په داسې حال کې چې د پسرلي په موسم کې ننګرهار د نارنج سپین ګل او ښایسته بوی لاښایسته کړی وو، د جمعیت اصلاح لخوا جوړې شوې قرآني شپږ ورخنۍ دورې یې ښایست څو برابره کړی وو، دغه دوره چې د ۸۰۰۰۰ بلن لیکونو، ۲۰۰ بینرونو، زرګونه سټیکرونو، اعلانونو او مارش په وسیله د حمل په ۱۳ مه نیټه د یکشنبې په ورځ پیل شو، تر ۱۸ حمل د جمعې ورځې پورې یې دوام وکړ.
د جمعیت اصلاح ننګرهار څانګې په سلګونو غړو، همکارانو او همفکرانو د ښار ګوټ ګوټ او ان ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو ته د قرآن کریم د پیغام اوریدولو په موخه خلکو ته دعوت ورکړ.
سره لدې چې سخته ګرمي او سوځوونکی لمر وو، چې انسان په عادي حالاتو کې ورسره مقاومت نشي کولی مګر د ننګرهار متدین ولس ( نر او ښځې ) د لسګونو زرو په شمیر کې د ګرمو تجیرونو او له هغه نه بهر ګرم لمر ته ناست وو، او په مینه یې درسونه اوریدل.
د جمعیت اصلاح غړو او همکارانو د ننګرهار جمعیت اصلاح مسئول استاد عبد الرحیم صراف په قیادت کې په مسلسله توګه یوه اونۍ د مثالي نظم او قربانۍ څرګندونه وکړه، شپه او ورځ به په عیدګاه چمن کې موجود وو، د پروګرام په وروستۍ ورځ یې هم کله چې چمن پاک او سوتره کړ، بیا کورونو ته لاړل.
د ورې ته راغلو وروڼو او خویندو په خلاص لاس له قرآني درسونو سره مالي مرسته وکړه، یوې خور په یوازې ځان ۱۶۰۰۰ روپۍ چنده ورکړه.
د خویندو شمیر هم د نارینه وو په اندازه وو، د ننګرهار هریوه ورور به ویل زمونږ په کور کې څوک نشته او ټول درسونو ته راغلي دي.
میرمنو به هم د سړیو سره په جماعت لمونځ ادا کړ او بیا به خپلو کورونو ته وخوځیدې.
د عیدګاه جومات شا او خوا لارې او پراخه سرکونه د خلکو د ګڼې او ګوڼې شاهد وو، تردې چې موټرو به پکې لار نشوه موندلی.
د اصلاح پروډکشن ادارې به هره ورځ د تیرې ورځې د درس موضوع په سي ډي او کسیټ کې چمتو کړی او ګډونوالو ته به یې وړاندې کړ.
د اصلاح افکار انتشاراتو هم د خپلو چاپ کړو دیني او فکري کتابونو د وړاندې کولو په موخه یو ستر دوکان جوړ کړی وو چې هر وخت به د هیوادوالو په ګڼه ګوڼه کې پټ وو.
د کابل نه د جمعیت اصلاح مرکزي شورا رئیس استاد نصیر احمد نویدي په قیادت کې یو هیئت دوره کې په وروستیو دوه ورځو کې ګډون وکړ، هیئت کې د مرکزي شورا غړی او د جمعیت اصلاح قیادي شخصیت دوکتور صفت الله قانت، د تربیت مسئول استاد امین الله معتصم ، د ارشاد او دعوت مسئول عبد الفتاح جواد او د اصلاح انلاین مسئول محمد شعیب قریشي شامل وو.
د دورې وروستۍ ورځ شیخ القرآن مولانا عبد الصبور( د اسلامي حکومت ځانګړتیاوې) په موضوع درس وکړ.
له درس وړاندې د جمعیت اصلاح مرکزي شورا رئیس استاد نصیراحمد نویدي، او د ختیځ زون مسئول دوکتور نجیب الله صالح لنډې ویناوې وکړې او د جمعیت اصلاح اهداف یې د ګډونوالو مخې ته کیښودل.
دغه راز د خوشحال خان سیمې جمعیت اصلاح مسئول مولوي محمد امان رسولي په قیادت کې د انجنیرانو یوه ستر ګروپ چې انجنیر نجیب الله امیري، انجنیر محمد شفیق، انجنیر نظرمحمد مطمئین او نور پکې وو هم په خصوصي توګه په دغه دوره کې ګډون وکړ
دوره د شیخ القرآن مولانا عبد الصبور په ایماني او له اخلاص نه ډکه دوعا سره پای ته ورسیده.
تفصيلي راپور يې په لاندې لینک لوستلی شئ
جلال اباد يوځل بيا د قرآن پوهنې د پرتمينې دورې کوربه وو! (تفصيلي راپور)
19 Comments
عبد الفتاح جواد - اصلاح میدیا ګروپ
الحمد لله یوه ډیره کامیابه دوره وه، د خلکو ګډون پکې مثالي وو، ان شاء الله راتلونکی د اسلام دی
واکمن صمیم امین
الحمدلله ډیره کامیابه دوره وه پټه دی پاتی نه وی چې د دوری د پاي شیبو په دعاء کې د الله ج د ویری او ډار څخه ډيری خلکو د دعاء پر مهال په سلګو سلګو ژړل او او لاسونه یی الله ج دربار ته نیولی وه.
سيف الله عابد
ما شاء الله- الله باك دي د مولوي صاحب عبد الصبور او د جمعيت اصلاح د ورونو به زوند او كار كي بركت واجي. د رابور به لوستلو سره مي ستركو كي د خوشحالي اوشكي راغلي. الله مو كامياب و كامران لره- امين ثم امين
فصیح الله
وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (4) بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ (5)
ای الله زموږ ددی مخلصو ورونو هلی ځلی په خپل دربار کی قبولی کړی. ددی په نتیجه کی زموږ دا ښکلی ټاټوبی په قرانی انقلاب لا ښکلی او سمسور کړی. امین
سباوون هیواد
الله اکبر و لله الحمد
په رښتیا چې ددغسې ښه خبر په اوریدو سره انسان بې حده خوشحالیږي او اوښکۍ یې له خوشحالۍ نه نه ودریږي. الله دې جمعیت اصلاح د حاسدانو له نظر نه وساتي او الله دې ورته نور هم برۍ ور نصیب کړي.
عبیدالله
سبحان الله
الله متعال اجر همه اشتراک کننده ها راضایع نکند وبرایشان اجر عظیم نصیب کند.
واقعا بسیار جای مسرت است که ما امروز در کشور خود چون جمعیت اصلاح داریم و مردم را از مزایای این دین اسلام باخبر می کنند.
انشاءالله آینده از متقیان است.
دعا می کنیم که ای الله این جمعیت را بخاطر خدمت که به دین تو می کنند پیروز گردان و مایان را شامل خدمات بااین مردم بگردان
Hakimullah Abed
Allaho Akbar Allaho Akbar
In fact the high participation is a sign of love with Islam and Jamiat-e-eslah.I am so expected that Forign Invaders did not affect the sense of people that they have about Islam.I am fully assured that one day we will see Islamic law ruling Afghanistan and the wishes of our martyer brothers will b fullfilled Inshallah.
Hakimullah from Kandahar
ziaurahman
دالله تعالی په لکونو لکونو شکر دی چی د قرآن پوهنی دغه دوره په ډیری کامیابی او عافیت سره پای ته ورسیده ، او ټولو هغو ورونو او خویندو چی ددی دوری په کامیابی کی برخه اخیستی او خدمت یی کړی دی الله تعالی دی ورته ډیر زیات اجر ورکړی ،
هغه ورونو چی جالب تصویرونه ویستلی وی دهغوی څخه هیله کیږی چی د ګرانو هیوادوالو سره يي شریک کړی. مننه
فاروق/جلال آباد
شکرالله مخلص/ دافغانستان اسلامی فرهنګي مرکز
الله اکبر ولله الحمد
دجمعيت اصلاح مرکزي قيادت او
د ننګر هار د جمعيت اصلاح مسئولينو،غړو او د جلال آباد په قرآن مين ولس ته په ځانګړي ډول او د جمعيت اصلاح ټولو غړو ته د ددغي قرآڼي کاميابي دورې په پاى ته رسيدو مبارکي وايم او د الله نه ورته د قرآني لارښوونو د خپراوي په لاره کې لا زيات توفيق د الله نه عظيم اجر غواړم
حسن اسلامى
ماشاءالله ، الله اکبر ولله الحمد ، ټول دالله فضل او احسان دي ، چې دچا استعدادونه او قوتونه دولس دخير اوقرآن سره دآشنا کولو په ارزښتناک خيري عمل کې تيرشي دا وخت هسي هم تيريژي دريژي نه او نه ذخيره کيژي خو په نيک اوګټور عمل قيمتي کيژي نو خپل وختونو ته ارزښت ورکړي ددي سترې غونډي مبارکي دننګرهار ټول ولس ته وايم الله دورته ددنيا او آخرت دفلاح او نجات توخه وګرځوي
مخلص افغان
Masha’Allah,
That’s great to hear. I’m very happy to hear such a great gathering happening in Jalalabad and thousands of people attending it.
May Allah (SWT) make Jamiat Eslah more strong and powerful to lead us towards right.
Allah (SWT) says when truth comes the falsehood perishes. And it’s going to happen Insha’Allah. We are all with you.
اکمل
ماشاء الله
دا خو ښه پریمانه کسان راټول شوي دي.
زما په فکر په افغانستان کې به لومړی ځل وي چې د قرآن کریم لپاره په دومره ډیر تعداد کې سړي راټول شي.
جمعیت اصلاح والاوو د رب نازولي ښکارئ. له دې فرصت څخه استفاده وکړئ او مه پریږدئ چې تکبر او غفلت درته مخه وکړي.
مونږ د الله په خاطر له تاسو سره یو.
نویدی
لومړی دالله جل جلاله شکر پرځای کوم چې دا ایماني دوره په کامیابۍ سره پای ته ورسیده
همدا راز په خپل وار سره ددې مبارکې دورې په اړه دوې خاطرې داصلاح آنلاین له لوستونکو سره شریکول غواړم:
لومړی داچې ددورې په پای کې بې شمیره ګډون کونکو دشیخ القرآن مولوي عبدالصبور صیب په لور دمینې او اخلاص په جذبه هجوم راوړ او هریوه هڅه کوله چې له شیخ صیب سره مخامخ مصافحه وکړي او دعا ترینه واخلي، دې کار پروګرام له ساحې څخه دمولوي صیب وتل ګران او زنډني کړل په داسې حال کې چې مولوی صیب ناروغه هم ؤ، نو له وروڼو او خویندو څخه مې هیله داده چې دمولوي صیب عبد الصبور د صحت لپاره خصوصي دعاګانې وکړي.
او بل داچې دجمعیت اصلاح د ننګرهار دڅانګې دمسؤول عبد الرحیم صراف صیب ورین تندی او خوشحاله څیره مې نه هیریږي، چې د پروګرام نه وروسته یې دلومړني غبرګون په توګه داسې وویل: دنن ورځې له کامیاب پروګرام نه وروسته مې ټوله ستومانتیا ووتله ، الحمد لله نوره ستړیا نشته.
مطيع الله تائب
كاميابی این همایش بزرگ قرانی را به جمعیت اصلاح و مردم شریف ننگرهار تبریک میگویم..به امید برنامه های کامیاب دیگر جمعیت اصلاح در عرصه های مختلف زندگی و در همه ولایات افغانستان
هدایت الله حمیدی
الله اکبر و لله الحمد
د انسان سترگی پری یخې شي.
بکتاش
قابل تذکر است که دراین برنامه ایمانی هزاران زن مسلمان هم اشتراک نموده بودند
عاشق الله بشری
د ننگرهار هغه مسلمانو ورونو او خویندو چی به دی اجتماع او دوره کی اشتراک درلود باید د عمل کوشش وکری او اوریدل شوی موعظوو ته د عمل جامه ور واغوندی.یوازی به اوریدو,لیدو او اشتراک مسایل نه شی حل کیدای.د عمل ضرورت دی.
اکمل
د نښې منځ دې ویشتلی دی.
بسم الله قانت
ماشاءالله الحمد لله الله اکبر هذا من فضل ربی….