کابل:
جمعیت اصلاح په کابل کې له اوه کاله راهیسې د ژمي په رخصتیو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دوره کوي چې په سلګونو وروڼه او خویندې پکې برخه اخلي ، سږ کال هم دغه دوره د خیرخانې مینې لب جر سیمې د حضرت خضر علیه السلام په جامع جومات کې د دوشنبې ورځ د ۱۳۹۰ لمريز کال د جدي په ۱۲ مه نیټه د سهار په ۹ بجو پیل شوه.
د غونډې پیل په تلاوت سره وشو، ورپسې د جمعیت اصلاح مرکزي زون مسئول استاد عبد الوهاب عابد پیلیزه وینا وکړه او د قرآن کریم د پیغام خپراوی یې د خپلو فعالیتونو په لومړي سر کې کیښود، نوموړي وویل: جمعیت اصلاح ویاړي چې د ټول هیواد په سطحه یې د قرآن کریم د تفسیر او فهم د خپرولو دورې کړې دي او په راتلونکي کې به یې هم کوي.
هغه زیاته کړه : تاسې ډیر نیکمرغه او مبارک خلک یاست چې د الله (ج) په کور کې د هغه د مبارک کتاب په لوستلو او ژباړې په زده کولو بوخت یاست په داسې حال کې چې نور خلک بیا دغه ویاړ نلري او وخت یې په بې ګټې چارو کې مصروفیږي.
بیا د دورې استاد شیخ القرآن مولوي عبد السلام عابد وینا وکړه او خپل درس یې د قرآن کریم په موضوع پیل کړ او ویې ویل: قرآن کریم په مجموع کې په دریو مهمو ټکو بحث کوي، توحید، رسالت او معاد.
نوموړي زیاته کړه: د دین احکام آسانه دي او په ډیره آسانه توګه تطبیقیږي ، هغوی چې دین ورته پیټی ښکاري په حقیقت کې غلطو رواجونو او بدعتونو ته دین وایي، چې باید خپل تصور سم کړي.
وروسته شیخ القرآن مولوي مظهرالدین فایز د تفسیر درس پیل کړ او د قرآن کریم په آدابو او فضایلو یې وینا وکړه.
د یادونې وړ ده چې مولوي فایز به لومړۍ ۲۰ سیپارې او مولوي عابد به وروستۍ ۱۰ سیپارې درس ورکوي.
د دورې په لومړۍ ورځ چې هوا هم یخه وه نزدې ۳۰۰ نارینه او ۱۵۰ ښځینه درس ته حاضر شوي وو.
د درس ګډونوالو هم د مالي قربانۍ په ورکولو د خپلې ایماني جذبې څرګندونه وکړه.
یوه تن غلام یحیی ۱۰۰۰ دالر، حاجي امان الله ۱۰۰ډالر، یوه بل تن ۱۰۰ ډالر، یوه مشر ۱۵۰ ډالر د تفسیر دورې مالي مسئول ورور نورمحمد عطایي ته ورکړل.
یوې خور ۲۰۰۰ افغانۍ، یوې بلې خور هم ۲۰۰۰ افغانۍ، رازالدین ۲۵۰۰، حسام الدین ۵۰۰۰ افغانۍ او حبیب الله ۱۰۰۰ افغانۍ مرسته وکړه.
ورور احسان الله شګیوال ۱۰۵۰۰ او ورور محمد نعیم سلیمي ۱۰۰۰ افغانۍ او ۲۰۰ ډالره مرسته لا له وړاندې د تفسیر دورې ادارې سره کړې وه.
دغه دوره به هر سهار ۸:۳۰ بجې پیل او ۱۲:۰۰ غرمه به پای ته رسیږي.
الله (ج) دې ټولو وروڼو او خویندو ته اجر او نیکه بدله ورکړي.
One Comment
ایمل
کاش چې مې وخت درلودای او په دغه غونډه کې ناست وای
کاش چې مې ددې ټولې غونډې مصارف ورکړي وای
کاش…
کاش…
او کاش..