اصلاح رسنیز ګروپ:
د لوګر ولایت دجمعیت اصلاح ساحوی دفتر او څانګې په ابتکار د سيرت النبي صلی الله عليه وسلم د مسابقې کومه چې د لوګر ولايت د مسلمانو او تنکيو ځوانانو او محصلینو ترمنځ په لار اچول شوې وه اود حوت په ۱۸ مه يې ازموينه اخستل شوې وه،د پنجشنبې په ورځ دحوت په ۲۵ نېټه د جوايزو د توزېع غونډه دپل علم په جامع مسجد کې جوړه شوه.
غونډه د قاري صاحب عبدالسلام په تلاوت پيل شوه، وروسته محترم قاضي صاحب سراج الحق مياخېل د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سيرت په اهميت او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مسلمانانو باندې دحقوقو په اړه هر اړخيزه وينا وکړه او د خپلو خبرو په ترڅ کې يې وويل، نن چې جمعيت اصلاح ځوان نسل د خوږ پېغمبر د سيرت او کارنامو څخه خبروي الله تعالی دغه ستر افتخار د جمعيت اصلاح په برخه کړی دی.
ددغو سيرت مقابلو، سيرت غونډو او نورو مجالسو په ذریعه کولی شو چې د نړۍ د باطلو قوتونو لخوا د اسلام په ضد کوم توپان شروع شوی دی دهغو مقابله وکړو.
ورپسې د لوګر عالي دارالمعلمين استاد قاضي عبدالحميد حليمي د ځوانانو په مسئوليت او په هېواد کې د موجوده ننګونو او ستونزو، د لويديځ د فکري يرغل او نورو ګڼو مسايلو په اړه هر اړخيزه وينا وکړه اود خپلو خبرو په ترڅ کيې زياته کړه، چې د تاريخ په اوږدو کې د اسلام د عظيم دين د بيا را ژوندي کولو او د هغه د احکامو دپلي لپاره هڅه او د دغه دروند پيټي د اوچتولو لپاره اوږه ورکړې ده هغه ځوانان دي او د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر څنګ چې هم کو خلک راټول شوي وو، هغه ا کثره ځوانان وو.
ورپسې د لوګر جيد عالم مولوي صاحب نياز محمد د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اخلاقو خبرې وکړې او د جمعيت اصلاح لخوا د داسې غونډو او د سيرت مسابقو جوړول يې ارزښتمن وګڼل او زياته يې کړه چې جمعيت اصلاح تل د دين د احياء لپاره په ټولنه کې هڅه او کښښ کړی اودغه هڅه او لړۍ بايد همداسې دوام وکړي، نوموړي په عمومي ډول ټول مسلمانان او په ځانګړي ډول ځوانان دامر بالمعروف او نهې عن المنکر سترې فريضې او مسئوليت اداء کولو ته وهڅول.
ورپسې د لوګر ولايت د جمعيت اصلاح د ساحوي د فتر مسئول ډاکټر عبدالقدوس احمدي د ټولو برخوالو ځوانانو او د لوګر د شريفو خلکو څخه په دينو پروګرامونو کې د فعالانه ونډې اخستلو څخه مننه وکړه او په لوګر کې يې د جمعيت اصلاح په فعاليتونو او کړنو خبرې وکړې، نوموړي د هغو خيرخواه خلکو څخه هم مننه وکړه چې د جمعيت اصلاح لخوا د جوړې شوې سيرت مسابقې لپاره يې مالي مرسته کړې وه.
ورپسې د لوګر ولايت د جمعيت اصلاح د څانګې مالي مسئول ډاکټر محمد سعيد له لوري دهغو وروڼو نومونه اعلان شول چې دسیرت په مسابقه کې بریالي شوي دي. ددغې مسابقې د لومړۍ جايزې ګټونکی ښاغلی محمد بلال چې دلوګر ولايت د مرکز بابوس اوسېدونکی او د طب پوهنځي محصل و، هغه ته په جايزه کې يو بایسکل او د لوګر ولايت د باغدارۍ شرکت د رئيس ښاغلي ميرويس کرنمل لخوا پنځه زره افغانۍ ا نعام ورکړل شوې.
همدا شان دویم او دریم ګټونکي ته هم یو یو بایسکل او له څلورم نه تر شپږم ګټونکي ته یو یو ډیجیټل قرآن کریم ، همدا شان تر دیرشم ګټونکي پورې مختلفې جایزې ورکړل شوې.
دیادونې وړ ده چې ددې مسابقې ټول مصارف او جوایز د لوګر ولایت د ځینو خیر دوسته تاجرانو او خلکو له لوري تهیه شوي وو.
د سيرت النبي مسابقې د ډالیو دویش دغه غونډه د مولوي صاحب محمد نبي محمدي لخوا د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.
[nggallery id=42]
One Comment
ziaurahman
ما شاءالله ، الله مو کامیاب لره.
آمین