رسالت فرهنګي انجمن د روان کال د حمل میاشتې په ۲۵ نیټه د جمعې په ورځ د خپلو لسګونو غړو په شتون کې خپله نوبتي ناسته وکړه.
نوموړی پروګرام د جمعیت اصلاح د خوشحال خان په ساحوي دفتر کې د روح الله ساحل په ویندویۍ او د انجنیر ذبیح الله حلیم په غږ کې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د غونډې لومړۍ برخه د لیکوالۍ په اړه د تیرو درسونو په دوام سره نوي درس ته ځانګړې شوې وه چې د ښاغلي محمد اکبر مؤحد له خوا وړاندې شو. نوموړي په پای کې د ګډون کوونکو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
د غونډې دوهمه برخه د تل په څیر د مؤثر فرهنګي شخصیت د معرفۍ په اړه وه؛ چې په دې ناسته کې د انجنیر عبد الواحد همت په واسطه د هیواد پیاوړی لیکوال او شاعر استاد ګل پاچا پکې معرفي شو. ښاغلي محمد مدثر اسلامي هم د استاد الفت د نثر او ژوند په اړه خپلې خبرې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
د دې ناستې په بله برخه کې د ډاکټر هدایت الله حمیدي نوی لیکلی طنز (بسلماني) کره کتنې ته وړاندې شوه. چې د غوڼدې ګدونوالو یې د جملو د ترکیب، د موضوع د انتخاب، د ژبې د غوراوي او د هغه په نورو بیلابیلو برخو په اړه خپل نظرونه واورول.
د غونډې وروستۍ برخه کې مشاعره وشوه چې ګڼو شاعرانو پکې خپل او د نورو شاعرانو شعرونه ولوستل.
په پای کې روح الله ساحل د رسالت فرهنګي انجمن د اداري مجلس پریکړې واورولې او هم یې له ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه چې خپلې لیکنې د رسالت په بلاګ کې د خپریدلو لپاره په خپل وخت ټاکلي ادرس ته ولیږي.
نوموړې ناسته له دوه ساعتونو وروسته په سید جمال الدین تالار کې د مازدیګر په څلورنیمو بجو پای ته ورسیده.
2 Comments
نویدی
الله تعالی مو کامیابه لره
قلیل دائم خیر من کثیر منقطع
عبیر خالد
ماشاءالله، خداوندا توفیق بیشتر!