلاح ځوانانو ته د دې نیک قدم د مبارکې ترڅنګ دالله متعال د دربار نه ورته د لازیاتو بریالیتوبونو غوښتونکې دي.
عبدالله نصرت
الله پاک دی دزابل ولایت دجمعیت اصلاح دورونو په هڅو کی برکت واچوي .
محمدې
الله (ج) د هر قدم په بدله کی زرهاوو نيکی ورکړی او د الله (ج) څخه لا نور توفېق غواړم چه دغه ګروپ دعوت په ښه توګه سرته ورسوی.
طیب زابلی
ګرانووروڼوالله دی تاسی تل بریالی اوسرلوړی لری چی زموږولایت موله یاده نه ده ایستلی
دالله ج دی په یادیاست
ستاسی کشرورورطیب (زابلی)
نقیب الله حیات
ماشاءالله! ډیر زیات خوښ شوم، الله پاک دې ستاسو په هڅو کې برکت واچوی.
شکرالله مخلص/ دافغانستان اسلامی فرهنګي مرکز
ما شاء الله الله مو لا بریالی او سرلوړي کړه