د روان کال د ثور د مياشتې لسمه نېټه د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز په انګر کې د دغه مرکز د عامه فعاليتونو د څانکې له خوا د ثور د اوومې او اتمې په مناسبت يوه پرتمينه غونډه جوړه شوې وه.
غونډه د ماسپښين په درې بجو د حميد الله صديقي له خوا د قرآن کريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز رئيس قاضي محمد حسن اسلامي په افغانستان کې د کمونستانو د نفوذ، ظلمونو اود مجاهدينو د برحق جهاد او قربانيو مفصله رڼا واچوله او برخوالو ته يې د کمونستانو په مقابل کې د افغان جهاد تاريخ د يوې ليدلې کيسې په توګه بيان کړ همد ډول د کمونستانو په ظالمانه فرمانونو ، سازمان ، تعليمي او فرهنګي خيانتونو، د عام ولس سره په پراخه دښمنۍ ، په دين او اسلامي ارزښتونو ددوى په حملو، د خلکو په وهلو شکنجه کولو ، تړلو او زنداني کولو ، په شهادت رسولو او څرخي پله جهنمي زندان او د خاد د خونړۍ شبکي په ظلمونو مفصلي خبري وکړي. د خلق او پرچم په کشمکشونو او بالآخره د جلاد ترکي،امين او جلاد نجيب په بي شمېره ظلمونو د څرخه پله د پوليګون په مظلومو شهيدانو يې مفصله خبره وکړه او همدا رنګه يې د جهاد او مبارزي په ډګر کې د افغان مسلمان ولس د وياړلې او متحدانه شرکت ستاينه وکړه چې د ځوانانو د پام وړ وګرځېدي.
قاضي صاحب په خپلو خبرو کې وويل: دثور د کودتا او روسي يرغل په وړاندي هسي مقاومت وشو چې د کمونيزم د عقيدي ، فکر لاره ډب کړه او بالآخره شوروي هم د نړۍ د نقشي څخه ورک شو
ورپسې د جمعيت اصلاح د مرکزي شورىٰ غړى او د انساني مرستو د مؤسسې رئيس محترم استاذ قاري محمد شير واصل د روسانو په مقابل کې د افغان جهاد د لاسته راوړنو او پايلو په هکله په زړه پورې وينا وکړه او ويې ويل:
دا د افغان جهاد برکت دى چې نن مونږ دلته په اسلامي او ديني احساس راټول شوي يو او د خپل جهاد په افتخاراتو وياړو، که افغان جهاد او د مجاهدينو قرباني نه واى نو نن به نه يواځې په افغانستان بلکه په شاوخوا ګاونډيو هېوادونو سربېره په خليجي هېوادونو کې هم چا کلمه او د اسلام نوم نه شواى اخيستلاى .
واصل صيب د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې افغان جهاد نورې نړۍ او د شوروي حريف امريکا ته هم ګټه ورسوله چې بايد هغوى د افغانانو ددې مرستي مرهون واى خو متاسفانه مونږ اوس هم خپل مقصد ته نه يو رسيدلي او هغه دا چې د اسلامي نظام په راوستو کې پاتي يو.
يا ده دې وي چې د پروګرام په مينځ کې مخ کې تنکيو ځوانانو هر يو فداء الحق او فهيم جان ښکلي انقلابي اشعار وړاندې کړل چې د حاضرينو توجه يې ځان ته راواړوله .
غوڼدې کې د محصلينو او د لېسو شاګردانو برسيره گڼ شمېر استاذانو، سپين ږيرو او مخورو هم کډون کړى ؤ
غونډه د مازديګر په 5:15 بجو د شکرا لله مخلص په دعاء پاى ته ورسېده .
پاتي دې نه وي چې په دغه پرتمينه غونډه کې د سټيج چاري د مرکز د ځوانانو د څانګي مسئول ګل احمد هاتف پر مخ بيولي چې ډير په زړه پورې ډول يې ترسره کړي .
2 Comments
ziaurahman
بارک الله فیکم
الله مو ونازوه.
مننه
فاروق
فريبا نوري
بدون شك كه كودتاي هفت ثور و كشيدن پاي شوروي ها به افغانستان و اقدامات غير مسولانه و كشتار مردم بيگناه توسط حزب دموكراتيك خلق افغانستان در همكاري نزديك با جناح پرچم و حزب شعله اي ها جنايت بزرگ و نا بخشودني بود و است .
……………
و در اين هم شكي نيست كه اساسا جهاد مردم افغانستان يك جنگ برحق بود و افتخارات جهاد نمايندگي از شهامت و غيرت ملي و اسلامي افغان ها مي كند.
……………….
ولي به خاطر امانتداري و احترام به تاريخ و مقدسات آن – لازم است زمانيكه ما به افتخارات ما قبل از 8 ثور ياد مي كنيم و به آن مي باليم . به حوادث وحشتناك بعد از 8 ثور نيز تذكراتي داشته باشيم كه چنين خلاصه مي شود :
………
1- در حق خون شهدا و اروزي مردم افغانستان مبني بر داشتن حكومت اسلامي خيانت و جنايت تاريخي و نا يخشودني صورت گرفت و عاملين ان به همه معلوم است كه جنگ هاي شان هيچ مبناي شرعي و اخلاقي نداشت و صرف به خاطر رفع تشنگي قدرت دست به جنايت زدند
………….
2-بنياد افغانستان از هم گسيخت و شيرازه ملي افغان ها از هم پاشيد و منحيث القوم نا اهل و بي كفايت معرفي شدند
……….
3-سيستم حكومتداري از بين رفت و دارايي هاي حكومتي و مردمي به تاراج رفت – تجاوز بر مال و عزت مردم از خاطرات تلخ بعد از 8 ثور است .
……….
4- سيستم قضايي و عدلي و دفاعي نيم بند و شكننده افغانستان به كلي نابود گرديد و به اشاره اجانب اردوي افغانستان منحل و جايش را مليشه هاي تنظيمي گرفت – منافع مردم افغانستان قرباني منافع تنظيمي و سليقوي رهبران جهاد قرار گرفت و به هزاران انسان صرف در پايتخت به ناحق كشته شد.
…………..
4- دروازه هاي افغانستان به روي استخبارات كشورهاي همسايه باز شد و افغانستان به مسكن و ماواي امن فراريان جهاني مبدل گرديد كه در پي تطبيق آجنداهاي فرامرزي خود شان بودند ولي افغانستان و مردم افغانستان را بدنام كردند.
……………
5- يكي از تحفه ها و پيامده هاي بعد از 8 ثور اشغال و اسارت افغانستان توسط كشور همسايه جنوبي و گماشتگان وفادارش بود كه براي مدت پنج سال افغانستان را به قبرستان خاموش ساكنين آن مبدل نمودند. و افغان ها را مجبور ساختند تا در كوچه هاي پشاور دست به گدايي بزنند.
…………….
6- و بلاخره عملكرد غير مسولانه و رويكرد غير عاقلانه و غيرسياسي مسولين داخلي و خارجي به اصطلاح “امارت اسلامي ” دليلي شد براي دنيا تا دست بكار شوند و در افغانستان حضور پيدا كنند كه مسوليت اين حضور نيز به دوش ” كشورهاي همسايه و اميرالمومنين” و هواخواهانش مي باشد
…………..
به اميد فرداي بهتر
والله اعلم بالصواب