راپوور:داکټر محمد شکروحدت
دجمعیت اصلاح دکوټ څانګی خپل اولس ته دالهي پیغام رسولو په موخه دروان کال دثور دمیاشتی په دریمه نیټه چی تر اتمی نیټی پوری دوام وکړ دقران پو هنی دوره دایره کړه.
ددوری مدرس دجمعیت اصلاح دمرکزي شوراغړی اودامام ابو یوسف ددارالعلوم استاد شیخ الحدیث مولوي محمد نعیم (جلیلي )وه.
ددی شپږ ورځنی دوری دهری ورځی درس دماسپښین په دوه نیمو بجو پیل کیدو او دمازدیګر په څلورنیمو بجو پای ته رسیدو.
د دوری دلومړی ورځی ددرس د موضوع عنوان ( توحید اورسالت) و .محترم مولوي صاحب په موضوع باندی دقران کریم او نبوي احادیثو په رڼا کی تفصیلی خبری وکړی او دخپلو خبرپه جریان کی یی وویل دتوحید اورسالت اساسي غوښتنه دځمکی پرمخ دالهي قانون حاکمیت اوپلي کیدل دی .
ددوهمی ورځی درس دمحترم مولوي سیدهاشم (احساس ) له خوا د نبی صل الله علیه وسلم حدیث شریف په لوستلو پیل شو دمهالو یش سره سم محترم استاد جلیلی ورځنۍ موضوع (لمونځ دمؤمن معراج دی ) تر عنوان لاندی وړاندی کړه او دخپلو خبرو په ترڅ کی یی دلمانځه اهمیت،احکام اوغوښتنی واضحه کړی اوویی ویل چی ناقص لمونځ لمونځ کوونکی ته ښیری کوي.
ددریمی ورځی درس د محترم مولوی صاحب ضیأالرحمن له خواد یوحدیث شریف په تشریح پیل شو ددی ورځی موضوع عنوان( مسلمانه کورنۍ )وه نوموړې موضوع دګډونوالو لپاره ځانګړی زړه راښکون در لودلو په ډیری علاقی سره یی ورته غوږ کیښودی وو ګدوونوالو ددرس په پای کی تعهد وکړ چی دخپلو کورنیو داصلاح لپاره به نور غفلت نه کوي اوپه اصلاح کی به دزړه له کومي اقدام کوي.
څلورمه ورځ درس دمولوي صاحب داوود (حلیم) له خوا داتباع الرسول په اړه دحدیث شریف په لوستلو پیل شودحدیث شریف ددرس څخه وروسته محترم مولوی صاحب جلیلي خپل تیارکړی درس چی عنوان وو(دملتونو دزوال لاملونه) په ډیرښه انداز وړاندی کړمحترم جلیلي صاحب دخپل درس په جریان کي دیو ملت دځوړتیا اسباب اوعوامل په تفصیل سره وڅیړل او واضحه یی کړه چی بی دیني دیو ملت دزوال لوي لامل دی.
دپینځمی ورځی درس دننګرهار داسلامي پوهنتون داستاد محمد حسین (روحاني ) له خوا دحدیث شریف په لوستلو پیل شوه ددی ورځی ددرس عنوان (فکراخرت ) ؤ. پدی ورځ دمحترم استاد محمد نعیم جلیلی صاحب دغوښتنی په اساس دجمعیت اصلاح دمرکزي شورا غړي او دامام اوبو یوسف دارالعلوم دحدیثو دلوی دوری استاد شیخ الحدیث مولوي صاحب امین الله ازروال نوموړې موضوع په روانه اوساده ژبه وړاندی کړه چی دګدوونوالو دپوره علاقی وړوګرحیده.
ددوری شپږمه ورځ چی دپای شیبی وی ددوری ځای د ګڼ شمیر ځایي علماوو ،استادانو ،سپین ږیرو ځوانانو او په ډیرګڼ تعداد خویندوباندی ډک وو.
ددرس دپیل څخه وړاندی دسیمی دعلماؤڅخه مولوي ٍثابت الله او مولوي کریم الله ویناوی وکړی او دجمعیت اصلاح فعالیتونه یی دکوټ ولسوالې لپاره مثبت وارزول.
ددی ورځی موضوع انفاق فی سبیل الله وو.محترم استاد دانفاق فی سبیل اهمیت بیان کړ اوتیرجهاد دښه نتایجو دنه لاسته راوړلو یو لامل یی همدا کمی په افغانانو کی په ګوته کړ.ورپسی جمعیت اصلاح غړی او دسلام خصوصي لیسی مدیر ډاکتر سید خالد راشد دجمعیت اصلاح تعارف وکړدراشدصاحب دوینا وروسته ما( دجمعیت اصلاح دکوټ دڅانګی مسؤل ډاکټر محمد شکروحدت )په کوټ ولسوالۍ کی دجمعیت اصلاح دڅانکی په فعالیتونو رڼا واچوله په اخر کی محترم شیخ الحدیث استاد محمد نعیم جلیلي اجتماعي دعا وکړه او داسلامي امت لپاره عموماً او دافغان اولس لپاره یی جامع دعاګانی وکړی ددعا وروسته دمازدیګر لمونځ اداشو.
دمازدیګر له لمانځه څخه وروسته دجمعیت اصلاح دختیځ زون څخه راغلی وفد دسیمی دعلماوو اوسپین ږیرو سره ناسته وکړه او هغوی ته یی خپل فعالیتونه وروپیژندل ،دسیمی دسپین ږیرو په استاذیتوب حاجی صاحب تحصیل خان دهر ډول همکاریو ژمنه وکړه او مجلس دمازدیګرپه شپږو بجوپای ته ورسید.