محمداصف احمدزی
د جمعيت اصلاح د کارته نو ساحوي دفتر د خپلو غړو او همکارانو په ګډون د خپلو دعوتي او تربيتي پروګرامونو په لړ کې د قرآن پوهنې سترې دورې د جوړولو تابيا وکړه. تصميم ونيول شو چې دا قرآني دوره به د سيد نورمحمد شاه مېنې (کارته نو)، درېيم سړک د سيد نورمحمد شاه عالي لېسې ته مخامخ پارک کې د ۱۳۹۱لمريز د غويي له ۱۶مې پيل او تر ۲۲مې به دوام کوي.
د کمېټو جوړېدل:
د دعوت، نظم، فرهنګي، مالي او خدماتو کمېټې جوړې شوې، چې هرې کمېټې په پوره دلچسپۍ خپلې چارې پيل کړې او له غونډې دوه ورځې مخکې (د غويي ۱۴مه) ټولو کمېټو د خپلو چارو د بشپړوالي خبر ورکړ.
بې ساری لاريون:
د غويي په ۱۵مه، په لسګونه موټر د بګراميو د جومات (قاضي محمدعمر شهيد) څخه د جمعې له لمانځه وروسته تنظيم او د احمدشاه بابا مېنې په لور د خلکو خبرولو په موخه روان شول، د کاروان په لومړي او وروستني موټرو کې لوډسپېکرونه نصب وو، چې له هغه څخه په منظمه توګه د قرآن پوهنې دورې د پيلېدو اعلانونه کېدل او ترڅنګ يې واړه هنډبلونه (لاسي اعلانونه) هم په خلکو وېشل کېدل. کاروان بېرته د بګراميو، سيد نورمحمد شاه مېنې (کارته نو) او شاه شاه شهيد سيمو پورې دوره وکړه، چې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شو. د موټرو د لوډسپېکرونو له لارې د خلکو خبرول د غونډې له وروستۍ ورځې يوه ورځ مخکې هم ترسره شو.
د ځوانانو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې:
د قرآن پوهنې دورې له پيلېدو دوې ورځې مخکې د کارته نو او شاوخوا سيمو لسګونه رضاکارو ځوانانو د کارته نو ساحوي دفتر ته د دې قرآني دورې د برياليتوب په موخه تشريف راوړی وو. له همدغو ځوانانو د غونډې د سيمې د حفاظت او ساتنې په موخه څلوېښت ګروپونه تشکيل شول، چې په نوبت سره يې شپه او ورځ دغه دنده پرمخ بووله.
دغه راز د غونډې په جريان کې د جمعيت اصلاح د ساحوي دفتر په نوښت د ځوانانو لپاره ځانګړې فورمې جوړې شوې وې، چې په هغو کې ځوانانو خپل نومونه د دې لپاره ثبت کړل، چې په راتلونکي کې به له جمعيت اصلاح سره اوږه په اوږه په دعوتي او تربيتي چارو کې ونډه اخلي او د جمعيت اصلاح د پروګرامونو د بريالي کولو په موخه به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
دغه راز د همدغو ځوانانو يوه ځانګړې غونډه ترسره شوه، چې په کې د جمعيت اصلاح د نهاد جوانان مسلمان (نجم) رئيس دکتور رحمت الله زاهد هغوى ته د ((نجم)) به اړه معلومات ورکړل او د ګډون بلنه يې ورکړه، چې دا بلنه ټولو ته د منلو وړ وګرځېده.
د علماء کرامو ونډه:
د قرآن پوهنې دورې په جوړولو او پرمخ بېولو کې د کارته نو او شاوخوا سيمو علماء کرامو ستره ونډه درلوده. هغوی د خپلو جوماتونو د منبرونو له لارې خلک وهڅول، چې په دې سترې قرآني دوره کې ونډه واخلي. دغه راز د دورې په شپږمه ورځ د ۴۵ په شاوخوا کې علماء کرامو د مولانا عبدالصبور په شتون کې ځانګړې غونډه درلوده. مولانا عبدالصبور په خپلو خبرو کې له هغوی مننه وکړه، چې د دې دورې په بريالۍ سرته رسولو کې يې ونډه واخيسته، دغه راز يې د ((مجمع علمى علماء افغانستان)) د بنسټ له جوړېدو هم هغوی خبر کړل او په هغه کې يې له دوی د فعالانه ونډې اخيستو غوښتنه وکړه، چې ټولو په ورين تنده منله.
د خويندو بې ساری ګډون:
د خويندو لپاره ځانګړی ځای په نظر کې نيول شوی ؤ، شاوخوا ترې پرده راتاو شوې وه او سر يې په تجيرونو پوښل شوی ؤ، د تنظيم او ترتيب چارې يې هم د جمعيت اصلاح د همکارو ښځينه غړو په غاړه وې. د خويندو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو په ځانګړي ډول د غونډې د پای په دوو ورځو کې له اټکل زيات شو.
له مولانا عبدالصبور سره د سيمې د خلکو بې کچه مينه:
کله به چې د هرې ورځې درس خلاص شو، نو ګڼ شمېر خلکو به غوښتل چې شيخ القرآن مولانا عبدالصبور سره له ملګرو يې د سهار چای، غرمې او ماخستن ډوډۍ لپاره بوځي. چې دا کار د يوه منظم لست له مخې د غونډې تر پای پورې وغځېد. دې کار ثابته کړه، چې زموږ هېوادوال له علماوو او ديني جريانونو سره مينه لري او هغوی ته د قدر په سترګه ګوري.
په لاندې کرښوکې په لنډ ډول د هرې ورځې راپور وړاندې کېږي:
لومړۍ ورځ:
د قرآن پوهنې دغه شانداره غونډه د کارته نو او شاوخوا سيمو د سلګونو په دين مينو خويندو او وروڼو په ګډون پيل شوه. د غونډې لومړۍ ورځ د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه، بيا د جمعيت اصلاح غړي دوکتور محمدعارف عطايي د حديث شريف درس وړاندې کړ. ورپسې شيخ القرآن مولانا عبدالصبور، په خپلو لومړنيو خبرو کې د دې سترې غونډې پر اهميت او ارزښت رڼا واچوله او زياته يې کړه، چې دا قرآني دوره د يوه ځانګړي قوم، ژبې او سمت غونډه نه ، بلکې دا د ټولو مسلمانانو غونډه ده؛ د هغه چا غونډه ده چې له قرآن کريم سره مينه لري.
مولانا خويندو او وروڼو ته په خطاب کې وويل: تاسو نه د چا د خوشحالولو له پاره راټول شوي ياست او نه هم له چا څخه د تمې لپاره، بلکې د راټولېدو موخه او هدف مو يوازې او يوازې د الله تعالى رضا حاصلول او د هغه په کتاب ځانونه پوهول دي.
له پيليزې وينا وروسته، شيخ القرآن مولانا عبدالصبور د غونډې پر لومړۍ موضوع، چې د قرآن کريم فضيلت او برکت ته ځانګړې شوې وه، هراړخيزه او مفصله رڼا واچوله. نوموړي وويل، چې له دغسې قرآني محفلونو او حلقو پرښتې راچاپېرېږي، ترڅو ورباندې رحمتونه او برکتونه رانازل کړي، قرآن کريم به د خپلو مينه والو شفاعت د آخرت په ورځ کوي. ورپسې د (الفاتحې) او (الاخلاص) سورتونو ژباړه وشوه او د هغو دواړو سورتونو مفاهيم بيان شول.
مولانا عبدالصبور د (السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته) سنت راژوندي کولو په موخه ټولو ته دنده ورکړه، چې له دې وروسته به د دې سنت په دودولو او پلي کولو کې پوره هڅه کوي.
دوهمه ورځ:
د قرآن پوهنې دوهمه ورځ د زرګونو خويندو او وروڼو په ګډون د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه. د حديث شريف درس، چې موضوع يې استقامت وه، د ښاغلي دوکتور محمدعارف عطايي له خوا وړاندې شو.
د دې قرآني جشن د دوهمې ورځې د ګډونوالو شمېر د تېرې ورځې په پرتله دوه برابره شو، دغه راز د خويندو راتګ هم بې ساری و.
شيخ القرآن مولانا عبدالصبور وويل: کله هم چې مسلمان له کومې ستونزې سره مخ شي، نو بايد لمانځه ته مخه کړي؛ ځکه لمونځ د هرې ناروغۍ علاج او ستونزې حل دی. رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله له مشکل سره مخ شو، نو لمانځه ته به يې رجوع کوله او له دې لارې به يې له خپل رب سره راز او نياز کاوه؛ نو بايد همدا لار موږ هم غوره کړو، په ځانګړي ډول په سجدو کې دعاګانې ډېرې کړو.
شيخ القرآن مولانا عبدالصبور د غونډې ګډونوال د جوماتونو اهميت او ارزښت ته متوجه کړل او ويې ويل، چې جوماتونه د تقوا ځای دی، د تربيې ځای دی، نو بايد په جوماتونو کې د قرآن کريم حلقې جوړې شي، د علماء کرامو له خوا د تفسير او احاديثو دورې پيل شي او ماشومانو ته په کې زده کړه او تربيه ورکړل شي. نوموړي د کابل ښار اوسېدونکي د جوماتونو جوړولو ته وهڅول او زياته يې کړه: چې په کابل ښار کې جوماتونه په نشت حساب دي، بايد لا نور جوړ شي، هر ډول آسانتياوې ورته برابرې شي؛ ځکه دا د اسلام د عظمت ښکارندويي کوي او د الله تعالی شعاير بايد په کې ښکاره شي.
مولانا د خپلې عالمانه وينا په ترڅ کې د تهجد پر لمانځه ټينګار وکړ او ويې ويل، چې تر ټولو ښه لمونځ تهجد دی، هر يو بايد دا سنت راژوندی کړو، دعاګانې په کې وکړو، د امت د يووالي او اصلاح لپاره په کې الله تعالی ته زارۍ وکړو، د خپل ګران افغانستان د امن او سوکالۍ لپاره په کې خپل رب ته وژاړو او ترې وغواړو، چې هېواد ته مو سوله او امن راولي، سمسور يې کړي او خلکو ته يې يووالی، مينه، اتفاق ورپه برخه کړي. په تهجدو کې له الله تعالی سره مينه پيدا کېږي او رابطه لانوره ورسره ټينګېږي.
مولانا د خپل بيان په پای کې له ټولو خويندو او وروڼو څخه دا ژمنه واخيسته، چې په خپلو کورونو کې به د سلام اچولو سنت راژوندی کوي. دغه راز هر يو تن به خپلو ښځو ته سلام اچوي او دا سنت به عاموي، بالعکس ښځې به هم همدا کار کوي او خپلو خاوندانو ته به سلام اچوي.
درېيمه ورځ:
په داسې حال کې چې له پاسه د الله رحمت (باران) راورېده، ډلې ډلې خويندې او وروڼه دې قرآن جشن ته راروان وو. د قرآن پوهنې دا ستر جشن د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شو. د حديث شريف درس د جيد عالم، ښاغلي دوکتور محمدعارف عطايي له خوا د تېر په څېر په ښکلو او جذابو الفاظو کې وړاندې شو، چې موضوع يې وه: الولاء والبراء؛ يعنې د خدای جل جلاله په خاطر دوستي او دښمني. هغه وويل: ولاء او براء هغه موضوع ده چې په قرآن کريم کې ورباندې د الله تعالی له توحيد وروسته ډېر ټينګار شوی دی؛ نو لازمه ده موږ وپوهېږو، چې له چاسره دوستي وکړو او له چاسره دښمني؟ مسلمان بايد له بل مسلمان سره دوستي وکړي، خو له کافرانو څخه بېزاري اعلان کړي.
د قرآن پوهنې د درېيمې ورځې موضوع توبه، استغفار او ذکر و، چې ښاغلي شيخ القرآن مولانا عبدالصبور يې په اړه په زړه پورې خبرې وکړې او ويې ويل، چې شيطان تل هڅه کړې، چې انسان له توبه کولو ناهيلی کړي؛ خو الله تعالی په خپله فرمايلي، چې له توبې کولو مه ناهيلي کېږئ. الله تعالی ته چې بنده څومره نږدې کېږي او توبه وباسي، الله جل جلاله پرې خوشحالېږي. هرڅوک چې يو شی جوړ کړي، نو مينه ورسره کوي؛ انسان هم چې د الله تعالی مخلوق دی، مينه ورسره کوي.
د استغفار په اړه مولانا عبدالصبور وويل، چې په استغفار سره د الله رحمتونه راورېږي او د برکتونو دروازې خلاصېږي. په کومو ټولنو او کورونو کې چې تکليفونه او کړاوونه زيات وي، نو استغفار دې زيات کړي، توبه دې وباسي، ذکر دې وکړي، لمونځونه دې ډېر کړي او د قرآن کريم لوستلو ته دې مخه کړي. په قرآن کريم، ذکر او استغفار سره خپل کورونه اباد کړئ، د فساد خپرولو له وسايلو ډډه وکړئ، هغو ته شا کړئ.
څلورمه ورځ:
د قرآن پوهنې څلورمه ورځ چې د ګډونوالو شمېر يې زرګونو تنو ته رسېده، د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه. (امر بالمعروف او نهی عن المنکر) هغه موضوع وه چې په پوره تفصيل سره ښاغلي دوکتور محمدعارف عطايي بيان کړه.
د دې ورځې موضوع سود (ربا) وه، چې د شيخ القرآن مولانا عبدالصبور له لوري پرې هراړخيزه رڼا واچول شوه او ويې ويل، سود په ټولو شريعتونو کې ځکه حرام بللی شوی دی، چې د ټولنې اقتصادي نظام نړوي. په سود کې تل ګټه په نظر کې نيول کېږي او که کله د سودخوړونکي ګټه په خطر کې ولوېږي، نو له بازار څخه خپله پانګه باسي، چې په دې سره مارکېټ او بازار له سقوط سره مخ کېږي. سود په ټولنه کې بغض، حسد او کينه راټوکوي او د ناامنۍ لامل ګرځي.
شيخ القرآن زياته کړه: څوک چې سود اخلي، له هغه برکت الوځي، مال او شتمني يې له منځه ځي، دارايي او دوکان يې سوځي، په کور کې يې اختلاف راپيدا کېږي، د کورنۍ غړي يو د بل خبره نه مني او الله تعالی يې په ټولنه کې ذليلوي. له هغه سره الله تعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم د جنګ اعلان کړی دی. دغه راز زموږ خوږ پيغمبر په سودخوړونکي، سود ورکوونکي، شاهد او ليکونکي لعنت ويلی دی.
مولانا په خپلو خبرو کې د افغانستان اوسني بانکي سيستم ته اشاره وکړه او ويې ويل: نن د بانکونو له لارې په هېواد کې سود خپور شوی او وده يې موندلې ده، بانکونه خلکو ته په سود پيسې ورکوي. افغانستان چې يو غريب ملک دی، د نړيوالو سودخوړونکو پوروړی شوی دی. هغه پر حکومتي چارواکو غږ وکړ، چې نور دې له پور اخيستو ډډه وکړي، له نړيوالو دې نور پور نه اخلي او په دې سره دې راتلونکو نسلونو ته ستونزې نه جوړوي.
په پای کې شيخ القرآن مولانا عبدالصبور د غونډو ټولو ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې هر يو تن مسواک واخلي او په کارولو سره دا هېر شوی سنت بيا راژوندی کړي.
پنځمه ورځ:
د قرآن پوهنې ستره دوره په پنځمه ورځ، چې زرګونو خويندو او وروڼو په کې ګډون کړی وو، د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه.
د حديث شريف درس ښاغلي دوکتور محمدعارف عطايي، چې ((د رسول الله صلی الله عليه وسلم متابعت او پيروي)) يې عنوان و، وړاندې شو. نوموړي د نبوي سنتو په رڼا کې دا موضوع په مفصله توګه بيان کړه او ويې ويل: د نن ورځې مسلمانانو له بده مرغه د سنتو تابعداري پرېښې او پرځاى يې د لوېديځ او نامسلمانو ټولنو او وګړو متابعت پيل کړى دى. عطايي زياته کړه: د سنتو نه پرځاى کول، د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د خپګان او نارضايي توب لامل کېږي. نو اړينه ده چې د سنتو په متابعت کې پوره هڅه وکړو او پرې نه ږدو چې خوږ پيغمبر راڅخه خپه او ناراضه شي.
د دې قرآني جشن د نن ورځې موضوع حجاب وه، چې د شيخ القرآن مولانا عبدالصبور له خوا وړاندې شوه. نوموړي وويل: حجاب (حيا، پرده) هغه موضوع ده چې اسلام ورباندې ډېر ټينګار کړی او دا يې د ټولنې او انسانانو په خير بللى دى؛ په چا کې چي حيا نه وي، ګويا چې هغه ايمان له لاسه ورکړی دی. د شيطان لومړی بريد چې پر انسان يې کړی، هغه د حيا له اړخه و، همدا ده چې انساني شيطانان همدغه وسله اوس هم د مسلمانانو په مقابل کې کاروي. اوسمهال د اختلاط لپاره پوره کوشش روان دی، ترڅو مسلمانان بې حيا کړي او غيرت ترې واخلي، چې په دې سره بيا هغوى نه دين ساتلى شي او نه هم وطن؛ دغه راز دغسې کسان بيا د ملي منافعو ساتندويان نه شي پاتې کېداى او نه هم ترې دفاع کولى شي.
شيخ القرآن زياته کړه، پرده او ستر په اسلام کې حياتي مسئله ده، اسلامي ټولنه په حيا او حجاب بنا ده او بربادي يې هم په بې پردې توب او بې حيايۍ پورې تړلې ده. ښځې د دندې ترسره کولو حق لري، خو هغه مهال چې حيا يې خوندي وي او جلا ځاى ورته په نظر کې نيول شوى وي. په اسلام کې ښځه د تعليم حاصلولو، سوداګري او تفريح کولو…. اجازه لري، خو په دې شرط چې په پرده کې وي.
مولانا پر ټولو ګډونوالو په ځانګړي ډول ځوانانو غږ وکړ، چې له بې حجابۍ سره مبارزه وکړي او پرې نه ږدي، چې په ټولنه کې اخلافي فساد او بې حيايي وده وکړي.
شپږمه ورځ:
په شپږمه ورځ دا مبارکه غونډه د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه. د دې ورځې د حديث موضوع ((توکل)) وه. ښاغلي دوکتور محمدعارف عطايي په دې اړه وويل، چې په توکل سره مسلمانان لوړو پوړيو ته رسېدای شي او د دنيا او آخرت برياليتوبونه يې په برخه کېږي. د نن ورځې د مسلمانانو ستره ستونزه د توکل نه شتون دی. دا چې نن مسلمانان يو بل وژني، يو له بله رشوت اخلي، اختلاس کوي، سود ته مخه کوي، دا او داسې نورې ناوړې کړنې چې ټولنه د تباهۍ په لور بيايي، ترسره کوي، د توکل د نه شتون له امله رامنځ ته کېږي. نو په کار ده چې هر مسلمان د توکل په وسله سمبال شي.
د قرآن پوهنې د دې ورځې موضوع (انفاق في سبيل الله) وه، چې شيخ القرآن مولانا عبدالصبور يې په اړه په عالمانه کې وويل: د انفاق في سبيل الله په ډېرېدو او پراختيا په ټولنه کې بې نظمي او بې وزلي له منځه ځي، په ټولنه کې مساوات او عدالت رامنځ ته کېږي، اقتصاد پياوړی کېږي او بالاخره ټولنه د امن او هوساينې په لور ګامونه اخلي. صدقه د ايمان برهان دی، زکات او صدقه ورکول داسې مثال لري، لکه څوک چې انګور، تاک بوري کوي او يا څوک له څاه اوبه راباسي؛ تاک چې څومره ښه تاک بوري شي، ښه انګور ورکوي او له څاه چې څومره اوبه راووېستل شي، اوبه يې لا ډېرېږي او صفايي مومي؛ نو د زکات او صدقې په ورکړه، مال لا نور هم ډېرېږي او صفاوالی مومي.
نوموړي زياته کړه، که غواړئ له بېماريو علاج ومومئ، نو صدقې ورکولو ته مخه کړئ، خپل مرضونه په صدقې ورکولو سره له منځه يوسئ. دغه راز که غواړئ هغه څوک چې په اسمان کې دی، پر تاسو ورحمېږي، نو تاسو د ځمکې پر خلکو ورحمېږئ (ارحموا من فی الارض، يرحمکم من فی السماء).
شيخ القرآن مولانا عبدالصبور د دې غونډې پر ګډونوالو غږ وکړ، چې له ديني جريانونو سره مرسته وکړئ، د مدرسو او علماوو لاسنيوی وکړئ، خپل زکاتونه او صدقې ديني او خيريه جريانونو ته ورکړئ او په دې توګه د خير په کارونو کې ځانونه شريک کړئ.
کله چې مولانا د انفاق في سبيل الله موضوع په هراړخيزه توګه بيان کړه، نو ټولو برخه والو د دې قرآني جشن د لګښتونو د پيسو ورکولو ته غاړه کېښوده، هغوی ټول د مرستې صندوقونو په لور ولاړل او په دې قرآني جشن کې يې د مالي مرستې له لارې ځانونه شريک کړل.
اوومه او د پای ورځ:
اوومه ورځ هم د قرآن کريم په تلاوت او د يوه حديث په شرحه پيل شوه، خو په دې ورځ د غونډې ګډونوال د تېرو ټولو ورځو په پرتله زيات وو، د خويندو ګډون هم بې ساری وو.
د دې ورځې موضوع د ولسونو د عروج او زوال لاملونو ته ځانګړې شوې وه، چې شيخ القرآن مولانا عبدالصبور هغه په لاندې توګه بيان کړل:
له الله سره رابطه ټينګول د ولسونو د عروج او پرمختګ لومړنی اصل دی. دغه راز د خلکو او ولسونو تنظم او ترتيب هغه عامل دی، چې د ټولنې او خلکو د پرمختګ لامل کېږي. د يوه جماعت او امير شتون هغه اړتيا ده چې د ټولنو د عروج لامل کېږي. اسلام د نظم او جماعتيت خواته خلک هڅوي؛ انفرادي ژوند کول په اسلام کې ځای نه لري. مولانا يادونه وکړه، زموږ په هېواد کې که پخواني او اوسني ګوندونه او مشران يې سم نه وو، نو دا د دې معنا نه ښندي چې نور به دين ته کار نه کوو، دا غلط تصور دی. له حق سره مرسته کول هغه اصل دی، چې د ولسونو د پرمختګ لامل ګرځي. کومه ټولنه او خلک چې د حق مرسته نه کوي، الله تعالی ترقي نه ورکوي. نو د حق د ملګرتيا جذبه بايد په ولس کې راژوندۍ شي. مادي او معنوي اړخونو ته توجه کول د يوه اسلامي حکومت ځانګړنه ده. اسلام نه يواځې معنوياتو ته توجه کړې، بلکې مادي مسئله يې هم له پامه نه ده غورځولې. قانون مراعاتو، ازاد ژوند اختيارول او له غلامۍ ځان خلاصول، پوهې (ديني او دنيايي) ته مخه کول، اجتهاد او څېړنه، صالح قيادت، د ملي ترجيحات لرل هغه لاملونه دي، چې ولسونه ورباندې د عروج او پرمختګ لوړو پوړيو ته رسېدای شي.
مولانا له ټولو ګډونوالو وغوښتل، چې وروسته له دې به هر يو تن له شرابو، پوډرو، هيرويينو، چرسو، سګريټو او نصوارو څخه ځان ژغوري. دغه راز به هر يو تن هر سهار د قرآن کريم يوه برخه تلاوت کوي، چې ټولو ګډونوالو ورسره د هوکړې لاسونه پورته کړل.
وروسته د جمعيت اصلاح افغانستان د مرکزي شورا مشر استاد نصيراحمد نويدي، په خپلو خبرو کې د کارته نو او شاوخوا سيمو له خلکو مننه وکړه، چې په ياد قرآني جشن کې يې په پوره لېوالتيا برخه واخيسته. نوموړي له ټولو ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې د جمعيت اصلاح په پروګرامونو کې د همدې غونډې په څېر ګډون وکړي، ملاتړ يې وکړي او ورسره ملګري شي، ترڅو په ټولنه کې د الله تعالی او د پيغمبر صلی الله عليه وسلم ارشادات جاري او عملي شي.
د يادونې وړ ده، چې د غونډې په شپږمه او اوومه ورځ د قرآن پوهنې دورې د لګښتونو لپاره چنده وشوه، چې په دې دوو ورځو کې د غونډې د نارينه او ښځينه ګډونوالو له خوا مجموعاً يوسلو پنځه شپېته زره نهه سوه شپږ نوي (۱۶۵۹۹۶) افغانۍ راټولې شوې. دې مرستې ثابته کړه، چې زموږ مسلمان ولس د ديني کارونو د پرمخ بېولو لپاره چمتو دی او غواړي په خپلو مرستو او پيسو ديني جريانونه او ټولنې وچلوي.
دا پرتمين او بې ساری قرآني جشن د شيخ القرآن مولانا عبدالصبور په دعا پای ته ورسېد.
[nggallery id=48]
عکسونه: ملا محمد چکري او محمد مصطفی نويد
7 Comments
عبد الفتاح جواد - اصلاح میدیا ګروپ
زه د کارته نو جمعیت اصلاح مسئول دوکتور صاحب فصیح الله او مرستیال ښاغلي حبیب الله ځاځي او نورو ټولو غړو، همکارانو او همفکرانو ته ددې کامیاب پروګرام مبارکي وایم او هیله لرم چې الله(ج) به یې د دوی د حسناتو په میزان کې ورته حساب کړي.
ان شاء الله جمعیت اصلاح به په راتلونکو ورځو کې د کابل ښار په ګڼو سیمو کې دغه ډول سترې قرآني دورې ولري.
رسولي
قاري صیب فصیح الله د دغې سترې دورې چې په کارته نو کې مو پلان کړې وه او په بریالیتوب سرته ورسیده مبارکي درته وایم الله تعالی دې د دې اثرات پر کابل ، افغانستان، اسیا او ټوله نړۍ واچوي او مونږ ټول دې الله تعالی قرآن والا جوړ کړي او قرآني نظام دې الله تعالی په نړۍ کې قایم کړي. آمین
محمد يحيي باركزي
ماشاءالله، الله دى تولو هغو ورونو ته جه ددي بروكرام تنظيم يي كرى اجرونه وركري – كاش كه زه هم هلته واي او له دغي مباركي دوري نه مي فايده اخيستي واي – حامد دراني صيب: ويم بيشكه دي به سرك ولار يي او اجرونه كمايي كوي.
عاطف
از الله متعال برای مسئولین دفترساحوی کارته نو زون مرکز جمعیت اصلاح افغانستان أجر وپاداش عظیم را خواهانم که به تدویر چنین دوره ایمانی وقرانی اهل منطقه کارته نو را نوازش دادن . وبرای مولاناصاحب عبدالصبور مبتکر وبانی این دوره ها صحت کامل عزم متین را درین راه خوهانم یقینا به دیدن چنین مناظر ایمان انسان تازه شده وامید برای تاثیر پیام قران درین ملت متدین میشود .
ان شاء الله همه اطراف کشور
به چنین جشن های ایمانی مزین خواهد شد
محبوب الرحما ن
الله ج د دکارته نو دجمعيت اصلاح ملګري اوهم فکرانو ته اجر عظيم ورکړي اود نورو نيکو اعمالو توفيق ورته دالله ج څخه غواړم
نجیب الله احمدزی
مولوی عبدالصبور د هیواد له پیاوړو علامو څخه ده زه ده او دده په څیر نورو ددین ستورو ته د اوزد ژوند غوښتونکی یم .
سيف الله عابد
ما شاء الله- الله باك دي د جمعيت اصلاح ساحوي دفتر همكارنو به زوند او مال كي بركت واجوي- رشتيا هم جي اسان كار نه وو خو جي نيت خالص وي- الله باك وركي بركت اجوي. زه به خبل وار سره د جمعيت اصلاح د كارته نو ساحوي دفتر تولو همكارانو ته او به خصوصي توكه قاري صاحب فصيح الله- محترم استاد جيب الله ځاځي- استاد عبد الهادي احمدزي- استاد اصف احمدزي- استاد ملا محمد جكري- انجنير صاحب حامد- داكتر صاحب عبد الولي يوسفزي- محترم استاد فضل معبود- قاري صاحب عارف عطايي او داسي نورو تولو ورونو ته مباركي وايم.
الله دي ستاسي هر قدم به ميزان حسنات كي حساب كري او د دي ستر كار به بدل كي درته اجرونه دركري- اميد دي داسي بروكرامونو ته به دوام وركري- والسلام عليكم