وحيدالله مصلح
نن په (۱۳۹۱، حمل، ۱۰) نېټه پنجشنبه، په جلال اباد کې د جمعيت اصلاح غړيو او همکارو ځوانانو په جلال اباد کې د قرآن پوهنې د راتلونکې پرتمينې دورې د پوهاوي په موخه لاریون تر سره کړ. د ګډونوالو ګڼ شمېر موټر دې مارش سره مل وو او د قرآن پوهنې د عامه پوهاوي پر بينرونو پوښل شوي وو.
مارش دجمعيت اصلاح له دفتره له غرمې وروسته پر٣ بجو پيل او پر ښار برسېره يې د ښار دنږدې اطرافو دوره ووهله. په ټوله ليار کې لاسي اعلان پاڼې يا (هنډ بيلونه) پر خلکو ويشل کېدل، خلکو بېسارې مينه ښودله او د قرآن پوهنې نوموړې اعلان پاڼې به يې په ډېر شوق او ذوق تر لوستو وروسته په نورو هېوادوالو ويشلې.
د مارش په اوږدو کې په ډېر منظم ډول د لوډ سپېکر له ليارې د قرآن پوهنې د دورې په اړه معلومات ورکول کېدل. په جلال اباد کې دغسې مارش د خپل نوعيت نوې پېښه وه، دا لومړی ځل وو چې د يوه اسلامي کار لپاره د عامه پوهاوي اوږد لاريون تر سره کيږي.
د قرآن پوهنې د دورې لپاره د عامه پوهاوي په دې مارش کې د ځوانانو ونډه له ډېرو ځوانو ولولو، اخلاص او داد نه ډکه وه، ډېر ځوانان د موټرو د ورو مزله سره په تېزو قدمونو پر خلکو لاسي اعلان پاڼې ويشلې، هغوی په ټول ښار کې پر دغسې ګرځېدو د ستړتيا احساس نه کاوه.
د خلکو غبرګون له دعاو، هيلو او احساساتو ډک وو، هغوی له دکانونو، مارکېټونو او کورونو څخه سرکونو ته راوتل او په ډېره مينه به يې د قرآن پوهنې د راتلونکې دورې په اړه معلومات اورېدل او په دې اړه به د لاسي اعلان پاڼو په ترلاسه کولو کې يو له بله مخکې کېدل.
همدا ډول د ننګرهار د علماوو ناپییلې شورا د جمعیت اصلاح جلال آباد دفتر له مسئولينو سره ناسته لرله او د دورې څخه یې پوره ملاتړ وکړ. پدوې کې مولوې حمیدالله د شورا ریس، او د بزازۍ مسجد امام، ، شیخ الحدیث مولوی شیر اکبر، مولوی سید ابرار پاجا، مولوې فضل رحیم د نارنج باغ د مدرسې مهتمم، مولوی احمد شاه د شورا معاون، استاد مزمل، د پارلمان پخوانې غړی حاجې فرید او داسې نور.
دغه راز د ننګرهار د معیوبینو د اتحادیې ریس او ورسره پلاوې هم د جمعیت اصلاح له مسولینو سره کتنه وکړه او خپل هر راز ملاتړ یې څرګند کړ او ویی ویل چی په افتخارې توګه به د دورې لپاره کمپاین کوی او د دورې ټول اشتهارات به د ننګرهار تر ګوت ګوت رسوې.
له قرآن کريم سره د مېرمنو عاطفي او طبيعي تړاو او مينې د مارش ګډونوالو ته بېساری داد ورکړ، دا ډېره جالبه وه چې د ښار په اوږدو کې يو شمېر مېرمنو غريبانه خو له اخلاصه ډک انفاق وکړ، د مارش په اوږدو کې يوې مېرمنې ۵۰۰ روپۍ، بلې ۵۰ روپۍ او درېمې ۱۰ روپۍ ددې په خاطر وکړې چې پرې د قرآن پوهنې د نوموړې دورې لاسي اعلان پاڼې چاپ او پر خلکو وويشل شي.
اټکل کيږي چې ددغسې مارشونو او عامه پوهاوي پروګرامونو له ليارې به په راتلونکې يکشنبه مازيګر، د جلال اباد عيدګاه جومات د لسګونو زره هېوادوالو د ګډون شاهد وي.
9 Comments
نویدی
دننگرهار د جمعیت اصلاح شاه زلمیانو الله تعالی مو دخپل شیخ القران مولوی عبد الصبورصیب سره په خپل حفاظت
کی لره_ آمین
بسم الله قانت
الله رب العزت به جهود شان برکت وبه سع شان رحمت وبه تک تک شان سعادت دارین عنایت فرماید آمین …
زاهد مير
کورنۍ به مو ان شاءالله په ټولې دورې کې، او زه به ان شاءالله د پنج شنبې او جُمعې په ورځ خامخا ګډون پکې وکړم. له الله تعالی څخه غواړم چې دا دوره په خير خيرت سره تيره کړي
جهادیار
اصلاحیانو! مونږ به جهار کوو او تاسې خلکو ته د الله دین و رسوۍ، خدای دې مونږ او تاسو دواړه د الله د رضا لپاره بریالی لري.
الله دې جمعیت اصلاح و الاو ته اجرونه ورکړی.
خو ګورۍ چې مونږ هم له خپلو دعا ګانو هیر نکړۍ.
مننه
سيف الله عابد
ما شا الله دير شه ابتكار دي- د هر نوي شه كار ابتدا تاسي كوي نو حتمي ده تاسي به د تولو روسته راتلونكو شه كارونو كي به اجر كي برخه لري- الله مو هميشه كامباب او كامران لره- امين
محمد آصف
ډير ښه، امید دی چې دا به ښه لویه دوره وي.
او جهادیاره صاحبه! ته هم راته جهاد خوښی ښکارې:)
زاهد
ماشاالله، الله دې نور هم توفيق درکړي چې د الله کلام افغانانو ته وښيئ او افغانانو ته دې الله د ګډون او عمل توفيق ورکړي
واکمن صمیم امین
ماشاءالله ماشاءالله ماشاءالله یعنی دومره خوشحال یم چې ان خپل احساسات نشم څرګندولی، زه هغه کسانو تهچې ددی پروګرام جوړونکې دی که اعلانونکی دی که ګډونوال دی او که نور دی د الله ج څخه ورته د عظیم اجر غوښتنه کوم او په پای کې د فیسبوک له ځوانانو او محترم جواد صیب ته د عظیم اجر غوښتونکی چې په فیسبوک کې یی علنی کمپاین روان کړی.
هدایت الله حمیدی
الله اکبر و لله الحمد