د افغانستان اسلامی فرهنګی مرکز پیښور کی د ایمانیاتو او سیرت لس ورځنی دوره چی د پوهندوی استاذ عبدالواسع صابر لخوا د ۱۳۹۰ لمریز کال د کب د میاشتې په۱۱ نیټه د پنجشنبی په ورځ پیل شوه او د کب د میاشتې په ۲۰ نیټه په بریالیتوب سره پای ته ورسیده چی د سیمی د تعلیمی ادارو شاګردانو، محصلینو، استاذانو او دنبوی سیرت مینه والو په کی ګډون وکړ.
درس به هره ورځ د ماسپښین له دوه بجو څخه تر څلورو بجو پوری دوام درلود او تر دوه سوه تنوپوری ورونواو خویندو په کی ګډون کاوه.
د دوری د پای نه یوه ورځ وروسته د یکشنبی په ورځ د کب د میاشتی په یویشتمه نیټه سهار نهه بجی په مرکز فرهنګی اسلامی افغانستان کی د سیرت شانداره مسابقه ترسره شوه چی د سیمی د ۳۰ تعلیمی ادارو نزدی سل تنو په کی ګډون کړی وو چی ۱۷ تنه په کی خویندی وی . د مسابقی لپاره د محمد عبدالحی کتاب حیات طیبه ( سپیڅلی ژوند) چی استاذ حقپال پښتو ته ژباړلی دی ټاکل شوی وو .
د ددغه شانداره مسابقی پایلی به ان شاء الله د ۱۳۹۱ کال د وری د میاشتی په ۶ نیټه د یکشنبی په ورځ د د ماسپښین په دوه بجو دیو شاندار سیرت کنفرانس په ترڅ کی اعلانیږی او لسو لومړنیو کامیابو ګډون کوونکو ته به جوایز ورکول کیږی.