راپور: اصلاح آنلاین
د روان کال د جدی د میاشتې په ۱۷ نیټه پیل شوی دوه هفتنی اسلامي معارف کورس په یو لړ ځانګړو مراسمو سره پای ته ورسید. نوموړی کورس چې د جمعیت اصلاح د کابل پوهنتون د ساحوي دفتر د ځوانانو له خوا په لاره اچول شوی وو، د ځوانانو د څانګې له خوا د آماده شوي نصاب سره سم د دوه هفتو په موده کې د تفسیر، احادیثو، تزکیې، عقیدې، د اسلام د اساساتو، اسلامي تمدن، د ژوندانه آدابو او د اسلامي نړۍ په اړوند درسونو ته ځای پکې ورکړل شوی وو.
د دې تر څنګ د فرهنګي او تفریحي برنامو برخه هم پکې وه چې د اسلامي فلمونو نندارې ته ایښودل، په عمومي موضوعاتو کې مسابقې، ورکشاپونه او نور تفریحي پروګرامونه یې برخه وو.
د درسونو تر څنګ د مطالعې برخه هم وه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت کتاب ورته ټاکل شوی وو او په پایله کې د سیالۍ په ډول و ارزول شو.
کورس په دوه دورو کې ۱۷۰ کسانو ته په دوه دورو کې ځای ورکړی وو چې د سهار له خوا له ۹ تر ۱۲ بجو پورې د لوړو ټولګیو متعلمینو او د پوهنتون محصلینو او د ماسپښین له خوا له ۲ تر ۳نیمو بجو پورې د ابتدائیه ټولګیو شاګردانو پکې ګډون کړی وو.
د کورس استادان په ترتیب سره مولوي عتیق الله، د کابل پوهنتون استادان عبدالظاهر داعي او دوکتور عبد الله حقیار، د سلام پوهنتون استادان دوکتور رحمت الله زاهد، دوکتور فضل الهادي وزین، دوکتور شیرعلي ظریفي، دوکتور فصیح الله او دوکتور محمد عارف عطايي وو چې شاګردان یې د علمي سویې او د درس له میتود څخه خوښ وو.
د چهارشنبې په ورځ د پای په ځانګړو مراسمو کې د جمعیت اصلاح د ځوانانو د څانګې مسؤل دوکتور رحمت الله زاهد هم د میلمه په حیث وینا وکړه، د کورس شاګردانو ته یې د ښه ژوند هیله وکړه او د وقت او ځوانۍ څخه د استفادې په اړوند یې اړینې توصیې ورته وکړې.
وروسته یې زیاته کړه چې تاسو ټول د جمعیت اصلاح د ځوانانو برخې یاستی او د ځوانانو برخه ستاسې ده، همدا تاسې یاست چې که نن مو د ځوانانو څانګې په کورس کې برخه اخیستې خو سبا به بیا همدا تاسې د کورس مسؤلین وی.
وروسته د سیرت، سخنرانۍ او عمومي موضوعاتو په مسابقو کې د جوایزو په مستحقو ګډونوالو جوایز او ډالۍ وویشل شوې.
په پای کې د نوموړي کورس مسؤل روح الله ساحل د کورس له مقدمینو محمد مقدس، اسد الله ریان او مجیب الله منیب څخه مننه وکړه او د کورس له ګډونوالو څخه یې غوښتنه وکړه چې د جمعیت اصلاح د ځوانانو د څانګې نور پروګرامونه له یاده ونه باسي.
د یادونې ده چې د کورس له پای وروسته یوه درسي او تربیتي اونیزه حلقه هم جوړه شوه چې د کورس ګډونوالو یې د دوام او پایښت وعده وکړه.
One Comment
ایمل
ماشاء الله
موفق و کامګار باشید