راپور : محمد انس فدایې
جمعیت اصلاح د هغه منظم کار نوم دی چې نن سبا په ډیری ښونیزو ادارو کې روان دی او د فرد، کورنی، اود ټولنې داصلاح او د اسلامد اصیل پوهاويد خپراوی لپاره کار کوي.
د همدغو هلو ځلو په لړ کې جمعیت اصلاح ننګرهار دځوانانو څانګې له خوا د روان ۱۳۹۰ ه ل کال د دلوې د میاشتې په ۷ نیټه د جمعې په مبارکه ورځ د فارم هډې پارک ته رحله وکړه .
د رحلې ګډونوال د سهار په ۹ بجو د امام ابو یوسف تعلیمي مرکز څخه د جلال آباد ښار سهیل خوا ته د فارم هډې پارک په لورو خوځیدل او د هر موټر لپاره یو مسول و ټاکل شو .
د رحلې ګډونوال چې شمیر یې ۹۰ تنو ته رسیده دبیلا بیلو پوهنتونونو، لیسو او مدرسو محصلین او زده کونکی وو.
د پارک ته رسیدو سره سم پروګرام د قاري صاحب نوراحمد په تلاوت سره پیل شو او بیا د جمعیت اصلاح ننګرهار د ځوانانو څانګې مسؤل استاد محمد ګلاب توحید یار د رحلې ګډونوالوته هرکلی اوښه راغلاست ووایه او ځوانانو ته يې درحلې په آدابو لنډه رڼاواچوله ، ور پسې د سفراوملګرتیا د ادابو تر سرلیک لاندې په زړه پورې درس د جمعیت صلاح د مرکزي شوری غړي او د ننګرهار پوهنتون استاد شیرزاد عزیزي له خوا وړاندې شو، له درس ورسته د رحلې د ګډونوالو تر منځ د ځغاستي ، مڼو خوړلو او نورې په زړه پوړی مسابقي تر سره شوې چې د ګډونوالو د خوښۍ وړ وګرځیدي.
رحله د ماسپښین په ۱۲ بجو د قاری حضرت علي په اختتامیه دعا سره پای ته ورسیده .