راپور: عبدالباقي سلطاني
د روان کال د کب په ١٢ مه نېټه، د جمعې په ورځ رسالت خپله پنځمه ناسته ترسره کړه. غونډه د ماسپښين په دوو بجو او دېرشو دقيقو د قرآنکريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت او د انجنير روح الله ساحل په ويندويۍ سره پيل شوه. ورپسي د رسالت فرهنګي انجمن مسؤول انجنير محسن امين د پروګرام ګډونوالو او درنو ميلمنو هر يو ځوان کيسه ليکوال نصير احمد احمدي، په هند کې مېشت افغان ژورناليست کبير حقمل او د ننګرهار په ولايت کې د رسالت فرهنګي انجمن مسؤول قدرت الله جاهد ته ښه راغلاست ووايه او د ميلمنو څخه يې مننه وکړه چې په خپل ګډون سره يې پروګرام لا په زړه پورې کړ.
د پروګرام دويم ويناوال نصير احمد احمدي وو چې ګډونوالو ته يې د لنډې کيسې ليکلو په اړه په زړه پورې درس وړاندې او په دې اړوند يې د هغوي پوښتنو ته ځوابونه وويل. له درس وروسته په يوه لنډه کيسه کره کتنه هم وشوه، د نورو تر څنګ نصير احمد احمدي او کبير حقمل هم خپل ارزښتمن نظريات وړاندې کړل.
له کره کتنې وروسته اسدالله ريان د ختيځ د ځلانده ستوري علامه اقبال لاهوري ژوند لپک او د شخصيت په اړه معلومات وړاندې کړل.
د پرو ګرام بله برخه مشاعرې ته بيله شوې وه،چې عبدالمسعود سروش، شاکر تشنه، عبدالباسط امل او عبدالله جهادوال خپل او دنورو شاعرانو شعرونه ولوستل. له مشاعرې وروسته محسن امين د ميلمنو څخه د مننې تر څنګ استاد نصير احمد احمدي ته بلنه ورکړه تر څو ناسته وارزوي. احمدي پروګرام په زړه يورې وباله، د نويو ځوانانو په ګډون يې خوښي څرګنده کړه .غونډه د مازديګر په څلورنيمو بجو پاي ته ورسېده.
2 Comments
احمدجاویدصالحی
خیلی زیبا…!
به امید مؤفقیت هر چه بیشتر این سربازان خستگی ناپذیر
نویدی
ما شاء الله خداوند شمارا خبر وبرکت نصیب نماید
خیرالأمور أدومها وإن قل…الحدیث