راپور: رفیع الله نظري
د رسول الرحمة سیالۍ چی د جمعیت اصلاح افغنستان د ننګرهار پوهنتون څانګې پر لاره اچولی وه او د تیرې دوشنبې په ورځ یې آزموینه واخیستل شوه ، نن د ۱۳۹۰/۱۲/۲۷ نیټه د شنبې ورځ په دوو نیمو بجو باندې یې د نتایجو د اعلان غونډه وه.
غونډه د سیدحامد او عبادالرحمن په ویاندویی او د قاري سمیع الله په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د پرانیستې وینا لپاره د ننګرهار پوهنتون استاد او دیادې سیالۍ عمومي مسئول ښاغلي شیرزاد عزیزي ته بلنه ورکړل شوه. استاد د خپلی وینا په ترڅ کې وویل چې جمعیت اصلاح غواړي خلکو ته د ژوند هدف ورپه ګوته کړي او دغه پروګرام هم د همدغه هدف لپاره په لار اچول شوې وو ترڅو مسلمانان د خوږ پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له ژوند سره آشنا شي.
استاد زیاته کړه: جمعیت اصلاح د دې لپاره جوړه شویده چی داسلام لپاره کار وکړي، خلک له دین اودیني ارزښتونو سره آشنا کړي اوپه ټولنه کې د اسلام اصیل فهم خپور کړي.
ورپسی استاد د ټولو هغو کسانو نه مننه وکړه چې په دې سیالي کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړې وې او د اتصالات مخابراتي شرکت نه یې هم د دې سیالۍ د مالي تمویل له امله مننه وکړه.
ورپسې د جمعیت اصلاح د ختیځ زون مسئول ښاغلی دکتور نجیب الله صالح ویناوکړه او دغه او دې ته ورته نورې هغه سیرت دورې او سیالۍ چې د جمعیت اصلاح لخوا دهیواد دننه او بهر په مختلفو سیمو کې پر لار اچول شوې یو ډیر ښه ابتکار وباله او ویې ویل چې ددې مبارک ابتکار اساس د جمعیت اصلاح د وروڼو له خوا ایښودل شوی چې نن ورځ د ډیرو خلکو له خوا په مختلفو سیمو کې دسیرت دورې پر لار اچول کیږي.
استاد ددې سیالۍ ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: نن ورځ د میډیا له لارې د فساد ډیری پروګرامونه په لار اچول کیږي، نو زمونږ له خوا تاسې ته ترټولو ستره ډالۍ او جایزه همدا وه چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سیرت مو زده کړ او د هغه له ژوند سره آشنا شوئ.
دکتور صالح زیاته کړه: یوازې دا جوایز او ډالۍ د کامیابۍ په معنی نه ده بلکې ټول هغه کسان چې ثبت نام یې کړی وو کامیاب دي او دا ډالې خومونږ چې څومره کسانو ته وس وو په نظر کې نیولې وې.
استاد د خپلو خبرو په آخر کې د دې سیالي پر لار اچوونکو ځوانانو ته ددعا ترڅنګ د دوی دغه نیک اقدام یې ډیر وستایه او ویې ویل چې که له یوې خوا دښمنان د مسلمانانو په منځ کې د بشریت د ناجي محمد صلی الله علیه وسلم شخصیت باندې د بدګوماني د خپراوي هلې ځلې کوي خو بل لوري ته دغسې ځوانان هم شته چې دنبوي سیرت د سیالیو او دورو په لار اچولو سره خلک د محمد صلی الله علیه وسلم د ژوند سره تړي او له دې لارې د کفارو د زهرجنو تبلیغاتو د اثراتو مخنیوی کوي.
ورپسې د ګډون والو د ستړیا د رفع کولو لپاره غوث نوري او امین الله په غبرګو آوازونو سره یوه ښکلې ترانه وړاندې کړه.
ورپسې د غونډې بل ویناوال د نهاد جوانان مسلمان رییس ښاغلي دکتور رحمت الله زاهد د وینا لپاره را وبلل شو. هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: یوشمیر خلک غواړي د ادب، کلتور او فرهنګ په نوم باندې افغانان بې لاری کړي خو ان شا الله جمعیت اصلاح او تر خوا یې نهاد جوانان مسلمان افغانستان به د دوی د سمې روزنې هڅه کوي او دهغوی د هڅو چی غواړي افغان ځوانان بې لارې کړي مخنیوی به یې کوي او هیڅ کله به پرینږدي چې دوی په خپلو دغه شومو اهدافو کې کامیاب شي.
دوکتور زاهد زیاته کړه چې اوس وخت کې د یو شمیر تلویزیوني چینلونو له خوا د افغان ستوري او ګڼو نورو نومونو له لارې افغان ځوانان بې حیایي او بې لاریتوب خواته را بولي، جمعیت اصلاح افغانستان به د هیواد په ګوټ ګوټ کې په خپلو هڅو سره ځوانان د دغه شان سیاليو له لارې د تعلیم او خپل وخت د ارزښت سره آشنا کړي او د بې لارې کوونکو پروګرامونو نه به ځوانان د دغسې سالمو پروګرامونو خواته راکاږي. چې په دې ترڅ کې یی د۱۳۹۱ کال په نیمايي کې د ټول افغانستان په سطحه د متعلمینو ترمنځ یوه سیالۍ د معارف د ستوري ترنامه لاندې د نهاد جوانان مسلمان افغانستان له خوا په نظر کې نیول شوې ده چی ترلکونو متعلمینو ته به پکې د ګډون زمینه برابره کړي.
د نوموړي پروګرام وروستي ویناوال د اتصالات افغانستان د ختیځ زون مسئول ښاغلی اجمل مومند وو،چې په خپلې وینا سره یې ددې ترڅنګ چې ځوانان یې د جمعیت اصلاح په پروګرامونو کې ګډون ته وهڅول، دجمعیت اصلاح پروګرامونه یی هم وستایل او د لا زیاتولو غوښتنه یی وکړه.
نوموړي زیاته کړه چی اتصالات افغانستان څو څو ځلې په ننګرهار کې د جمعیت اصلاح مسابقې تمویل کړې دي.
ورپسې د جمعیت اصلاح د ختيځ زون مسئول له خوا د اتصالات د ختیځ زون مسئول ښاغلي اجمل مومند ته ترتیب شوی مننلیک ورکړل شو، اوبیا د عبادالرحمن له خوا نتایج اعلان اوپه دې سره د جوایزو د ویش لړۍ پيل شوه چی لومړي،دوهم، او دریم ګټونکي چی په ترتیب سره فرهاد د مصطفی زوی د طب پوهنځی محصل، نادیه د روح الله لور د طب پوهنځي محصله او شجاعت د جنت میر زوی ته جوایز او ترتیب شوي ستاینلیکونه ورکړل شو چی جوایز په ترتیب سره ۲۰۰۰۰ افغانۍ، ۱۰۰۰۰ افغانی او ۵۰۰۰ افغانۍ وې.
پروګرام د مازدیګر په څلور نیمو بجو د ننګرهار پوهنتون استاد ښاغلي اسرارالله همیم په دعایې سره پای ته ورسید.
[nggallery id=43]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د هغو کسانو نومونه چې په مسابقه کې د جوايز وړ ګڼل شوي دي
نمری |
دثبت نام مرکز |
دپلارنوم |
نوم |
ګڼه |
96 |
طب پوهنځی |
مصطفی |
فرهاد |
۱ |
95 |
طب پوهنځی |
روح الله |
نادیه |
۲ |
94 |
عابدخوګیاڼی کورس |
جنت میر |
شجاعت |
۳ |
93 |
طب پوهنځی |
محمدیوسف |
محمد فرید |
۴ |
93 |
طب پوهنځی |
سراج الدین |
نظام الدین |
۵ |
92 |
طب پوهنځی |
روح الله |
مریم |
۶ |
92 |
ننګرهارپوهنتون |
عبدالهادی |
محمدامین |
۷ |
92 |
عابدخوګیاڼی |
شاپور |
شفیق خان |
۸ |
91 |
طب پوهنځی |
حاجی ګل |
زیارت ګل |
۹ |
91 |
طب پوهنځی |
باری داد |
عبیدالله |
۱۰ |
91 |
امام ابویوسف تعلیم مرکز |
صالح محمد |
محمودالحسن |
۱۱ |
91 |
طب پوهنځی |
نظام الدین |
مصطفی |
۱۲ |
91 |
طب پوهنځی |
محمد نور |
حسیب الله |
۱۳ |
91 |
ننګرهارپوهنتون |
غلام حضرت |
وسیع الله |
۱۴ |
90 |
ښوونی او روزنی پوهنځی |
جابرخان |
فریدالله |
۱۵ |
90 |
طب پوهنځی |
عبدالغفور |
شفیع الله |
۱۶ |
90 |
طب پوهنځی |
سلطان محمود |
عبدالقیوم |
۱۷ |
90 |
کمپیوترساینس |
عبدالاحد |
عبدالواحد |
۱۸ |
89 |
عابدخوګیاڼی کورس |
راحت الله |
اسدالله |
۱۹ |
89 |
ننګرهار پوهنتون |
حاجی محمد |
قیاس |
۲۰ |
89 |
امام ابو یوسف |
خان عالم |
محمد ادریس |
۲۱ |
89 |
طب پوهنځی |
محمد عالم |
نجی الله |
۲۲ |
89 |
نامعلوم |
مزمل |
طارق |
۲۳ |
88 |
طب پوهنځی |
عظیم الله |
شهید الله |
۲۴ |
88 |
ننګرهارپوهنتون |
محمد انور |
محمدکمال |
۲۵ |
88 |
ننګرهارپوهنتون |
افریدی |
کلیم الله |
۲۶ |
88 |
طب پوهنځی |
نورالحق |
عبدالله |
۲۷ |
88 |
طب پوهنځی |
خواجه محمد |
سرداراحمد |
۲۸ |
87 |
ننګرهار پوهنتون |
خواجه حبیب الله |
خواجه سعدالله |
۲۹ |
87 |
طب پوهنځی |
عبدالشکور |
حمدالله |
۳۰ |
87 |
ننګرهارپوهنتون |
محمدصابر |
محمدشریف |
۳۱ |
86 |
طب پوهنځی |
غلام صدیق |
توحیده |
۳۲ |
86 |
امام ابویوسف |
معروف |
هما |
۳۳ |
86 |
ننګرهار پوهنتون |
محمداسراییل |
عزت الله |
۳۴ |
86 |
عابدخوګیاڼی کورس |
نادرخان |
محمدداوود |
۳۵ |
85 |
ننګرهارپوهنتون |
وجیه الله |
قسیم الله |
۳۶ |
85 |
الفلاح مدرسه |
امین الله ازره وال |
کریمه |
۳۷ |
85 |
طب پوهنځی |
محمد ابراهیم |
بی بی عالیه |
۳۸ |
85 |
امام ابویوسف |
غلام حضرت |
فضل الله |
۳۹ |
85 |
امام ابویوسف |
یار ملا |
زاهدالله |
۴۰ |
84 |
عابدخوګیاڼی کورس |
عبدالله |
رفیع الله |
۴۱ |
84 |
امام ابویوسف |
لعل خان |
عابدالله |
۴۲ |
84 |
ننګرهارپوهنتون |
محمدا ګل |
صفت الله |
۴۳ |
84 |
ننګرهار پوهنتون |
وحیدالله |
ذبیح الله |
۴۴ |
84 |
طب پوهنځی |
محمدخطاب |
وسیم |
۴۵ |
84 |
الفلاح مدرسه |
عبدالقدوس |
عایشه |
۴۶ |
84 |
امام ابویوسف |
شکرالله |
سعیدالله |
۴۷ |
83 |
امام ابویوسف |
خان عالم |
نوید |
۴۸ |
83 |
طب پوهنځی |
عبدالمتین |
طارق |
۴۹ |
83 |
طب پوهنځی |
عبدالصمد |
روح الله |
۵۰ |
83 |
عابدخوګیاڼی |
جنت میر |
سخاوت |
۵۱ |
83 |
نجم الجهاد |
یارمحمد |
محمدجواد |
۵۲ |
82 |
طب پوهنځی |
محمد اسماعیل |
نصرت الله |
۵۳ |
82 |
ننګرهارپوهنتون |
محمدفضل |
مرتضی |
۵۴ |
82 |
کمپیوټرساینس |
محمدانور |
محمدفرید |
۵۵ |
82 |
ننګرهارپوهنتون |
غوث الدین |
حمادخان |
۵۶ |
82 |
ننګرهارپوهنتون |
فضل احمد |
علی احمد |
۵۷ |
82 |
ننګرهارپوهنتون |
محب الله |
هدایت الله |
۵۸ |
82 |
امام ابویوسف |
شکرالله |
عبدالله |
۵۹ |
82 |
ننګرهارپوهنتون |
عبدالملک |
احمدجاوید |
۶۰ |
82 |
طب پوهنځی |
احمدخان |
زرلشت |
۶۱ |
81 |
طب پوهنځی |
حاجی جمعه خان |
خیال مبارز |
۶۲ |
81 |
امام ابویوسف |
غلام رسول |
لعل ولی |
۶۳ |
81 |
تعلیم اوتربیه |
مطیع الله |
حمیدالله |
۶۴ |
81 |
امام ابویوسف |
محمدنادر |
حذیفه |
۶۵ |
81 |
طب پوهنځی |
سید محسن |
سیدتمیم |
۶۶ |
81 |
امام ابویوسف |
حبیب الله |
حدیق الله |
۶۷ |
81 |
کمپیوټرساینس |
عبدالرحیم |
محمدرحیم |
۶۸ |
81 |
طب پوهنځی |
شیرین ګل |
محمدزبیر |
۶۹ |
81 |
کمپیوټرساینس |
حاجی محمد |
زبیر |
۷۰ |
81 |
طب پوهنځی |
محمدزمان |
مجیب الرحمن |
۷۱ |
81 |
عابدخوګیاڼی |
یارمحمد |
زاهدالله |
۷۲ |
81 |
امام ابویوسف |
سلطان محمود |
ذبیح الله |
۷۳ |
81 |
ننګرهار پوهنتون |
بهرام |
احسان الله |
۷۴ |
81 |
عابدخوګیاڼی کورس |
حلیمزی |
جاویدالرحمن |
۷۵ |
81 |
ننګرهار پوهنتون |
احمدجان |
نورالرحمن |
۷۶ |
81 |
ننګرهار پوهنتون |
بختوخان |
ګل محمد |
۷۷ |
81 |
طب پوهنځی |
نجم الدین |
محمد ناصر |
۷۸ |
81 |
ننګرهارپوهنتون |
محمدحکیم |
حکمت الله |
۷۹ |
80 |
ننګرهارپوهنتون |
محمدسالم |
محمدنصیر |
۸۰ |
80 |
طب پوهنځی |
محمدجمعه |
احمدشاه |
۸۱ |
80 |
عابدخوګیاڼی کورس |
میرزامحمد |
حبیب الرحمن |
۸۲ |
80 |
ننګرهارپوهنتون |
عبدالحبیب |
سید رحیم |
۸۳ |
80 |
ننګرهار پوهنتون |
عبدالغفار |
حمیده |
۸۴ |
80 |
امام ابویوسف |
امت خان |
عبدالرحمن |
۸۵ |
79 |
کمپیوټرساینس |
عجب ګل |
محمدولید |
۸۶ |
79 |
نجم الجهاد |
رحمت الله |
عطا الله |
۸۷ |
79 |
نجم الجهاد |
ګل محمد |
زینب |
۸۸ |
79 |
امام ابویوسف |
کمال الدین |
کریم الله |
۸۹ |
79 |
ننګرهارپوهنتون |
ولایت خان |
نعمت الله |
۹۰ |
79 |
ننګرهار پوهنتون |
محمدطاهر |
حمیدالله |
۹۱ |
79 |
امام ابویوسف |
دین محمد |
لعل محمد |
۹۲ |
79 |
امام ابویوسف |
محمد نور |
اصحاب الحق |
۹۳ |
79 |
طب پوهنځی |
عبدالبصیر |
عبدالحی |
۹۴ |
79 |
طب پوهنځی |
برهان الدین |
عابدالله |
۹۵ |
79 |
ننګرهارپوهنتون |
عبدالجان |
لعل محمد |
۹۶ |
79 |
عابدخوګیاڼی |
بازمحمد |
سمسور |
۹۷ |
78 |
عابدخوګیاڼی |
داودشاه |
عرفان الله |
۹۸ |
78 |
ننګرهارپوهنتون |
ګل آغا |
ګلالی |
۹۹ |
78 |
کامه سنګرسرای |
ګل محمد |
عبدالصمد |
۱۰۰ |
78 |
امام ابویوسف |
عبدالصبور |
شایق |
۱۰۲ |
78 |
عابدخوګیاڼی |
محمدصادق |
محمدآصف |
۱۰۳ |
78 |
امام ابویوسف |
اسرارالدین |
توفیق الله |
۱۰۴ |
78 |
ننګرهار پوهنتون |
صفی الله |
محب الله |
۱۰۵ |
3 Comments
نوراحمدحمیدی
دهرناروا کاردمخنیوی یه صورت کی دهغه بدیل پکاردی الحمدلله دجمعیت اصلاح ورونوته الله پاک داتوفیق نصیب کرچه که یوطرف ته دستاره افغان په شان مبتذل پروگرامونه زپی خوله بل پلوه یی بدیل هم زمونزتولنی ته وراندی کوی دستاره سیرت په پروگرمونوکی زمونزمسلمان زوانانودخپل پیعبرصلی الله علیه وسلم سره دخپلی مینی اومحبت اظهاروکرالله پاک دی دپروگرم جورونکوته اجرنصیب کری الله پاک دی مونزتولوته دپیغمبرصلی الله علیه وسلم سره دمحبت په نتیجه کی دهغه صلی الله علیه وسلم شفاعت نصیب کری امین
احمد
السلام عليكم ورحمت الله وبركاته
دد مسابقی پوره نتایج به کله په اصلاح آنلاین کی خپاره شی
سیدعلم سدید
الحمد لله خیلها جای افتخار است اکثرآ ازپوهنخی طب