راپور: صفی الله جوهر
د افغانستان جمعیت اصلاح د کندهار سیمه ایز دفتر د ټاکل شوي کلني پلان پر اساس، د دعوتي وفدونو په سلسه کې دا ځل د زابل تاریخي ولایت ته سفر وکړ، تر څو د دغه ولایت علماء کرام، مشران او ځوانان له ځان سره په دغه روان دیني، دعوتي هر اړخیز بهیر کې شریک کړي.
1 د زابل ولایت په اړه:
– د افغانستان په جنوب لویدځه برخه کې موقیعت لري، چې د لویدیځ لور ته يې د کندهار ولایت، شمال لور ته یې د ارزګان ولایت، ختیځ لور ته یې د غزني او پکتیکا ولایتونه او جنوب لور ته د له پاکستان هیواد سره ګډه پوله لري، دکندهار کابل لویه لار یې له مرکز قلات څخه تیریږي، دغه ولایت له مرکز څخه پرته نهه ولسوالئ لري چې عبارت دي له (شاه جوی، ارغنداب، دایچوپان، میزان، ترنک او جلدک، شینکی، اټغر، شمل زائی او کاکړ). تقریبا درې لکه شاوخوا نفوس لري، چې مساحت یې (۱۷۳۴۳) کیلومتره مربع کیږي، د جنوب غرب حوزې د نورو ولایتونو په څیر د دغه ولایت ډیر وګړي د زدکړې له خواږه نعمت څخه بې برخې دي، چې ورسره ګڼې اقتصادي ستونزې هم لري.
د سفر پیل او د سراچې موټر بار:
د پنجشنبې په ورځ د غوايي د میاشتې په څوارلسمې نیټې د ماسپښین په درې بجو د سفر دعا په لوستلو سره له کندهار څخه د زابل په لور حرکت پیل شو، د معمول په اساس په دغه لین کې سراچه موټر کې له ډریور څخه پرته یولس تنو سپرلي تګ را تګ کاوو، د دغه سفر ګډونوال څلور تنه وو(استاد محمدمزمل اسلامي، استاد عبدالحمید، مولوي عصمت الله او صفی الله جوهر). د کندهار زابل لویه لاره چې ټوله پخه ده، تقریبا له دوه نیم ساعت مزل څخه وروسته زابل ته ورسیدو، بیا هم دغه سفر د ستړي داعي او مجاهد استاد محمد مزمل اسلامي لخوا د جهاد د ویاړلو خاطرو له بیانولو سره مل وو، د مرکز قلات په لوی مسجد کې مو د مازدیګر لمونځ ادا کړ.
د ورونو بې صبره انتظار:
د دغه ځای دعوتګر ورونه د اوږدې مودې راهیسې زمونږ ورتګ ته سترګې په لار وو، هڅاند ورور محمد اکرام شلګری لا له وړاندې له ګڼ شمیر ورونو سره زمونږ د ورتګ خبره شریکه کړې وه، او ټاکل شوي ځای ته یې رابللي وو، قاضي محمدنسیم سمسور او انجینرخلیل الله ایوبي هم له خپلو ملګرو سره یو ځای زمونږ هر کلي ته راغلل، له ماښام لمانځه وروسته په تلاوت سره مجلس پیل شو، درانه استاد محمد مزمل اسلامي د دعوت په هکله مفصله وینا وکړه، او د دې تر څنګ یې زیاته کړه چې د دعوت لپاره د جمعیت اصلاح نوم انتخابول هسې د وخت تقاضا ده ، زمونږ دعوت هماغه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو بلنه ده چې د اسلام هر اړخیز او اصیل فهم په لور دعوت کوو، مونږ د افغانستان د اسلامي نهضت او د نړیوال اسلامي حرکت د دعوت ادامه یو او نه غواړو چې تش په نوم کوم بل تنظیم ته خلک راوبلو.
ټاکل شوی ځای او ډلې ډلې خلک راتلل!
سهار نهه بجې د ملګرو د راتلو لپاره ځای ټاکل شوی وو، چې هلته به مجلس شروع کیږي، پروګرام لپاره لږ کسان رابلل شوي وو، خو د توقع خلاف څوک چې زمونږ د ورتللو څخه خبر شوي وو په ډیره بیړه ډلې ډلې د مجلس ځای ته روارسیدل، د پروګرام ویندويی ښاغلي محمد اکرم شلګري کوله، چې د مولوي صاحب عصمت الله په خواږه اواز کې تلاوت پیل شو، دپیل وینا ښاغلي استاد محمد مزمل اسلامي وکړه چې د اسلامي دعوت دروند پیټی یې له ګډونوالو سره شریک کړ، او د دعوت په هکله یې د جمعیت اصلاح له فعالیتونو څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې مونږ د وخت له ټول عصري وسایلو څخه د اسلامي دعوت او فکر د خپراوي لپاره ګټه اخلو، مونږ غواړو په هراړخیزه توګه د ژوند په ټولو برخو کې د اسلام لپاره کار وکړو، ورپسې صفی الله جوهر اسلام سره د مسلمانانو د تړاو حقیقت موضوع باندې په زړه پورې درس وړاندې کړ.
د ګډونوالو احساساتي غبرګون او بې اختیاره اوښکې!!!!
د مجلس ګډونوالو، قومي مشرانو، سپین ږیرو او ځوانانو د درس څخه وروسته په ډیره بې صبرئ سره د خبرو لپاره د وخت غوښتنه وکړه، په ډیرو احساساتي ویناؤو سره یې تود هرکلی او ښه راغلاست وویل، او زیاته یې کړه چې مونږ درسره په ټولو برخو کې تر خپلې وسې پورې هر راز همکارئ ته چمتو یو، د دغه ولایت دیني عالم او جهاد شخصیت ښاغلی خاکیار صاحب زمونږ په ورتګ ډیره خوښي وښوده، او زیاته یې کړه چې که مونږ خپلو اولادونو ته اسلامي فکر ورونښیو نو بیا به هغوی د جهاد د یونیم میلون شهیدانوارمانونه هیر او دثور اومې او اتمې ورځو ته په یوه سترګه ګوري، یو بل احساساتي ځلمی په مجلس کې پورته شو او یادونه يې وکړه چې تاسو دغه ولایت ته ډیر وروسته تشریف راوړ کاشکې ډیر مخکې راغلي وای او داسې دعوتي کارونه مو پیل کړي وای، یادونه يې وکړه چې د جمعیت اصلاح ټول کارونه ډیر ګټور دي، چې زه یواځې د انټرنیټ له لارې اصلاح انلاین ویپ پاڼې ته لاسرسی لرم، چې ما له دغه ګټور ویبسایټ څخه تقریبا اته سوه مضامین کاپي کړي دي، په غونډه کې ډیرو ګډونوالو خپل احساسات ښکاره کړل او هم یې یو لړ پوښتنې وکړې چې د ښاغلي استاد اسلامي صاحب لخوا ځواب شوې.
داصلاح پیغام پیژندنه او دخلکو تود هرکلی!!!
په غونډه کې د صفي الله جوهر لخوا ګډونوالو ته د اصلاح پیغام وروپیژندل شو، او یادونه وشوه چې د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې هر پنځلس ورځې وروسته په منظمه توګه ویشل کیږي، چې مختلف اړین دیني او ټولنیز معلومات لري، د اصلاح پیغام د ویش سیستم په هکله هم یادونه وشوه، چې په پایله کې د ګډونوالو په بې ساری لیوالتیا سره د درې زره پیغامونو مصارف او ویش په غاړه واخیست، چې په هرو پنځلس ورځو کې به په زابل ولایت کې ویشل کیږي، چې وروسته د ښاغلی قاضی صاحب محمد نسیم سمسور په زابل ولایت کې د د اصلاح پیغام د ولایتي مسؤول په توګه وټاکل شو، چې په خپل انتخاب سره د به اصلاح پیغام اداره جوړوي، او په ټاکلي وخت به پیغامونه تر لوستونکو ورسوي.
د ازاد درس د ځای انتخاب او د غونډې پای!!
د غونډې ګډونوالو غوښتنه وکړه چې جمعیت اصلاح باید په زابل ولایت کې یو ځانګړی دفتر ولري، تر څو مونږ وکولای شو په منظمه توګه په درسونو کې برخه واخلو، چې له مشورې وروسته د عیدګاه جومات د ازاد درس لپاره وټاکل شو، چې له راتلونکې جمعې څخه به هلته ازاد درس پیلیږي، چې هر جمعه به همداسې دوام پیدا کوي، غونډه د غرمې په دولسو بجو په اجتماعي دعا سره پای ته ورسیده، د یادونې وړ ده چې ګډونوالو په زیات شمیر سره د جمعیت اصلاح نشرات (مجلې، کتابونه او..) هم وپیرل.
7 Comments
عبد الفتاح جواد - اصلاح میدیا ګروپ
الله اکبر و لله الحمد
ماشاء الله
الله (ج) مو هر قدم د نیکیو په تله کې په هغه ورځ درته حساب کړه چې په هغه ورځ به له نیک عمل پرته بل څه ګټه نلري.
زه محترم اسلامي صیب، جوهر صیب، شلګري صیب او نورو وروڼو ته د دغه کامیاب فعالیت مبارکي وایم بدې هیله چې زابل ولایت کې د جمعیت اصلاح فعالیتونه لا پسې ګړندي شي.
سیروا علی برکة الله والله معکم
حبیب الله زیار
الله اکبر ولله الحمد
قاضي محمد حسن اسلامي
هوکي! داسلام دعظيم دين سره دملت دلا مضبوطيا او کلک تړاو دساتلو دا منډي ترړي دا سرګردانه ګام په ګام هدفمن سفرونه داستړې ارواوي چې خوب اوارام سره يې په مخه ښه کړي دابه ان شاء الله په ملت کې ديوه ستر ژور بدلون زېري راوړي ، اسلام ته دبيرته راګرځيدو او له فساد بېدينې او غلامۍ سره به د وداع کولو او اسلامي نظام دقيام نښي نښانې را څرګندوي الله تعالى داستاذ محمد مزمل اسلامي او ورسره ملګرو ته اجر ورکړي او دزابل داسلام دوست او په دين مين ولس ددروند هرکلي څخه مننه کوو ، هو داسلامي دعوت دسپاهيانو حوصلي لوړي وساتي (اجرکم على الله) هغه شه اجر ورکوونکي دي والسلام
حمد الله فایق
الله اکبر ولله الحمد!
ډیر د خوښۍ ځای دۍ چې په زابل کې هم د اسلامی دعوت غږ پورته شو.
الله جل جلاله دې ښاغلي استاد اسلامی، صفی الله جوهر، شلګري صیب او نورو ټولو ورونه مزید توفیق ورکړي او په خبلو رسمی او دعوتي چارو کې دې بریالی لري.
مننه
Atiqullah Moneeb
الله اکبر و لله الحمد. الله مو قدم مضبوط کړه.
شکرالله مخلص/ دافغانستان اسلامی فرهنګي مرکز- پيښور
د رابور به لوستلو می د ډېري خوښى نه له سترګو اوښکې رواني شوي الله تعالى د خوږ استاذ محمد مزمل اسلامي په قيادت کې د قندهار د جمعيت اصلاح ورونو دغه هلې ځلې قبولي کړي او اميد دې که د ورونو داخلاص نه ډکې دغه ډول هلې ځلې دوام ولري نو ليري نه ده چې د هيواد په ګوټ ګوټ کې به د اسلام د اصيل فهم داعيان خپل مرکزونه ، درسونه ، برنامي او پروګرمونه ولري الله تعالى نه ورته لا زيات توفيق غواړم
ziaurahman
الله اکبر ولله الحمد
زه هم څخه محترم اسلامی صیب او نورو درنو ورونو ته دالله تعالی څخه داجر عظیم غوشتنه کوم ، الله پاک دی ددوی په جهودو او کوششونو کی خیر او برکت واچوی،
محترمو ورونو: زمونږ اوستاسې پیغام ددین پیغام دی چې ډیر په اخلاص او زړه سوځی باندی ولاړ دی ، او زمونږ اوستاسې ملت هم یو مسلمان او باغیرته ولس او ملت دی یو اځی دوی ته داسلام دصحیح فهم درسولو او ددعوت په کاروان کی دشریکولو ضرورت دی ، که مونږ اوتاسې خپلی هڅی زیاتی کړو نو انشاءالله هغه ورځ لری نه ده چی د هیواد فرد فرد به زمونږ سره ددین دپیټی په اوچتولو کی همکار وی او دزړه له کومی به راسره مرسته کوی.
الله مو موفق لره
ان اجرکم الا علی الله.
فاروق/جلال اباد