راپور: محمد مدثر اسلامي
د مسلمانو ځوانانو ټولنه (نجم) د جمعیت اصلاح د ځوانانو څانګې بل نوم دی. د نجم هدف د اسلام د صحیح فهم په رڼا کی د ځوان نسل داسې روزنه او تنظیم دی چی د مثبت ټولنيز بدلون او ملي پرمختګ لامل شي.
د مسلمانو ځوانانو ټولنه د حوت په ۱۹مه (مارچ نهمه) د ننګرهار په امام ابویوسف مرکز کې د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا د رئیس استاد نصیر احمد نویدي له خوا رسما پرانیستل شوه او په کار یې پیل وکړ.
د مسلمانو ځوانانو ټولنې اداري هیئت نن د حمل په ۱۸مه په جلال اباد کې خپله اداري غونډه وکړه. غونډه د سهار په نه بجو پیل او یو نیم ساعت یې دوام وکړ.
د غونډې په ترڅ کې د نورو پریکړو سربیره د اداري غړو مسئولیتونه په لاندې ډول وټاکل شو.
ښاغلی ډاکټر رحمت الله زاهد د نجم عمومي رئیس (انتخابي)
ښاغلی ډاکټر هدایت الله حمیدي د نجم سکرتر جنرال (انتخابی)
د تربیت مسئول ښاغلی احمد ارشاد احرار
د تعلیمي چارو مسئول ښاغلی محمد ګلاب توحیدیار
د فرهنګې څانګې مسئول ښاغلی احمد جاوید صالحی
د ارتباطاتو مسئول ښاغلی حمزه مومن حکیمی
د ټولنیزو چارو مسئول ښاغلی محمد مدثر اسلامي
له نوموړو مسئولینو وغوښتل شو چې راتلونکې ناستې ته خپل کلني پلانونه وړاندې کړي.
ښاغلي احمد ارشاد احرار او ښاغلي احمد جاوید صالحي ته دنده وسپارل شوه چې د نجم لپاره د تیار شوي بروشر مسوده له اړوندو ملګرو سره شریکه او په اړه یې نظریات راټول کړي او تر راتلونکې ناستې لس زره جلده چاپ کړي. د اداري هیئت له ټولو ملګرو وغوښتل شو چې په ټولنه کې د نجم معرفي کولو کې له هر ډول ممکنو هڅو کار واخلي.
د غونډې په پای کې د ګډون کوونکو په توافق پریکړه وشوه چې د نجم راتلونکې تفصیلي ناسته به د حمل په ۲۶مه او ۲۷مه د کابل په خوشحال خان کې وي چې په ترڅ کې به یې د نجم د بیلابیلو څانګو کلني پلانونه نهايي شي.
پای
7 Comments
عبدالواحد همت
الله دی د نجم تولو عریو ته توفیق ورکری چه د زمکی پر مخ لکه د آسمان نجم ثاقب و بریشی
فصیح الله
د جمعیت اصلاح شازلمو او د ټول ولس او امت ویاړ او افتخار ځوانانو ! په قدمونو مو برکت شه، سرلوړي اوسۍ، تکړه شي همت وکړی مخ په وړاندی درومی دګران ټاټوبی په پوهنتونونو،مدرسو، لیسو،مکتبونو،کلیو او ښارونو کی ستاسی ورونه تنکی ځوانا ستاسی پیغام او پروګرام ته تږی ناست دی ستاسی په انتظار کی دی،تر څو یی د ژوند دهدف سره آشنا کړی، دعلم او رڼا په لوری یی راوان کړی، دنفرتونو پر ځای د مینی او ورورۍ سبقونه ورزده کړی،د ټولنی په معنوی او مادی سمون کی یی د ځواک څخه کار واخلی، او بالاخره د اسلام د نجات بخونکي دین د عملی نفاذ له لاری یی د دنیا او آخرت د سعادتونو او خوښیو تر پراوه ورسوی
نو ای شازلمو ! دا کار له تاسی لوړ همت او مضبوطه ارده، غوره او عالی اخلاق او نه ستړی کیدونکی هلی ځلی غواړی
آیا تاسی دی ته تیار یاست؟ که بشپړ تابیا ولری نو باور وکړی چی د داسی ځوانانو مخ ته هیڅوک هم ډپ نشی اچولای.لوی الله مو مل شه
مدثر اسلامي
ښاغلی ډاکټر صاحب فصیح الله،
له نازولو مو مننه. زه د نجم په استازیتوب د جمعیت اصلاح ټولو ملګرو او د افغانستان ولس ته ډاډ ورکوم چې د ځوانانو لپاره د اسلامي کار په لار کې هر ډول زحمت او کړاو ته تیار یو. او ان شاءالله ستاسې مشرانو په مشوره به مخ په وړاندې ګامونه اخلو.
له بل پلوه په ځوانانو غږ کوم چې له موږ سره پدې سپیڅلي یون کې ګډ قدمونه پورته کړي څو په ګډه د دې ولس او ټولنې د هوساینې لپاره هلې ځلې وکړو.
اکمل
اسلامي صاحب محترم!
زه د یو مسلمان ځوان په توګه ستا غږ ته لبیک ویلای شم خو مخکې تر دې زه غواړم ستاسو په اهدافو او کارلاین باندې پوه شم.
افضلي
بارک الله فیکم
دکتور صاحب زاهد او ټولو درنو مسئولینو ته مبارکي وایم او په کارونو کې ورته له الله متعال نه د مزید توفیق غوښتونکي یم. بریالي اوسئ
حمزه مؤمن حکیمی
اعضای هیئت اداری از تمام برادران و خواهران مخلص و متدین امید دارد تا برادران خودرا از دعا فراموش ننموده و مخلصانه از الله متعال بخواهید تا این ادارۀ نو بپا را کامیاب نصیب کرده و تیم اداری آنرا توفیق بدهد تا با اخلاص کامل در راه ادای این وجیبه کوشش نموده و راه را برای نسل های بعدی این جریان اسلامی هموار نمایند
عبدالظاهر حمیدی
دکتور صاحب زاهد او ټولو درنو مسئولینو ته مبارکي وایم د جمعیت اصلاح شازلمو او د ټول ولس او امت ویاړ ځوانانو ! سرلوړي اوسۍ، له الله تعالی نه د مزید توفیق غوښتونکي یم.