راپور: عبدالصبور او توحيدیار
gulab.tawhidyar@gmail.com
دروان ۱۳۹۰ هـ ل کال دحوت په ۱۶ مه دچهارشنبې په ماسپښين دپورته سرلیک لاندی ګردی میز جمعیت اصلاح دجلال اباد څانګې له خوا جوړشوی ؤ.
دګردي میزمیلمانه دافغانستان دستراتیژیکو اوسیمئزو مطالعاتو اوڅیړنو دمرکز رئس استاد دوکتور صفت الله قانت اودیاد مرکز دتحقیقي ژورنال مدیر ځوان سیاسي شنونکی اوڅېړونکی ډاکتر وحیدالله مصلح ؤ.
هغه غونډه چې له همدې امله جوړه شوې وه دقاري ظاهرشاه لخوادقران عظیم الشان په تلاوت او دسلام پوهنتون استاد داکټرسیدخالد راشد په ویاندويۍ پیل شوه
په پیل کې دجمعیت اصلاح دننګرهار ولایت مسؤل استاد عبدالرحیم صراف خپلومیلمنو اودغونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته يې کړه زمونږ هېواد اوس مهال په ډیرو حساسو شیبوکې قرار لري او مونږ غواړو چې خپل هېوادوال ددې ستراتیژیک تړن په ناوړه اغزو خبرکړو .
له دې وروسته د ګردي میز لومړي ویناوال دوکتور صفت الله قانت دستراتیژیک تړون په سياسي اغیزو رڼا واچوله وويل د امريکا هر ډول شتون په افغانستان کې د دي هيواد د ګټو لپاره يو لې ګواښ دې استاد د نظامي اډو په تاريخي سير رڼا واچوله او وويل کله چې دويمه نړيواله جګړه پاې ته ورسيده نو نړي په دووبلاکونو وويشل شوه چې يو يې د سرمايه دارانه نظام په مشرۍ امريکا واخيست او بل د کمونستي نظام په مشرې اتحاد شوروي واخيست چې امريکا ددويمې نړيوالې جګړي وروسته د اول ځل لپاره د نظامي اډو تهذيب رايج کړ او په مات جاپان او جرمني کې يې اډې جوړې کړې او ددوي په تعقيب نورو هيوادونو لکه شوروي او نورو د اډو په جوړولو پيل وکړ.
په کانډا کې ديو سروي مطابق امريکا په ټوله نړې کې نږدې ۸۰۰ او يا تر ۱۰۰۰ پورې نظامې اډ ې په ۱۳۰ هيوادونو کې لري په افغانستان کې دا پديده هغه وخت مطرح شوه کله چې د امريکا دوه سناتوران جان مکين او او هيلري کلنټن دي هيواد ته راغله او د افغان حکومت سره يې داخبره مطرح کړه او ميډيا ددې خبر انګازې خپرې کړې او ځينې ځايونه يې په نښه کړ ه چې بايد هلته اډې ولري لکه بګرام،شين ډنډ،کندهار،هلمنداو خوست او نورو ۲۰ مهم نقات چې د پوستو په شکل وي پّه نښه کړل.
استاد زياته کړه چې ځينې خلک واي چې دا اډې زمونږ په ګټه دي او د مشکل په وخت کې به امريکايان زمونږ په کار شي خو ولې دا خبره غلطه ده ځکه مونږ داسې مثالونه لرو چې هغې ثابته کړې چې امريکا په نظامي اډو کې خپلې ګټې لري او د نورو ګټو او مشکلاتو د حل په فکر کې نه دي .
لکه.
کله چې د پاکستان او هندوستان جنګ وو نو د امريکا اډي په پاکستان کې مو جودې خو هغوي هېڅ و نشو کړې يا لکه په جاپان ،کوريا ،المان او نورو ډيرو هيوادونو کې له د ې امله چې د امريکا اډې دې هلته ختمې شي مظاهرې وشوې خو دا چې د امريکا اهداف لا ترسره شوي نه دي نو د امريکاله خوا دې مظاهرو ته هېڅ جواب ورنه کړل شو.
دګردي میز دویم وینا وال داکتر وحیدالله مصلح دامریکايي اډو( ستراتیژیک تړون ) ټولنېزې او اقتصادي اغېزې ترڅېړنې او بحث لاندې ونېولې اولاندې څوهم فکتورونه يې شرحه کړل.
د امريکا اوږدمهاله نظامي شتون فرهنګي اغېزې!
د افغانستان فرهنګي او تاريخي شاليد ته په کتو سره به امريکايان اړ وي چې ددې سيمې د کلتوري پردۍ کونې پر پروسې غور وکړي. تر هغه چې ددې سيمې فرهنګي ارزښتونه ذليل نه شي ترهغې به دلته جګړه وي او دلته به د امريکا اوږدمهاله نظامي شتون له پراخه جګړه ايزې محاصرې په دننه کې بې امنه وي. کله چې هغوی د اوږد مهاله شتون خبره کوي نو ددې اړتيا ده چې ددې سيمې ازادي پالنه، دينداري، کورنی نظام، د ښځې تمدني حيثيت، د ژبو انډول، قومي ورورولي، د دولت مرکزي نظام، اخلاقي ارزښتونه، تعليمي نظام او دټولو کلتوري بنسټونو د اړولو او تخميرولو منظم فرهنګي تیری ولري.
استعمار او مسيحي راتلونکی!
کله چې د لويديز استعمار خبره کيږي نو د هغوی ستونزه يوازې نفت او د نړۍ ستراتيژيک موقعيتونه نه دي، بلکه دا جګړه د يوه تمدني او نړيوال نظم په تناظر کې مخې ته د عيسوي پراختيا يوه خطرناکه اجنډا هم لري. د امريکا پوځونو ته د مورال ورکولو په خاطر که په پوځي چاوڼيو کې عيسوي راهبان عيسوي خيالي فلسفې غږوي نو د ځايي خلکو د عقيدوي بدلون په برخه کې د کليسا د ناقوس ګردونه د مسلمانو ملتونو پر عقيدوي سپېڅلتياو هم پردې اچوي.
کله چې مونږ د استعمار په تاريخ کې د بېلګې په توګه د اوکيناوا د استعمار امريکايي پېړۍ څېړو نو مخې ته موبلا داسې واقعيتونه راځي چې په ترڅ کې يې د امريکا پوځ هلته د ځايي خلکو د مسيحي کولو په موخه خپل پادريان درلودلي، انجيلونه يې ژباړلي، چاپ او توزيع کړي او خلکو ته يې کليساوې جوړې کړي دي.
مسيحيت په افغانستان کې!
په افغانستان کې د عيسوي کېدنې پروسه له څو اړخونو د تامل وړده:
لومړی خو دا چې اشغال په خپله د مذهبي او فرهنګي بدلون لپاره تر ټولو قوي فکتور دی.
دويم دا چې په افغانستان کې عملاً داسې خلک شته چې د بې دينۍ او علمانيت اوږود تاريخ لري، هغوی اصلاً کوم دين ته اعتقاد نه لري، د بېلګې په توګه شعوري سوسيالېستان او کمونېستان، دغه کتګوري خلک د شمېر له لحاظه هم کم نه دي او د اسلامي عقيدوي فقر له مخې هم، نو په دې لحاظ دا ډول خلک د مسيحيت لپاره يوه مساعده طبقه ده.
دريم په افغانستان کې ځينې فرقې داسې هم شته چې د اسلام په اړه د هغوی فرقه ايي فهم د هغوی تنده نه شي ماتولای او په دې ډول د مسيحيت د دعوت په وړاندې ماتيږي.
څلورم دا چې په افغانستان کې د تمدني پروسې لرونکي کار قوت په هغه حد کې نه دی چې د لويديز د تمدني او عيسوي کونې په وړاندې دې ډپ واچوي، په دې ډول نو عيسوي تهاجم په ډېر نظامي، اقتصادي، فرهنګي، او مذهبي قوت سره د پراخه انجويي اسانتياو په درلودو سره د کار ډګر لري. خو اسلامي کار په خپل منځ کې د اختلاف برسېره د هر اړخيز مادي فقر سره مخ دی او د نجيب تر سقوط وروسته د ځينو اسلامي تنظيمونو ناکاميو هم د اسلامي کار په وړاندې د دعوتي مننې يوه سنجيدګي رامخې ته کړې ده.
استعمار او تعليمي بدلون!
دا د استعمار غټه ځانګړنه ده چې د هېوادونو د اشغال په اوږدو کې يې د ځايي خلکو د فکري بدلون په خاطر تعليمي ميدان له ټولو ځايي فکري او فرهنګي ارزښتونو خالي کړی او پر ځای يې هلته علماني او پر تعقيب يې مسيحي نصاب داخل کړی، هغوی حتی په اوکيناوا کې د خپل دوامداره حضور په اوږدو کې په ګڼ شمېر کې مسيحي ښوونځي او پوهنتونونه جوړ کړي دي. له استعمار سره د متفاهم ژوند د دودولو په خاطر هغوی تل په ځايي ښوونځيو کې خپلې ژبې او تاريخ ننباسي. د خپلو هېوادونو د کلتور د خپراوي مرکزونه پرانيزې او د ګڼو نورو وسيلو له ليارې ځايي خلکو ته له يوې خوا د ځايي فرهنګي غربت احساس ورکوي او له بلې خوا د استعماريانو فرهنګ ورته په مغزو کې د يوه بيساري لوړ او ژغورونکي فرهنګ په بڼه پيچکاري کوي.
لويديز ته مطلوبه ښځه!
نن خو د غلام ذهنيت په وده کې لويديز رسنۍ يو خطرناک کردار لوبوي، هلته چې هغوی زمونږ د هېواد مېرمنې پر نړيوالو جايزو نازوي دا ددې په خاطر چې په راتلونکي کې د تمدني بدلانه په غلامه پروسه کې يې افغاني مېرمنو ته نمونې کړي… په دا نزدې ايران کې چې د شيرين عبادي په شمول ګڼو لويديز وهلو مېرمنو ته نړيوالې جايزې ورکول کيږي خو هلته په همغه انګليسه اروپا کې د ايوان ريډلي په څېر پر سلګونو مېرمنو ډېرې ارزانه ډالۍ هم نه لورول کيږي بلکه په لويديزو رسنيو کې هغوی په يوه نهايت خشن انځور کې ښودل کيږي…
په روان فرهنګي تقابل کې د يوه فرهنګ په محور کې ښځه يو هويت او تشخص لري، خپل ځانګړي حقوق او مسئوليتونه لري او په بل فرهنګ کې په ډرامه، فلم، سټېج، نندارې، اشتهار او د پايکوبيو په مستو نخرو کې نڅاګره مېرمن ده، هغه چې بيا په زړښت کې په ملا ټوغه، رنځوره، بې وروره، بې خوره او بې خپله ښځه وي…
د سريال او ډرامو نسل!
په ښارونو کې د لويديزې اجنډا سره سم د هند فرهنګي يرغل ته انټر نيوز بلا تلويزيوني کانالونه ياخو جوړ کړي او يا تمويل کړي، په دې ليار کې د USAID په مرسته د همدې تلويزيوني کانالونو پرمختياوې د اخلاقي بدلون پرته نورې موخې نه لري. کله چې په تلويزيون کې هندي سريالونه نامشروع ميندوارۍ او زيږيدنې، پټې يارانې او عشقي بې لارۍ، له کوره د ښځو تښتېدنې، پر مېرمنو جنسي تجاوزونه، د ساړي نيم لوڅي کالي، رقصونه او نڅاوې، د شرابو ميخانې، شرابي سندرې، او پر خپلې ورندار او نورو مړوخو مينيدنې، په کيسو کې رانغاړي… دا نو زمونږ ټولنه په کوم لورې وړي؟
د بدلمنيو مرکزونه!
دوي چې په کوموهېوادونو کې ميشت شويدي هلته يې دبدلمنۍ بازار ښه ګرم ساتلی
که مونږ يوازې فليپين او د جاپان اوکيناوا جزيره په پام کې ونيسو نو:
د تابناک وېبپاڼې پر بنسټ (د وېتنام د جګړې پر مهال چې د امريکايي پوځيانو مورال غورځېدلی وو، ماته يې خوړلې وه او په مياشتو مياشتو يې له خپلو کورونو لېرې د امريکا بايللې جنګي مشين چلاوه، نو د هغوی د ذهني سکون او مورال په خاطر به يې هغوی د الوتکو په ذريعه په فيليپين کې د بدلمنيو ځانګړو مرکزونو ته لېږدول، هلته به په يوه شپه کې لس زره امريکايي پوځيانو له فليپينيو نجونو سره بدلمنۍ کولې… په فليپين کې د امريکا تر اشغال مخکې بدلمني يو ناپېژندلی کار وو، د ۱۹۰۰ کال د سرشمېرنې له مخې په مانيل ښار کې ۱۱ بدلمنې ښځې وې، خو د امريکا تر اشغال وروسته تر ۱۹۹۲ پورې هلته ۵۰۰۰۰ کوچنيان داسې ارموني وو چې مېندې يې پر زيانولو نه وې توانېدلې. دغه کوچنيان هم په خپل نوبت جنسي بازار او قاچاق ته وړاندې شويدي.
دګردي ميز په پای کې دګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل شوه
نوموړې غونډه دننګرهار پوهنتون استاد اودجمعیت اصلاح دمرکزي شوراغړي پوهندوی مولوي صاحب محمدشریف رحمانې په دعاء پای ته ورسیده.
دویلوده چې په غونډه کې په سلګونوتنو دپوهنتونونو ،دیني مدارسواولیسو استادانو اوزده کوونکو سربیره دجلال ابادښار یوشمير مخورو هم ونډه لرله
[nggallery id=38]
One Comment
حمزه وزیر
دجمعیت اصلاح دننګرهار څانګې ډیرپرځای ګام پورته کړې
له ټولوهیوادوالومې غوښتنه ده چې په یوشکل داشکالو ددې سترهراړخیزیرغل مخه ونیسي