راپور: انجنیر ذبیح الله حلیم
معمار حرم باز به تعمیر جهان خیز
از خواب گران،خواب گران،خواب گران خیز
پورته بیت د هغه کورس شعار وو چې د جمعیت اصلاح د ځوانانو د څانګی د کابل د تعلیم او تربيې د پوهنتون د ساحوی دفتر لخوا د خوشحال مینی د افغان سید جمال الدین په تالار کی د روان کال د سلواغی د لمړی نیټې تر دیارلسمی پورې د ماسپښین له دوه بجو تر څلورو په لاره اچول شوي وو.
په کورس کی مختلف مضامین لکه: تفسیرشریف، حدیث شریف، اسلامی اخلاق او آداب، اسلامی تمدن، دعوت او د سیرت النبی څخه مهم درسونه د استادانو لخوا وړاندې شول. سربېره پردې په کورس کی تفریحی او فرهنګی چاری هم ترسره شوې چي په هغي کې مسابقي، تراني، شعرونه او تربیتي فلمونه ځوانانو ته وړاندي شول چې د هغوی د پاملرنې وړ وګرځیدل.
کورس د دوو اونیو په اوږدو کې چې هوا هم یخه وه د ځوانانو له ګرم ګډون سره په مخ ولاړ، د یادولو وړ ده چي په کورس کې د سلو نه زیاتو ځوانانو ګډون درلود چې په هغوی کی محصلین او متعلمین شامل وو.
کورس بالآخره د سلواغی د میاشتي په ۱۳ نیټه د درنو استادانو هر یوه استاد محمد یونس ابراهیمی، استاد عبدالاحد مسلم او دوکتور رحمت الله زاهد په ګډون د تصدیق نامو، جوایزو او تحایفو په ویشلو سره پای ته ورسید او ځوانانو د نورو داسی پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
یاده دې وي چې د اسلامي معارفو کورسونه هغه لنډ مهاله تعلیمی او تربیتي لړۍ ده چې له څو کلونو راهیسې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د جمعیت اصلاح اصلاح د ځوانانو څانګې له خوا د ټاکلي نصاب له مخې پر مخ بېول کیږي او په زرګونو ځوانانو پکې ګډون کړی دی.
One Comment
عبدالرحمن ساجد
ماشاالله
خداوند توفیق بیشتر بدهد برایتان