راپور: اسد الله ریان
د رسالت څلورمه غونډه د روان کال د جدی په دیرشمه نیټه په سلام پوهنتون کې تر سره شوه.
غونډه د سهار په نهه نیمو بجو د ښاغلي روح الله ساحل په ویندونۍ او د د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د دوه يم ټولګي محصل ابوحنیفه اسلامی له خواد قرآنکریم د سپیڅلیو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې د اصلاح آنلاین مسول استاد محمد شعیب قریشي د تنقیط (لیک نښې) په اړه خپل درس وړاندې کړ. استاد قریشي سربیره له دی چې د موضوع تاریخچې ته یې اشاره وکړه، ډول ډول لیک نښې او د استعمال ځایونه یې تشریح کړل. د درس په آخر کې د ګډونوالو پوښتنې ځواب شوې.
د مشاعرې برخه د فهیم عمر له خوا د استاد خلیلی په شعر پیل شوه. وروسته په وار سره انجنیر روح الله ساحل، احمد شاکر، ابوحنیفه اسلامي، محمد ربیع، عنایت الله، عبد الباقي سلطاني، محمد مسعود او استاد قریشي خپل او د نورو شاعرونه اشعار ولوستل.
درییمه برخه د کره کتنې وه چې د عبدالباسط امل په لیکنه کره کتنه وشوه، ورپسې هدایت الله حمیدي د لیکوالی په هکله سلايډ وړاندې کړ او د میاشتې کتاب یې معرفي کړ.
د پای په شیبو کې د رسالت مسؤول انجينر محسن امین د وروستي اداري مجلس پریکړی ګډونوالو ته واورولې. ورپسې استاد شعیب قریشي غونډه وارزوله او ويي ویل چې: مخکې به د لوستلو او لیکوالی اسباب ډیر کم وو، مګر اوس الحمدلله په دې هکله ډیری لاسته راوړنې شوي. استاد قریشي ځوانان وهڅول چې خپل قلم وخوځوي او له خپل قلم څخه اسلام ته د خدمت په خاطر کار واخلي. غونډه د استاد شعیب قریشي په دعا سره پای ته ورسیده.