راپور :رفیع الله نظري
درسول الرحمة ترنامه لاندی دیادی سیالی امتحان نن دحوت د میاشتی په ۲۲ د ماسپښین په دوو بجو د شاوخوا ۲۰۰۰ تنو په ګډون چی تر۲۰۰ پوری خویندی هم پکی وی واخیستل شوه.
دیادی سیالی آزموینه په دوه بیلو ځایونو کی یعنی د ذکور آزموینه د ننګرهارولایت په عیدګاه جومات او د خویندو آزموینه دامام ابویوسف تعلیمی مرکز په انګړکی واخیستل شوه.
یاده سیالی چی دجمعیت اصلاح افغانستان د ننګرهار پوهنتون د څانګی له خوا په لار اچول شوی وه،په دی تعداد ګډون کوونکو سره يی په افغانستان کی د نبوی سیرت ترټولی ستره سیالی ویاړ خپل کړ.
د یادولو وړ ده چی د یادی سیالی د امتحان نتایج به ډير ژر د اصلاح انلاین سایت، ننګرهار پوهنتون، اما ابویوسف تعلیمی مرکز او عابد خوګیاڼی کورس کی وزړول شي او ټاکل شوی جوایز به ګټونکو ته د شنبی په ورځ د حوت دمیاشتی په ۲۷ نیټه د ماسپښین په دوو بجو دامامابویوسف تعلیمی مرکز کی د یوی ځانګړی پروګرام په ترڅ کی ورکړل شي.