راپور: عبدالله نصرت
دلوی الله پاک په فضل سره دروداتو دجمعیت اصلاح دکلني کاري پلان سره سم دروداتو ولسوالۍ دکمره داخندزادګانو دکلي په جومات کې دقران پوهنی شپږورځنۍ دوره پیل شوه.
دوره دمحترم قاری صاحب طیب الله په تلاوت سره پیل او وروسته د روداتو دجمعیت اصلاح مسؤل عبدالله نصرت افتتاحیه وینا وکړه اودقران پوهنی دشپږ ورځنۍ دورې په اهدافو یې مختصره رڼا واچوله، ددوری ګډونوالو ته یی ښه راغلاست اوهرکلی ووایه.
ورپسی محترم مولانا نورالله صمیم درسول صل الله عیله وسلم داحادیثو څخه یو حدیث شریف تشریح کړ او ويې ویل چی ټول عملونه دنیت په اخلاص پورې تړلي دي او هرهغه عمل چې دهغه په کولو کې اخلاص نه وي الله جل جلاله ته دمنلو وړنه دی، نوراځئ چې په اخلاص سره په دې دوره کې ګډوون وکړواو نورهم ورته دعوت کړو.
دحدیث ددرس څخه وروسته محترم مولوی صاحب محمدشریف رحمانی صاحب دپلان سره سم خپل درس (دقران کریم سره مینه اومحبت )پیل کړ.
محترم شیخ القران مولوي صاحب رحمانی تر حمد او ثنا وروسته وویل:
موږ دالله په فضل دقران کریم تر سيوری لاندې ناست یو، دا دالله انتخاب دی چی موږ یې خپل کتاب ته کښینولو. په دنیا کې چې څوک دچا مینه کوي نو خپل څنګ ته یې راولي اوبیا ورته وايي چی ماسره کښینه بیا ورته ښه تحفه ورکوي اوورته وايي چی ماسره ددی څخه ښه تحفه نشته. دالله چی څوک خوښ شي نوخپل کتاب ته یې کښینوي دلته چې تاسې قران کریم سره مینې را بللي یئ اوناست اوسئ، پدی ډیرخوښ شوم. دالله پاک له موږسره محبت دی قران کریم کی الله پاک دی مطلب ته اشاره کوي اوفرمايی: (ومن یؤت الحکمة فقداوتی خیراً کثیرا) چاته چی دقران کریم علم اوعمل ورکړل شونو ده ته خیرکثیر ورکړل شو.
نبی علیه السلام فرمایی (من یردالله به خیراً یفقهه فی الدین) چا ته چی الله پاک دخیراراده وکړي نو ددین علم ورکوي، دقران کریم علم ورکوي دقران کریم علم ډیرلوی نعمت دی.
نبي علیه السلام فرمایی:(خیرکم من تعلم القران وعلمه). په تاسی کې بهترین هغه څوک دی چی قرآن کریم زده کړي او نورو ته يې وښایی.
بهترین انسان دقران کریم زدکړې ته ناست انسان دی، دده نه بل غوره انسان نشته، هغه ښځه چی د پیغام ته کښیني دهغې نه بله غوره ښځه نشته .الله پاک ته ناخوښ خلک په لعنتی ځایونو کی ناست وی. الله پاک دې ستاسی داخلاص قبول کړي.
زما خوږو وروڼو او خویندو! په دنیا کی خلک خوښۍ تجلیلوي اودخوښیو جشن نشي کله چی څوک زوی ته واده کوي……. په هوټلونو اوکورونو کی خوشالۍ کوي څوک چی مال وګټی نو هغه بیا خوشالي کوي ….. خو داټولی خوشالۍ ندی خوشالي اللله پاک موږ ته ښودلی ده په قران کریم کی الله پاک فرمایی (قل بفضل الله وبرحمته فلذلک فلیفرحوا هو خیراٌ مما یجمعون) پیغمبره ورته ووایه په ایمان سره اوقرآن کریم سره دی ارومرو دی مومنان خوشاله شي. دخوشالۍ شی ایمان دی دخوشالی شی قران دی .ولو که دټولی دنیا امپراطوروي خو چی ایمان ونه لری دقران کریم سره تعلق ونه لري دابربادانسان دی. اصل کامیابي الله پاک سره په مینه کی ده قرآن کریم سره په مینه کی ده….
محترم مولوی صاحب دخپلو خبروپه اخرکی وویل زما خوږورونو قران کریم خلک سمی لاری ته رابولي دادانقلاب کتاب دی داد ازادۍ کتاب دی دخیرلوري ته دبدلون کتاب دی داملت خیرراوړي نوزه دټولو وروڼو اوخویندو څخه تعهد اخلم چی قران کریم ته به کښینوقران کریم به زده کوئ او په خپل ژوندکې به یې عملي کوو.
محترم مولوي صاحب په کی دعا وکړه ددعا څخه وروسته ټولو ګډونوالو دمازدیګرلمونځ په جماعت سره اداکړ او دخپلو کورونو په لوررهي شو.
11 Comments
مصباح الله عبد الباقي
الله تعالى دي همت دركړي، د روداتو د شعبی محترمو ورونو، چی د قران کریم د پیغام عام کولو لپاره نوری هلی ځلی هم وکړۍ، او الله تعالی دی د محترم مولوی صاحب محمد شریف رحمانی په شمول هغه ټولو ورونو ته اجر ورکړي چی په دی دوره کی یی زحمتونه ویستلي دي.
ziaurahman
ماشاءالله
مبارک مو شه رودوالو. الله دی ددغی دوری څخه زمونږ هیوادوالو ته او باالخصوص دروداتو متدین ولس ته خیرکثیر او اجرعظیم نصیب کړی.
آمین
فاروق
رحمت الله زاهد
د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ غيرتي، ميړني او مجاهد اولس ته ددغه سترې دورې د جوړيدو مبارکي وايم، الله دې توفیق ورکړي چې د جمعيت اصلاح سره اوږه په اوږه د دين خدمت وکړي.
افضلي
الله اکبر و لله الحمد
ماشاء الله
حنیف
ماشا الله جمعیت اصلاح افغانستان په ټول هیواد کی یو قرانی کمپاین په لاره اچولی دی چی هر ځای کی دقران پوهنی دور ی شروع شویدی چی د روداتو ولسوالی هم له دغه نیکمرغه کمپاین نه بی برخی پاتی نده د روداتو دولسوالی دینداره خلکو ته له دی امله مبارکی وایم الله متعال دی وکړی چی په قرانی درسونو یی دینی تنده ماته شوی وی
اکمل
اې وروره! دا څه شی دي.
دا عکسونه له خپرولو مخکې یو ځل خپله ګورئ.
د قرآن کریم په دوره کې د پکولونو عکسونه مه خپروئ.
زه په دې پورته دریم عکس څه وکړم؟
کامران نورزی
السلام علیکم !
د جمعیت اصلاح وروڼو ستاسی کار د ستایلو وړ دی چه آن کار مو ولایتونو، ولسوالیو او بیا لیری لیری پرتو سیمو او کلیو او بانډو ته غزیدلی دی.
یوه پوښتنه لرم چه آیا تاسی د خپل کار د نتایجو په هکله کومه برنامه لرۍ یا په بله معنی آیا تاسی پوهیړۍ چه ستاسی کار ټولنه کی څومره مثبت تغیر راوستوی دی یعنی دا چه خپل کارونه څنګه بررسی کوۍ؟
بله پوښته هم همدی ته ورته دی. چه آیا تاسی په هغو ټولنو او کلیو کی چه تاسی هلته د قران کریم د درس دوری ترسره کوۍ د کوم داسی کار پیل کوۍ چه د هغی د بررسۍ په يایله کی تاسی ته دا مفکوره درکوی چه بلی ستاسی کار ښه نتیجه ورکړه او باید نورو ځایو کی ورته کار ترسره شی؟
مننه
محبوب الرحما ن
کامران نوري ته اسلام عليکم
وروره دقران پوهني دوري دولايتونو څخه ولسواليو ته انتقاليدل يوه بيلګه دي مثبت بدلون ده چه دخلکو دغوشتني په اساس دغه دوري له ولا يتو نو څخه ولسواليو ته انتقال شوي او دخلکو زيات شمير ګدون په دغه دورو کي دارزيا بي يوه بيلگه ده او دا دجمعيت اصلاح ملګري ګوري که خلکو کي مثبت بد لون نه واي راغلي او په ټولنه کي يي مثبت بدلون نه واي راوستي نو هيڅ کله به دغه دوري ولسواليو ته نه وي انتقال شوي
درانی
سلامونه او نیکی هیلی می ومنی!
دلوی الله ډیر شکر ګزاره یم چی الله تعالی ځمونږ دکلی مشرانو ته ددی توفیق ورکړه چی د قران دفهم ددوری ګوربتو وکړی، دخپل کلی دځوانانو په نمایندګی زه دجمعیت اصلاح دمشرتابه څخه یو نړی مننه کوم چی دفهم ددوری لپاره یی ځمو نږ دکلی انتخاب وکه. کامیابه او سرفرازه اوسی.
ځما کلی چی همیشه داسلامی تحریکونو کوربه پاتی شوی دی او داسلام د مبین دین لپاره یی دخپلو ځانونو قربانی ورکړی همیشه ویاړ کوی. الله تعالی دی ځما کلی چی دشهیدانو په کلی هم مشهور دی داسلام دسپیځلو مسلمانانو دکوربتو ویاړ ورپه برخه کړی.
جنابی کامران صاحب او اکمل صاحب! هیله کوم چی د تنقید پر ځای دهریو اسلامی تحریک ملګریتا وکړی. نه دا چی د تخریب لپاره کار وکړی. بلغو آنی ولو آیه. دالله پیغام چی څومره خورولی شی خور یی کړی. هدایت ورکول اونه ورکول ددالله کار دی . باور وکی چی دجمعیت اصلاح داکار به ضرور نتیجه ورکړی. زه باور لرم څوک هم چی دالله ددین لپاره کارکوی الله تعالی به ی نه خواروی.
یو ځل بیا هم دټولو دوستانو څخه یوه نړی مننه کوو چا چی هم په دی دوره کی اشتراک کړی او یا یی مالی مرسته کړی.
سیدمصطفی حماس
الله اکبر ولله الحمد
دننگرهار باتوره او باغیرته دین دوسته ولسه افرین
مبارک مو شه تاسو په دین پالنه کی له نورو نه میدان گتلی
خو زمونز په حق کی هم غایبانه دوعا وکری چی الله پاک له مونزه هم په دین باندی دعمل کولو او دین خپروه ولو توفیق راکری
جارالله اخوندزاده
الله تعالى دي همت دركړي، د روداتو د نماینده گی محترمو ورونو، چی د قران کریم د پیغام عام کولو لپاره نوری هلی ځلی هم وکړۍ، او الله تعالی دی د محترم مولوی صاحب محمد شریف رحمانی په شمول هغه ټولو ورونو ته اجر ورکړي چی په دی دوره کی یی زحمتونه ویستلي دي.