د کابل ښار په سيد نورمحمد شاه مېنه (کارته نو) کې د قرآن پوهنې دوهمه ورځ د زرګونو خويندو او وروڼو په ګډون د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه. د حديث شريف درس، چې موضوع يې استقامت وه، د ښاغلي دوکتور محمدعارف عطايي له خوا وړاندې شو.
د دې قرآني جشن په دوهمه ورځ د تېرې ورځې په پرتله د ګډونوالو شمېر يې دوه برابره شوی وی، دغه راز د خويندو راتګ هم بې ساری و.
شيخ القرآن مولانا عبدالصبور د دوهمې ورځ موضوع چې لمونځ ته ځانګړې شوې وه، په خوږو او شاندارو الفاظو حاضرينو ته، چې شمېر يې زرګونو تنو ته رسېده، بيان کړه.
مولانا وويل، که کله هم مسلمان له کومې ستونزې سره مخ شي، نو بايد لمانځه ته مخه کړي، ځکه لمونځ د هر مشکل علاج دی. رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله هم له مشکل سره مخ شو، نو لمونځ به يې رجوع کوله او له دې لارې به يې له خپل رب سره رازو نياز کاوه. دغه راز بايد ټول هغه دعاګانې زده کړئ، چې په سجدو کې ويل کېږي، په سجده کې مسلمان بنده الله تعالی ته ډېر نږدې کېږي، پيغمبر صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو به په سجدو کې دعاګانې کولې او له دې لارې به يې له خپل رب څخه مرسته او نصرت غوښتنه.
شيخ القرآن مولانا عبدالصبور د غونډو ګډونوال د جوماتونو اهميت او ارزښت ته متوجه کړل او ويې ويل، چې جوماتونه د تقوا ځای دی، د تربيې ځای دی، نو بايد په جوتونو کې د قرآن کريم حلقې جوړې شي، د علماء کرامو له خوا د تفسير او احاديثو دورې پيل شي او ماشومانو ته په کې زده کړه او تربيه ورکړل شي. نوموړي د کابل ښار اوسېدونکي د جوماتونو جوړولو ته وهڅول او زياته يې کړه: چې په کابل ښار کې جوماتونه په نشت حساب دي، بايد لا نور جوړ شي، هر ډول اسانتياوې ورته برابرې شي؛ ځکه دا د اسلام د عظمت ښکارندويي کوي او د الله تعالی شعاير بايد په کې ښکاره شي.
مولانا د خپلو عالمانه وينا په ترڅ کې د تهجد پر لمانځه ټينګار وکړ او ويې ويل، چې تر ټولو ښه لمونځ تهجد دی، هر يو بايد دا سنت راژوندی کړو، دعاګانې په کې وکړي، د امت د يووالي او اصلاح لپاره په کې الله تعالی ته زارۍ وکړو، د خپل ګران افغانستان د امن او سوکالۍ لپاره په کې خپل رب ته وژاړو او ترې وغواړو، چې هېواد ته مو سوله او امن راولي، سمسور يې کړي او خلکو ته يې يووالی، مينه، اتفاق ورپه برخه کړي. په تهجدو کې له الله تعالی سره مينه پيدا کېږي او رابطه لانوره ورسره ټينګېږي.
مولانا د خپل بيان په پای کې له ټولو خويندو او وروڼو څخه دا ژمنه واخيسته، چې په خپلو کورونو کې به د سلام اچولو سنت راژوندی کړي. دغه راز به هر يو تن خپلو ښځو ته سلام اچوي او دا سنت به عاموي، بالعکس ښځې به هم همدا کار کوي او خپلو خاوندانو ته به سلام اچوي.
د يادونې وړ ده، چې د قرآن پوهنې دا ستره دوره د روان کال (۱۳۹۱لمريز) د غويي په ۱۶مه پيل او د همدې مياشتې تر ۲۲مې هره ورځ سهارمهال له پنځه نيمو تر اووه بجو پورې دوام لري.
3 Comments
عبد الفتاح جواد - اصلاح میدیا ګروپ
الله اکبر و لله الحمد
حبیب الله زیار
الله اکبر ولله الحمد، الله اکبر ولله الحمد، الله دې ټولو ګډونوالو ته اجرونه ورکړې.
ziaurahman
ماشاءالله موفق اوسی.
مننه