جمعيت اصلاح څه ډول بدلون غواړی؟!
د غوره عمل په لور مخیم کې د سلام پوهنتون استاد دکتور مصباح الله وینا
الحمدلله والصلوة والسلام علی رسول الله…
محترمو وروڼو!
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
زه به د خپلې موضوع په اړه څو خبرې ستاسې مخې ته ږدم، دا کومه وینا، خطبه او درس ندی بلکې په حقیقت کې د عملي کولو په خاطر دلته یوڅو خبرې سره شریکول غواړو، تر څو زمونږ او ستاسې هر ورور چې خپلې ساحې او خپلی منطقې ته ولاړ شي، نو دغه خبرې له ځان سره یوسي او هلته یې د عملي کولو لارې چارې ولټوي.
بدلون څه ته وايي؟
اسلامي حرکتونه یا اسلامي ډلې چې جمعیت اصلاح هم له همدی جملې څخه یوه ده د یوه هدف لپاره مینځ ته راځي، او هغه هدف په ټولنه کې غوره بدلون راوستل دي، په دې معنی چې هغه واقعیتونه چې په ټولنه کې موجود دي او هغه د اسلام د غوښتنو سره برابر ندي، هغه د اسلام د غوښتنو سره برابر کړي، دې ته مونږ بدلون وایو، ددی معنی دا ده چې مونږ په کومو شرایطو کې ژوند کوو، هغه شرایط او حالات زمونږ د ایمان، عقیدې او د قرآن او سنتو د غوښتنو سره سم او برابر ندي، زمونږ د ولس عقیدوي او فکري حالت، اخلاقي او کلتوري حالت، د حکومت او سیاست حالت، د بازار او تجارت حالت، دا ټول په اوسني حالت کې له هغو غوښتنو سره اړخ نه لګوي چې له مونږ نه یې د ( لا اله الا الله محمد رسول الله ) کلمه لري، کلمه له مونږ څخه ددې غوښتنه کوي چې مونږ باید د خپل ژوند په هر اړخ او هره لحظه کې هغه څه حاکم او واکمن کړو چې مونږ ته د الله(ج) له لوری رالیږل شوي دي، هغه الله چې مونږ په خدایي باندې منلی دی، او د هغه د ربوبیت او الوهیت اقرار مو کړی دی، او په هغه طریقو یې عملي کړو چې د رسو ل الله صلی الله علیه وسلم په ذریعه مونږ ته رارسیدلي دي، څه غوښتنې چې ددغې عقیدې او د دغې کلمې د اقرار دي، په هماغه بڼه په ټولنه کې تغییر او بدلون راوستل دې ته مونږ غوره او مطلوب بدلون وایو او ټول اسلامي حرکتونه هر چیرته چې دي د همدې بدلون د رامنځ ته کولو لپاره مینځ ته راځي، د اسلامي حرکتونو او خوځښتونو د موجودیت یواځینې هدف هغه بدلون رامینځ ته کول او ټولنه له هغو غوښتنو سره برابرول دي چې د یو مسلمان ایمان یې غوښتنه کوي.
دا ډول بدلون فرض دی
دا ډول بدلون رامنځته کول اړین او ضروري دی او د هر بادرده او با احساسه مسلمان مسؤولیت دی، او دا ځکه چې دا هم د عقل غوښتنه ده او هم د شرعي نصوصو تقاضا ده، او د یوه اسلامي جماعت او خوځښت د وجود مبرر هم دی، بناء کوم جماعت چې ددی هدف د لاس ته راوړلو لپاره کار نه کوي نو د هغه وجود په حقیقت کې بې ځایه او بې ګټې دی او په بې ګتې او بې ځایه څیزونو د خپلو توانیانو، وخت اومال لګول هسې بې ځایه او احمقانه کار دی، نو که مونږ د دغه ډول بدلون لپاره کوښښ ونه کړو، نو زمونږ راټولیدل، زمونږ ناسته ولاړه، او په یوه فکر باندې سره یوځای کیدل بیا هیڅ معنا نلري، یو انسان چې وړوکی کار هم تر سره کوي او یا یو څیز له بازار نه رانیسي نو د هغه نه به یو هدف او مقصد لري ، که چیرې له دغه څیز نه هدف لاس ته رانشي نو بیا هغه په ډیران غورځوي، او ځان ترې خلاصوي، که مونږ او تاسې هم خپل هدف ته چې تغییر او بدلون راوستل دي کار ونه کړو نو ددې معنا به دا وي چې مونږ د خپل وجود مبرر له لاسه ورکړی دی، بیا دا راټولیدل، یوځای سره کښیناستل، غونډې جوړول، په دی کارونو خپل مال او وخت مصرفول او داسې نور ټول کارونه بې ځایه او بې فایدی دي، نو ځکه خو دا اړینه او ضروري خبره ده چې مونږ ددغه بدلون لپاره کار وکړو.
همدا د الهي وحي غوښتنه ده
د الهي وحی غوښتنه هم همدا ده چې مونږ باید د دی بدلون د رامنځ ته کولو لپاره کار وکړو، الله(ج) په قرآن کریم کې فرمایي {هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ } [التوبة: 33] ژباړه: الله(ج) خپل پیغمبر د هدایت او د حق دین سره ددی لپاره رالیږلی چې په ټولو ادیانو یې غالب کړي اګر که دا په مشرکانو سخته هم تمامیږي، یعنې الله تعالی خپل پیغمبر د خپل دین سره ددې لپاره را استولی دی چې پدې ټولنه کې پرې بدلون راولي ، هغه جاهلیت چې دلته شتون لري هغه د هغه دین تابع کړي او په هغه دین یې بدل کړي چې هغه د الله (ج) رسول راوړی دی او په کوم څیز چې زمونږ بیغمبر صلی الله علیه وسلم مامور دی نو په هغه باندې مسلمان امت هم مامور دی، د الله(ج) حکم یوازې پیغمبر ته ندی، بلکې د هغه امت هم مامور دی څو هغه کار وکړي چې د هغه د کولو امر پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته شوی وو.
د صحابه کرامو په نزد هم همدا بدلون او دی بدلون لپاره کار کول د مسلمانانو د ژوند مقصد وه، ربعي بن عامر (رض) چې کله د رستم دربار ته ورغی نو هلته یې چې د کوم بدلون راوستلو اعلان وکړ هغه همدا بدلون وه کوم ته چی په تیر ایت کی اشاره شوی ده، هغی په هغه دربار کی داسی وویل: (الله ابتعثنا، والله جاء بنا لنخرج من شاء من عبادة العباد إلى عبادة الله، ومن ضيق الدنيا إلى سعتها، ومن جور الأديان إلى عدل الإسلام، فأرسلنا بدينه إلى خلقه لندعوهم إليه) ژباړه: ( الله (ج) مونږ رالیږلي یو، او الله تعالی موږ دلته راوړي یو تر څو هغه بندګان چی وغواړي د بندګانو له بندګۍ نه د الله بندګۍ ته او د دنیا له تنګیو نه د هغی پراخیو ته او د نورو دینونو د ظلم نه د اسلام عدل ته راوباسو، موږ یی د خپل دین سره رالیږلي یو چی خلک هغی ته راوبولو) دغه صحابي په ځغرده اعلان وکړ چې الله (ج) مونږ رالیږلي یو ، مونږ یې مقرر کړي یو او مونږ ته یې دا دنده راکړې ده چې دغه بدلون راولو، دا د صحابه کرامو فهم وو چې زمونږ د وجود مبرر هم دغه دی او د همدغه کار لپاره زمونږ انتخاب شوی دی. نو پدې اساس کله هم چې د مسلمان امت یوه مجموعه او د اهل فکرو ډله سره راټولیږي او یوه ډله جوړوي نو د هغوی د وجود مبرر هم دا دی چې دغسې بدلون راولي.
زموږ فعلي حالت بدلون ته اړتیا لري
درنو وروڼو!
لږ باید پدې باندې هم خبره وکړو چې زمونږ موجوده حالت څه ډول حالت دی چې بدلون غواړي؟ تاسې ټول د خپلی ټولنې اوسنې حالت په خپلو سترګو وینئ، دلته چې څومره ناخوالې دي هغه ټولی د اسلام سره په تناقض کی دي، او دا ناخوالی یوازې په دیني او اخلاقي لحاظ باندې نه، بلکې ان په دنیوي لحاظ باندې هم زموږ ټولنه د اسلام د غوښتنو سره په مخالفت او تناقض کی واقع ده، د اسلام غوښتنی یواځی په دیني او اخلاقي قضایاو کی منحصری نه دي ځکه چې اسلام د سیکولریزم سره مخالف دی او اسلام د دین او دنیا جلاوالی نه مني، اسلام لکه څنګه چې د انسانانو د دیني مشکلاتو د حل لپاره رالیږل شوی دی همداسې د هغوی د دنیوي ستونزو او ناخوالو لپاره هم د حل وړاندی کوي او د لیرې کولو هڅه یی کوي، دغه دواړه یې په مسئولیتونو او دندو کې شامل دي.
د اسلام غوښتنی یواځی په دیني او اخلاقي قضایاو کی منحصری نه دي ځکه چې اسلام د سیکولریزم سره مخالف دی او اسلام د دین او دنیا جلاوالی نه مني، اسلام لکه څنګه چې د انسانانو د دیني مشکلاتو د حل لپاره رالیږل شوی دی همداسې د هغوی د دنیوي ستونزو او ناخوالو لپاره هم د حل وړاندی کوي او د لیرې کولو هڅه یی کوي، دغه دواړه یې په مسئولیتونو او دندو کې شامل دي.
اوس پوښتنه دا ده چې آیا د افغانستان خلک په دیني او دنیوي دواړو لحاظو په هغه مطلوب حالت کې ژوند کوي چې اسلام یې غواړي؟ معنا دا چې زموږ خلک د عقیدې، اخلاقو او عبادت په لحاظ په سم حالت کې دي؟ ایا د حکومت او مسئولیت په لحاظ په مطلوب حالت کې دی ( سم او خادم حکومت لري؟) آیا نیک او صالح خلک پدې ټولنه باندې حکومت کوي؟ او که هغه خلک ورباندې مسلط دي چې هغوی د ملت سرمایې او زیرمې لوټوي؟ او ملت په پردیو پلوري؟ او هغه چارې سرته رسوي چې یو مخ ددې ملت په تاوان دي؟ ایا د تجارت او اقتصاد په برخه کې مونږ په دی ټولنه کی د الله(ج) دین حاکم کړی دی؟ ایا د تعلیم او تربیې په ډګر کې مونږ د اسلام د غوښتنو سره سم حرکت کوو؟ آیا مونږ د سیاست او ادارې په برخه کې د اسلام غوښتنې پلې کړې دي؟ آیا زمونږ شخصی او اجتماعي ژوند د اسلام له اساساتو سره برابر دی؟ آیا زمونږ دودونه، عنعنات او رواجونه د الله(ج) د دین له غوښتنو سره برابر دي؟ ایا زموږ ټولنه د فقر، مرض، جهالت، دښمنیو، په ناحقه د خلکو د وینو تویولو او بدختیو څخه پاکه ده؟ ایا زموږ ټولنه د ژبنی، سمتي، تنظیمی تعصباتو په بنسټ د ډول ډول ظلمونو څخه خلاصه ده؟ که ځواب نفی وي او یقینا چی په نفی کی دی، زموږ ټولنه کی دا ټول مشکلات شته بلکه نور ډیر داسی مشکلات شته چی دلته یی یادونه ګرانه ده، نو کله چی زموږ د ټولنی حالت دا دی نو زمونږ د ایمان او دین غوښتنه دا ده چې دا ټول باید برابر کړو، زمونږ هر اړخیز حالت د کلمه طیبه د غوښتنو او مقتضیاتو سره برابر ندی نو شرعا او عقلا دا زمونږ دنده او مسئولیت دی چې ددغه حالت د بدلولو لپاره کار وکړو، او دا د اسلام د غوښتنو سره سم برابر کړو، همدې ته مونږ مثبت او غوره بدلون وایو.
څه ډول بدلون؟
درنو وروڼو!
په اسلامي ټولنوکې خلک د دوه قسمه بدلونونو د منځ ته راوړلو لپاره په کار بوخت دي، یو ډول ته یی تکتیکي او یا جزئي بدلون ویلی شو، دا هغه بدلون دی چې په ټولنه کې د جزئي منکراتو او ناوړه کارونو د له منځه وړلو او یا د کوم بشپړ پرګرام څخه پرته په اخلاقی، عقیدوي او یا عبادی لحاظ د افرادو د اصلاح او بدلولو کوښښ وکړی شي، د بیلګې په توګه د ژوند په یوه اړخ لکه اقتصاد کې چې د ایمان او دین د غوښتنو او مقتضیاتو سره مخالفو کارونو په سمولو کې بوخت شو، یا په یوه سیمه کې د څو غلطو او ناروا دودونو سمول او یا د څو افرادو یوه مجموعه راټولول او د هغو اصلاح کول، پرته له دی چی بیا دا افراد د هر اړخیز بدلون د راوستلو لپاره په کار واچول شي، او یا دا جزئی بدلونونه د یو کلي بدلون په لور د ګامونو او تمهید حیثیت ولري، دې بدلون ته تکتیکي یا جزئي بدلون ویلی شي.
بل ډول بدلون ته ستراتیژیک او یا کلي بدلون ویلی شي، کله چې مونږ د هیواد سیاسي نظام د چارو واګی د هغه چا په واک کې ورکړو چې هغوي الله(ج) ته تابع خلک وي، او هغوي عملا د الله تعالی دین په ټولنه حاکم کړي، نو مونږ به ستراتیژیک بدلون ته لاره هواره کړې وي، ستراتیژیک بدلون هم د جزئي بدلونونو په نتیجه کې مینځ ته راځي، جزئي یا تکتیکي بدلون د ستراتیژیک بدلون لپاره وسیله ده، کله چې ټولنه د تکتیکي یا جزئي بدلونونو د کار په نتیجه کې د ستراتیژیک او یا کلي بدلون منلو ته تیاره شي، نو بیا کلي یا استراتیژیک بدلون منځ ته راځي.
اسلامي حرکتونه ـ چې جمعیت اصلاح هم د همدې لړۍ یوه کړۍ ده ـ په ټولنو کې د جزئي بدلونونو د منځ ته راوړلو له لارې په تدریجي توګه استراتیژیک بدلون ته لاره هواروي، او په نتیجه کې بیا استراتيژیک او کلي بدلون منځ ته راوړي، یواځې په جزئي بدلونونو باندې اکتفاء ناقصه پروژه بولي، او د جزئي بدلونونو نه پرته کلي او استراتیژیک بدلون ته رسیدل د تدرج د الهي سنتو مخالفت ګڼي او دا ناممکن بولي.
اسلامي حرکتونه ـ چې جمعیت اصلاح هم د همدې لړۍ یوه کړۍ ده ـ په ټولنو کې د جزئي بدلونونو د منځ ته راوړلو له لارې په تدریجي توګه استراتیژیک بدلون ته لاره هواروي، او په نتیجه کې بیا استراتيژیک او کلي بدلون منځ ته راوړي، یواځې په جزئي بدلونونو باندې اکتفاء ناقصه پروژه بولي، او د جزئي بدلونونو نه پرته کلي او استراتیژیک بدلون ته رسیدل د تدرج د الهي سنتو مخالفت ګڼي او دا ناممکن بولي.
هغه ډلې او یا مجموعې چې هغوی یوازې په جزئي بدلون باندې اکتفا کوي ، هغوی چی یا په شپږو نمبرو باندې یا په یوڅو مخصوصو اذکارو او اورادو او یا یوازې د عقیدې او یا یوازې د سیاست په مجال کې د بدلون او تغییر لپاره کار کوي او هغه د ستراتیژیک او کلي بدلون ، یعنې د نظام او حکومت د بدلولو او هغه د صالحو او نیکو خلکو لاس ته د سپارلو لپاره د یوې وسیلې په توګه نه استعمالوي، نو د دغو خلکو طریقه او تګلاره د هغه طریقې او تګلارې سره مطابقه نده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله(ج) له لوري راوړې وه، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په جزئي بدلون اکتفا نه وه کړې، داسی جماعتونه او ډلی د هغه بشپړ او استراتیژیکی بدلون لپاره کار نه کوي د کوم بدلون د راوستلو لپاره چی الله جل جلاله خپل پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم رالیږلی وه، بناء هیڅ یو مسلمان جماعت ـ چی په بدلون کی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لاری د پیروۍ ادعاء کوي ـ باید په جزئي بدلون باندې اکتفا ونه کړي، بلکې دا جزئي بدلونونه یې باید په تدریج سره د کلي او ستراتیژیک بدلون په راوستلو سره تکمیل شي، که د جزئي بدلونونو په وسیله ستراتیژیک بدلون ته کار نه کوي او کلي بدلون را نه ولي، نو دا بدلون غوره بدلون ندی، دغه بدلون هغه بدلون ندی چې ( لا اله الا الله محمد رسول الله ) او دغه آیت {هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ} یې چی غواړي، او د کوم بدلون غوښتنه چې له مونږ نه { وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ } [الذاريات: 56] کوي هغه چې ددې غوښتنه لري چې ټول انسانان دې د ژوند په ټولو اړخونو کې یوازې او یوازې د الله(ج) بندګان شي، دغه د کلي بدلون کار دی، جزئي بدلون بیا نه دغه هدف پوره کوي او نه خو له هغه نظام سره اړخ لګوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله(ج) له لوري نه راوړی دی.
همدا راز هغه خلک چې جزئي بدلون پریږدي او ستراتیژیک بدلون ته لاس اچوي، هغه خلک چی په ټولنه کی د جزئی بدلونونو د راوړلو په ذریعی د کلي او استراتيژیک بدلون لپاره د لاری هوارولو پرته د کلي او استراتيژیک بدلون خوبونه ګوري د هغوی تګلاره هم ناسمه او غلطه ده، هغوی چې پدې اند دي چې مونږ ته د روحاني تربیت ضرورت نشته، موږ ته د اخلاقي روزنې ضرورت نشته، مونږ ته په جزئي توګه د تعلیمي موسساتو جوړولو ضرورت نشته، د صحت په میدان کې اسلامی نظام قائم پاتی کیدل دی ته اړتیا لری چی په ټولنه کی داسی مؤسسات وجود ولري چی د داسی نظام د قائم پاتی کیدو وسیله شي، همدا راز داسی غیر متدرج کار او تګلاره د هغه تګلارې نه مخالف دي کومه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله(ج) له لوري نه راوړې وه او په کومه طریقه یې چې په ټولنه کې بدلون راوړی دی.جزئي بدلونونو ته ضرورت نلرو، د استراتيژیک بدلون لپاره لاره هوارونکو وسایلو د استعمال څخه پرته او یوازې د خبرو په وسیله به دوی اسلامي خلافت اعاده کړي، دوي هم په وهم کی ژوند کوي، او دا ځکه چی د تدرج، او د اسلامي نظام د راتلو لپاره د بشپړی زمینه سازې څخه پرته یو په یو د خلافت قائمول او د اسلامي نظام جوړول نا ممکن کار دی، او دا ځکه چی که له یوی خوا هغه خلک چی د اسلامي د قائمولو ادعاء لري دی ته اړتیا لري چی څه عملي جزئی تجارب په دی باب ولري نو له بله پلوه ټولنه هم دی ته اړتیا لري چی ددی جزئی کارونو په نتیجه کی په عملي او ذهني لحاظ د داسی یو نظام قبلولو ته امادګي ولری، همدا راز د اسلامی نظام قائم پاتی کیدل دی ته اړتیا لری چی په ټولنه کی داسی مؤسسات وجود ولري چی د داسی نظام د قائم پاتی کیدو وسیله شي، همدا راز داسی غیر متدرج کار او تګلاره د هغه تګلارې نه مخالف دي کومه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله(ج) له لوري نه راوړې وه او په کومه طریقه یې چې په ټولنه کې بدلون راوړی دی.
لنډه دا چی مونږ باید تکتیکي یا جزئي بدلونونه په مسلسله توګه د ستراتیژیک یا کلي بدلون د تحقق لپاره د وسیلې په توګه استعمال کړو، او هغه څوک چې سترتیژیک او کلي بدلون غواړي خو د تکتیکي او جزئي بدلونونو نه په تدریج سره کار نه اخلي دوی د واقعیت او الهي سنت (تدرج) سره په ټکر کې واقع دي، دوی به کله هم هغه څه لاس ته رانه وړي چې هغه د کلمه طیبې او ایمان غوښتنه ده.
وروڼو!
اسلامي حرکت د تکتیکي او جزئي بدلونونو نه د مرحله یي مقاصدو په بڼه استفاده کوي او د همدغه تدرج په لاره بیا کلي بدلون ته رسیږي، چې هغه د نظام بدلون دی، دا د تغییر هغه لاره ده چې اسلامي حرکت پرې د تکتیکي بدلون نه تیریږي او سترتیژیک بدلون ته رسیږي، څوک چی یوازې او یوازې په تکتیکي بدلون اکتفا کوي د هغوی جهد او یا د بدلون طریقه ناقصه ده، د دوی بدلون غوره او مطلوب بدلون ندی، هغه چې د ( وماخلقت الجن والانس الا لیعبدون) تقاضا او غوښتنه ده، هغه چې انسان د ژوند په ټولو چارو کې د الله(جّ بنده شي، په جزئي بدلونونو کې انسان په یوه اړخ کې د الله(ج) بنده وي خو په نورو اړخونو کې به نه وي، د بیلګې په توګه په خپل فردي ژوند یا عبادتي ژوند کې به د الله(ج) بنده وي خو چې بازار ته ووځي او یا د اقتصاد او تجارت په ډګر کې به بیا د الله(ج) بنده نه وي، هلته به د سرمایه دارانه او یا بل نظام تابع او بنده وي، په فردي ژوند کې به د الله(ج) بنده وي، لمونځونه به کوي، روژې به نیسي، مګر کله چې د سیاست میدان ته ورشي نو هلته به بیا د الله(ج) بنده نه وي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کوم بدلون راوستلی وو هغه دا وو چې انسان به د ژوند په ټولو اړخونو کې د الله(ج) بنده او د هغه قوانینو ته تابع وي.جزئي بدلونونو باندې اکتفا کول غلطه پروژه ده، هغه د اسلامي حرکت پروژه نده او مونږ باید دې ته متوجه اوسو، همداراز هغه اسلامي ډله چې پدې نظر ده چې د تکتیکي او جزئي بدلونونو په لاره اچولو پرته ټوپ کړي او خلافت راولي ، دوی هم د الهي سننو مخالفت کوي او د دوی کار به هیڅ کله هم هغه پایله او نتیجه ورنکړي چې دوی ترې هیله او آرزو لري.
جزئي بدلونونو باندې اکتفا کول غلطه پروژه ده، هغه د اسلامي حرکت پروژه نده او مونږ باید دې ته متوجه اوسو، همداراز هغه اسلامي ډله چې پدې نظر ده چې د تکتیکي او جزئي بدلونونو په لاره اچولو پرته ټوپ کړي او خلافت راولي ، دوی هم د الهي سننو مخالفت کوي او د دوی کار به هیڅ کله هم هغه پایله او نتیجه ورنکړي چې دوی ترې هیله او آرزو لري.
دا بدلون به څرنګه منځ ته راځي؟
درنو وروڼو!
مونږ چې کوم بدلون غواړو هغه به څه ډول منځ ته راځي؟ ددې لپاره څو ګامونه اخیستل ضروري دی که دغه ګامونه او پړاوونه سرته ونه رسیږي نو دغه بدلون ته رسیدل به هسې هیله او ارزو وي، تر ټولو لومړی او اساسي ګام دا دی چې هغه څوک چې پدې بدلون قانع وي، پدې ایمان ولري چې دغه بدلون د الله(ج) حکم او د قرآن او سنت غوښتنه ده، نو دغه خلک باید په یوه منظم جماعت کې سره را یو ځای او منظم شي، هغوی ځانونه د یوه داسې ټولګي په توګه په ټولنه کې را څرګند کړي چې د دغه بدلون قیادت او مسئولیت په غاړه واخلي، د ټولنې بادرده او با احساسه خلک ، چې ایمان یې ژوندی وي د همدی اهدافو د لاسته راوړولو لپاره ددوی تر څنګ په منظم شکل راټول شي، او دوی ټول بیا په خپل ټول توان د همدی مطلوب بدلون رامنځ ته کولو لپاره کار وکړي.
منظم جماعت جوړول:
زه دلته هغو تفصیلاتو ته نه ځم چې د دغه منظم جماعت د جوړولو لپاره کوم کارونه اړین او ضروري دي خو پدې ټینګار کوم چې د مطلوب بدلون د رامینځته کولو لپاره دا اساسي اړتیا ده چې باید یومنظم جماعت شتون ولري، ځکه چې تیت او ویشل شوي خلک چې په خپل مینځ کې نه فکري رابطه ولري، نه تنظیمي او نه عاطفي، نه د دغه بدلون په تکل د راټول شوو خلکو قیادت کولی شي او نه یی منځ ته راوړلی شي.
ټولنه د خپلو غوښتنو سره درول:
ددی بدلون د راوستلو لپاره دویم اړین ګام دا دی چی ټولنه ددی غوښتنی تر شا ودریږي، او دا کار (ددی غوښتنی تر شا د ټولنی درول) به هغه منظم جماعت کوي چی لږ مخکی مو د لومړي ګام په حیث ددی یادونه وکړه، همدا بادرده او بادرکه خلک دی چې په یوه منظم تنظیم کې د راټولیدو نه وروسته باید د مطلوب بدلون پیټی او مسئولیت په غاړه واخلي، مګر اوس سوال دا راولاړیږی چی هغه خلک چی د بدلون داعیه یی په زړه کی لري هغوي به څه ډول یو له بل نه خبریږي؟ او څرنګه به په ټولنه کی داسی ټول خلک د بدلون د غوښتنی تر شا دریږی؟ دا نو طبیعي خبره ده چې د داسی خلکو راټولول او د بدلون د غوښتنی ترشا یی درول د هغو خلکو مسئولیت دی چې ستاسی په څیر دغه درد او احساس ورسره وي او د همدی کار لپاره یی ځانونه په لومړي قدم کی په یو جماعت کی منظم کړي دي، هغوی باید ارام کښینني، هغوي باید په ټولنه کې ووزي، وګرځي او هغه خلک ولټوي چې ددوي په اند له هغوی سره هم د بدلون احساس او درک موجود دی، تاسې باید پدې بادرده او بادرکه خلکو پسې ووزئ، ترڅو چې ورپسې ونه وزئ هغوی په خپله نه راټولیږي، او د بدلون د غوښتنی تر شا نه دریږي، د دوی راټولول د بدلون لپاره دوهم اساسي ګام دی که دغه کار ونه کړئ، او بیا د بدلون شعار اوچتوئ نو هسې ځان سره چل کوی، او ځان ته دوکه ورکوئ، هسې هیلې او تشې آرزوګانې کوئ، چې هیڅ کله به هم سرته ونه رسیږي.
دا خو جوته شوه چی ددی خلکو راټولول او ددی غوښتنی ترشا ددوی درول د همدی منظم جماعت او اسلامي حرکت کار دی اوس سوال دا راولاړیږی چی دغه خلک به په منظم شکل څنګه سره راټولیږي؟ او څنګه به د یو منظم ځواک په حیث د بدلون ددی غوښتنی ترشا دریږي؟ ددی سوال جواب دا دی چی دا به هغه وخت سره په منظم شکل راټولیږي، چی له موږ څخه هر هر فرد او وګړی په خپل چاپیریال کی د ټولنی هر هر وګړي ته ځان ورسې، او خپل افکار، تصورات، نظرونه او اندونه ورسره شریک کړي، او هغوي ددی بدلون په وجوب او ضرورت باندی قانع کړي او عملي لاری چاری ورسره بحث کړي او په عملي توګه یی ددی کار لپاره تیار کړي، او بیا چی څوک ورسره دا مسائل ومني او په دی قانع شي او ددي مسؤولیت د اوچتولو لپاره خپلی اوګې وړاندی کړي هغه بیا د اسلامي حرکت په صف کی منظم کړي، مګر که مونږ د همدی دعوت سره د ټولنی هر وګړي ته ځان نه رسوو نو ددې معنا به دا وي چې مونږ د ایمان غوښتنې ته لبیک نه وایو، مونږ به امید لرو چې د ایمان غوښتنې په ځای کړو خو د هغو لپاره به کار نه کوو، مونږ به د قرآن کریم پدې آیت باندې چې ( و قل اعملوا فسیرالله عملکم ورسوله والمؤمنون) باندې به د ایمان د لرلو دعوه ولرو خو عمل به پری نه کوو، بلکې تشې آرزوګانې به لرو، او پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي (والأحمق من أتبع نفسه هواها وتمنی علی الله الأمانی) یعنی چې ساده او له عقل نه خلاص خلک هغه دي چې کار نه کوي خو له الله(ج) نه هیلې او ارزوګانې ډیرې وي، نو هسې نه چې مونږ پدې سره چې کرار ناست یو او هیلې ډیرې ډیرې کوو، په هدغه ډله کې حساب شو.
بناء هریو ورور په خپله ساحه کې وګرځي، دغه راز وروڼه تشخیص کړي، بیا له هغوی سره خپله خبره شریکه کړي ، کله چې هغه فرد له ده سره قانع شي نو دوی دواړه بیا په دریم او څلورم پسې ووزي او پدې ترتیب سره د ټولنې پوه، بابصیرته او با احساسه خلک سره یوخای کړي او د بدلون لپاره هغه اولنۍ هسته جوړه کړي او د بدلون په لور وخوځیږي.
بدیلونه برابرول:
دریم ګام په علمي لحاظ په ټولنه کې موجودو دیني او دنیوي ناخوالو ته ښه بدیلونه برابرول دی، زمونږ په ټولنه کې ډیرې ستونزې دي چې ولس یې له کړاوونو سره لاس او ګریوان کړی دی ترڅو چې مونږ دغو ستونزو او مشکلاتو ته مناسب او ښه بدیلونه پیدا نه کړو او خلک پرې قانع نه کړو چې مونږ د اسلام په رڼا کې دغه حل لرو، ترهغه پورې بدلون رامینځته کیدل ناشونې خبره ده، او که نه نو بیا به مونږ په افغانستان کې د قومي او ژبنیو تعصبونو حل غواړو،دا نو داسې یوه ستونزه ده چې دلته ورباندې ډیر څه بناء دي، په دفترونو کې، په وظایفو کې، په پوځ او په پولیسو کې به خلک په کوم اساس راځي او هغه به څه ډول ویشل کیږي، دا څه ساده او اسانه خبره نده چې په یوه درس او یا خطبه باندې حل شي، دا په حقیقت کې یوه مکمل پلان ته اړتیا لري، چې که مونږ او تاسې دغه ستونزه د اسلام په رڼا کې حل کوو، نو بدیل به را سره څه وي؟ که مونږ په افغانستان کې د تعلیم د مسئلې حل غواړو، نو ما او ستا سره به څه پلان وي چې دغه ستونزې پرې حل کړو، د خصوصي سکتور سره چلند به څه ډول وي؟ د رسمي ښوونځیو سره تعامل او داسې نور… دا په مکمل ډول یوه پلان او بدیلو حلونو ته ضرورت لري.داسې مثال ولري چې ( یوه کوچي هندو راڅملولی وو او ورته یې ویل چې زر کړه، مسلمان شه او که نه نو وژنم دې، نو هندو ورنه پوښتلي وو چې څوک مسلمانیږي نو څه ووایي؟ ده ورته په ځواب کې ویلي وو چې والله ماته هم معلومات نشته) که مونږ په ټولنه کې بدلون غواړو خو علمي بدیلونه را سره تیار نه وي، نو بیا به مونږ خلک داسې څه ته رابولو چې هغه مونږ ته هم معلوم ندی، د بیلګې په توګه مونږ په افغانستان کې د قومي او ژبنیو تعصبونو حل غواړو،دا نو داسې یوه ستونزه ده چې دلته ورباندې ډیر څه بناء دي، په دفترونو کې، په وظایفو کې، په پوځ او په پولیسو کې به خلک په کوم اساس راځي او هغه به څه ډول ویشل کیږي، دا څه ساده او اسانه خبره نده چې په یوه درس او یا خطبه باندې حل شي، دا په حقیقت کې یوه مکمل پلان ته اړتیا لري، چې که مونږ او تاسې دغه ستونزه د اسلام په رڼا کې حل کوو، نو بدیل به را سره څه وي؟ که مونږ په افغانستان کې د تعلیم د مسئلې حل غواړو، نو ما او ستا سره به څه پلان وي چې دغه ستونزې پرې حل کړو، د خصوصي سکتور سره چلند به څه ډول وي؟ د رسمي ښوونځیو سره تعامل او داسې نور… دا په مکمل ډول یوه پلان او بدیلو حلونو ته ضرورت لري.
دغه بدیلونه په ځانګړې توګه په هغو ساحو کې وړاندې کول چې د ملت باور او اعتماد جلب کړي، په داسې توګه چې هغه ډاډ پیدا کړي چې دغه ډله یا جماعت چې دغه بدلون راوستل غواړي هغه په رښتیا سره د ملت ستونزه درک کوي او د اسلام په رڼا کې ورته ښه او مناسب حلونه وړاندې کولی شي.
څلورم اساسي ګام چې د بدلون راوستلو لپاره ضروري ده هغه د ملت متن ته ننوتل دي، که ته د هیواد په سطحه د متخصصو، علمي او ښو شخصیتونو( نخبه ګانو) ترټولو ستره ډله موجوده وي، ستر ستر مفکرین درسره وي او د ملت ستونزو او ناخوالو ته هم ښه ښه بدیلونه ولرې خو خپل ملت ورباندې قانع نه کړې، هغه ملت ته ونه رسوې او ددې بدلون د غوښتنو او تقاضاوو ترشا دغه ملت ونه دروې، هیڅ ډول ګټه او لاس ته راوړنه به ونلرې، ددې مثال داسې دی چې که یو څوک د ریل ګاډي یو ښه انجن جوړ کړي خو په هغه پورې دبې یا کوټې ونه تړي او هغه په یوه لاره روان کړي، له یوه ښار نه بل ته او له بل ښار نه بل ته ، نو یوازې د انجن په ګرځولو را ګرځولو به څه نتیجه مرتبه شي؟ ځکه چې هغه څیزونه چې په دغه انجن نتیجه مرتبوي هغه ورسره تړلې ندي، اغیز به یې هلته معلوم شي چې ۱۰۰ یا ۲۰۰ کوټې ورپورې وتړل شي.
همدغسې که تاسې یو ډیر ښه د نخبه او متخصصو خلکو جماعت جوړ کړې او دهغه لپاره بدیل حلونه هم تیار کړئ، خو که له ملت سره ونه تړل شي نو هغه بدلون نشي راوستلی د کوم لپاره چې تاسې هوډ او عزم کړی دی، د ټولنې سره رابطه به څنګه جوړیږي؟ آیا دا پداسې توګه ممکنه ده چې زمونږ او تاسې هر یو فرد په خپل کور کې آرام ناست وي، هیڅ ستړتیا او زحمت ونه ګالي، او خپل راحت او ارام ژوند ته هیڅ صدمه ونه رسوي نو آیا پرښتې به راځي او دغه کار به مونږ ته کوي؟ ملایکې به راځي او په هغه تصور او فکر به دا ټولنه قانع کوي او هغه به ستا ترشا ودروي؟
همدغسې که تاسې یو ډیر ښه د نخبه او متخصصو خلکو جماعت جوړ کړې او دهغه لپاره بدیل حلونه هم تیار کړئ، خو که له ملت سره ونه تړل شي نو هغه بدلون نشي راوستلی د کوم لپاره چې تاسې هوډ او عزم کړی دی، د ټولنې سره رابطه به څنګه جوړیږي؟ آیا دا پداسې توګه ممکنه ده چې زمونږ او تاسې هر یو فرد په خپل کور کې آرام ناست وي، هیڅ ستړتیا او زحمت ونه ګالي، او خپل راحت او ارام ژوند ته هیڅ صدمه ونه رسوي نو آیا پرښتې به راځي او دغه کار به مونږ ته کوي؟ ملایکې به راځي او په هغه تصور او فکر به دا ټولنه قانع کوي او هغه به ستا ترشا ودروي؟ دا کار بیخي د کیدلو نه دی او دا بیخي د الله(ج) د سننو سره مخالف کار دی، ددې کار لپاره مونږ ته زحمت ګالل، له کور او آرام نه وتل او د ټولنې متن ته ننوتل ضروري دي،څوک چې دغه څلورم ګام اخیستل نه غواړي او د بدلون خبره کوي هسې په وهم کې اخته دی، هغه تغییر او بدلون نشي راوستلی، دغه خلک به ښې بیانیې او خطبې ورکولی شي خو دا توان نلري چې په ټولنه کې بدلون راولي او د الله(ج) نظام پلی کړي.
مونږ ته لازم دي چې دغه څلور ګامونه اوچت کړو، دا ډیر ضروري او اړین ګامونه دي، دا به اخلو نو په نتیجه کې به یې غوره بدلون راځي ، هغه بدلون چې له تدرج نه تیریږي، او استراتیژیک بدلون ته رسیږي، چې هغه غوره او مطلوب بدلون دی.
د بدلون تګلاره به څه وي؟
درنو وروڼو!
زه یوه بله خبره هم ستاسې مخې ته ږدم او هغه دا چې د غوره بدلون لپاره منهج او طریقه څه ده؟ دغه درې ګامونه مو چې یاد کړل هغه د غوره بدلون د راوستلو لپاره وسایل دي، اوس پدې غږیږو چې هغه کومه تګلاره ده چې مونږ په هغې باندې دغه غوره بدلون ته رسیدلی شو؟ د بدلون په اړه درې ډوله تګلارې اوس تر لاس لاندې دي، که مونږ د هرې یوې ځانګړینې او خصوصیت بیان کړو نو کیدای شي پدې پوه شو چې کومه تګلاره بدلون ته د رسیدلو لپاره مناسبه ده:
۱ – افراطي یا متشددې تګلارې
۲ – وسطي او منځلارې تګلارې
۳ – تفریطي یا استسلامي تګلارې
د افراطي تګلارې خصوصیت دا دی چې ددې تګلارې لارویان او پلویان هیڅ کله هم نه غواړي د نظام له داخل نه بدلون راولي بلکې دوی پدې تصور دي چې د نظام نه بیرون د وسلې او ټوپک په وسیله بدلون رامینځته کړي، د نظام له دننه نه زمونږ مطلب دا دی چې دغه خلک نه غواړي په یوه چوکاټ کې راشي، په داخل کې له واکمن نظام سره تعامل وکړي، ددغه تعامل په وسیله داسې کارونه سرته ورسوي چې هغه په نتیجه کې نظام له داخل نه بدل کړي، دوی غواړي د نظام نه بهر وي، د نظام خلاف پاڅون وکړي او هغه په مکمله توګه ونړوي، یا له بهر نه د وسلې په زور په واکمن نظام باندې یو حل مسلط کړي، دې ته مونږ د بدلون افراطي تګلاره وایو، او دا ځکه چی په دی کی د وسلی او قوت په زور په بدلون اصرار کیږی، او همدا د بدلون یواځینۍ وسیله بولي.
وسطي یا معتدله تګلاره دې ته وایي چې هغه خلک، ډلې او جماعتونه چې د یوه واکمن نظام سره تعامل کوي، د هغه په داخل کې ژوند کوي خو پدې شرط چې نظام ته تسلیمیږي نه، بلکې داسې تعامل ورسره کوي چې د هغه وسایلو او فرصتونو نه چې د نظام په داخل کې موجود دي، د هغو نه په ګټې اخیستلو سره داسې کارونه سرته رسوي چې د هغو په وسیله دغه نظام له داخل نه بدل کړي او په هغه کې بدلون راولي، د نظام د ننه متدرج یا جزئي بدلون عملي کوي او کرار کرار داسې پړاو ته رسیږي چې دغه نظام له داخل نه په مکمله توګه بدل کړي، دې ته مونږ معتدل یا منځلاری بدلون وایو.
وسطي یا معتدله تګلاره دې ته وایي چې هغه خلک، ډلې او جماعتونه چې د یوه واکمن نظام سره تعامل کوي، د هغه په داخل کې ژوند کوي خو پدې شرط چې نظام ته تسلیمیږي نه، بلکې داسې تعامل ورسره کوي چې د هغه وسایلو او فرصتونو نه چې د نظام په داخل کې موجود دي، د هغو نه په ګټې اخیستلو سره داسې کارونه سرته رسوي چې د هغو په وسیله دغه نظام له داخل نه بدل کړي او په هغه کې بدلون راولي، د نظام د ننه متدرج یا جزئي بدلون عملي کوي او کرار کرار داسې پړاو ته رسیږي چې دغه نظام له داخل نه په مکمله توګه بدل کړي، دې ته مونږ معتدل یا منځلاری بدلون وایو. دلته یوه خبره واضح کول غواړم او هغه دا چې یو د استعمار حالت وي او یو د اسلامي هیوادونو دننه واکمن نظامونه، د دواړو حالتونو ترمینځ توبیر موجود دی، د استعمار په خلاف د قوت، وسلې او بل هرډول فشار کارول چې هغه استعمار تیښتې ته اړباسي د بدلون د وسطي او معتدلې تګلارې ځانګړینه ده، د استعمار حالت د عادي حالت سره نه مقایسه کیږي، د بدلون د معتدلې تګلاره پلویان که د استعمار خلاف د نورو ټولو وسایلو په شمول د قوت وسیله کارول هڅوي، او که یې د استعمال فرصت پیدا کړي نو هغه استعمالوي هم، خو د داخلي حکومتونو سره په هغه هیوادونو کې چې هلته استعمار نه وي، د داخلي نظامونو د بدلون لپاره د هغوی ځانګړتیا دا ده چې هغوی د وسلې نه کار نه اخلي، بلکې ددغه نظام سره د تعامل او تفاعل له لارې داسې کارونه سرته رسوي چې هغه په نتیجه کې بدلون رامینځته کړي.
د بدلون د تفریطي تګلارې توپیر له معتدلې او منځلارې تګلارې سره دا دی چې د تفریطي تګلاره لارویان په مکمل ډول ځان نظام ته تسلیموي، دې ته د استسلام حالت ويل کیږی، هغه اصلا په خپل ذهن کې د تغییر او بدلون تصور نلري، هغوی ځان ته فریب او دوکه ورکوي او تصور یې دا وي چې زه دلته موجود یم او د تغییر او بدلون لپاره کار کوم.
د بدلون معتدله تګلاره چې په حقیقت کې یوه تمدني تګلاره ده ، ځان غیر مطلوب نظام ته نه تسلیموي، بلکې له نظام سره له داخل نه مقاومت کوي او په نتیجه کې یې له داخل نه بدلون راولي، معنا دا چې د تفریطي تګلارې د خلکو او ډلو په څیر د نظام او حکومت د دوام او استمرار لپاره آله او وسیله نه ګرځي بلکې که څه هم چې دوی په داخل کې موجود دي او د قانون سره یې تعامل هم کوي، بیا د هماغه قانون د بدلولو لپاره په جدي توګه کوښښ هم کوي، او هغه په نتیجه کې بدلوي.
د تفریطي تګلارې خلک خو دعوه کوي چې تغییر راولي خو دا هسې ځان ته دوکه او فریب ورکوي ، هغوی په حقیقت کې د نظام ارکان او ستنې دي، هغوی په مکمل ډول ځانونه نظام ته سپارلي دي ، هغوی تغییر او بدلون نشي راوستلی او د داسې خلکو نه د بدلون توقع او هیله هم غلط کار دی.
د تفریطي تګلارې خلک خو دعوه کوي چې تغییر راولي خو دا هسې ځان ته دوکه او فریب ورکوي ، هغوی په حقیقت کې د نظام ارکان او ستنې دي، هغوی په مکمل ډول ځانونه نظام ته سپارلي دي ، هغوی تغییر او بدلون نشي راوستلی او د داسې خلکو نه د بدلون توقع او هیله هم غلط کار دی.
معتدله او منځلارې تګلارې ډیرې دقیقې څارنې او مراقبت ته ضرورت لري، کله نا کله خو دهمدې تګلارې د لارویانو لخوا د نظام سره داسې تعامل کیږي چې له هغه نه د تسلیمیدو بوی راځي، څه خلک او څه افکار دومره پرې موثر شي، چې ټول جریان بیا د تسلیم او نظام ته د آلې ګرځیدلو لور ته کش کوي، او دغه ځینې غلطۍ بیا د افراطي تګلارې د لارویانو په وسیله دومره تبلیغ او نشر کیږي چې د ټولنې سره د دغه معتدل تصور اړیکې شلوي او یا یې ټولنه په خلاف را پاڅوي.
یا کله کله د افراطي او متشدد فکر د فشارونو په نتیجه کې داسې یوه حالت ته رسیږي چې هغه بیا د اعتدال له لارې نه وتلو ته اړ باسي، د اعتدال لاره یو سرک دی چې یوه لوري ته یې د افراط او بل لوري ته یې د تفریط خطونه دي، اصل خو دا دی چې د اعتدال د لارې لارویان د دې لارې په مینځ روان وي خو کله دوی د افراط او کله د تفریط لوري ته کږیږي، له دغو دواړو لارو نه ځان ساتل پکار دي، په معتدله تګلاره التزام مونږ بدلون ته رسوي او که نه نو بیا د متدرج بدلون له لارې ستراتیژیک بدلون لاسته راوړل ممکن ندي، هغه بدلون مینځته ته نشي راتللی چې هغه زمونږ مطلوب بدلون دی، نو پدې اساس دغه منهج او تګلاره خپلول په کار دي ځکه چې دا د بدلون د پروژې بنسټیزه ستنه ده، لدې پرته دغوره بدلون راتګ ممکن ندی.
زه په پای کې د خپلو خبرو لنډیز ستاسې مخې ته ږدم او هغه دا چې په ټولنه کې بدلون راوستل زمونږ دنده او مسئولیت دی، دا زمونږ د ایمان غوښتنه او د قرآن او سنت تقاضا ده، که پدې کې مونږ تقصیر او سستي کوو، نو مونږ به د الله(ج) په وړاندې ، د خپل ضمیر او ایمان په وړاندې مجرمان یو، دا تقصیر ندی پکار ، مونږ یوازې او یوازې د جزئي بدلون غوښتنه نه کوو، او نه دا چې جزئي بدلون پریږدو او وروستي بدلون ته چې د اسلامي خلافت جوړول دي، ټوپ واچوو، بلکې مونږ د جزئي بدلون نه په تیریدو سره هغه ستراتیژیک بدلون چې هغه د نظام بدلول دي د هغه په لور حرکت کوو، که د نظام بدلولو په لور مو حرکت ونه کړ، زمونږ بدلون بیا غلط او نادرست تصور دی او هغه تصور دی چې هغه پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) ندی راوړی، ددې وسایل دا دي چې پدې بدلون یقین لرونکي خلک په یوه منظم جماعت کې سره راټول کړو، دوی به په خپل مینځ کې کارونه سره وویشي، څه خلک به په فکري برخه کې کار کوي، ترڅو د جاهلي نظام او ناخوالو په مقابل کې بدیلونه رامینځ ته کړو، څه خلک به په همدغو بدیلونو خلک قانع کوي او ټولنې ته به دا تصور رسوي ځکه چې که ټولنه ددې بدلونونو ترشاونه دروې، نو دا بدلون مینځ ته نشي راتللی، مونږ ددې بدلون د راوستلو لپاره له هغه معتدلې تګلارې نه استفاده کوو چې هغه د افراط او تفریط په مینځ کې ده، الله(ج) دې مونږ ته د دغه ستر او مطلوب بدلون د راوستلو توفیق راکړي.
والسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
16 Comments
ایمل
ماشاء الله تعالی
زه هغه ورځ د دوکتور صاحب دغه بیان ته ناست وم، یوه نوې جذبه مې واخیسته، هیله کوم چې اصلاحیان به ټول ترې متاثره شوي وي او د دغه تقریر نه به یې جذبه او نشاط اخیستی وي، بس ایله پوه شوم چې جمعیت اصلاح څه کول غواړي؟
ziaurahman
الله تعالی دې د محترم استاد دوکتورصیب مصباح په عمر او علم کې برکت واچوي ، یقیناً چې کله ددې محاضری اویا لیکنې اورم او یا يي لولم نو ډیر زیات تری متآثیره کیږم .
الله تعالی محترم استاد ته دیوې موضوع دهراړخیز څیړلو یو خاص استعداد ورکړی دی ،
الله تعالی دې مونږ ته توفیق راکړی چې دخپلی ټولنی د مثبت او غوره بدلون لپاره داسلام دوسطې او معتدل دین مطابق هلی ځلی وکړو او الله دې مونږ سره دټولنې ټول متدین او هم فکره ورونه او خویندی پدې عظیم کار کی شریکی کړی.
آمین
ضیاءالرحمن فاروق
ziaurahman
محترم جواد صیب السلام علیکم
که دمحترم دوکتورصیب دا او دې ته ورته نورې لیکنې د رسالو په شکل چاپ شې نو ډیره به بهتره وي.
مننه
ضیاءالرحمن فاروق/جلال آباد
أحمد
زه هم د محترم ورور ضیاء الرحمن فاروق صاحب خبره تاییدوم داسی ویناگانی که د وړو رسالو په شکل کی چاپ نفع به یی عام شي، دا وینا ډیره په زړه پوری ده.
محب الله سبحانی
اسلام علیکم و رحمته الله
از شما دوستان و استادان محترم تقاضا مینمایم تا معلومات خویش درباره دموکراسی از نظر اسلام را شریک سازید.
قدرت الله جاهد
وروره دا لاندې ليکنې ولوله:
اسلام وسيستم دموکراسي
http://eslahonline.net/407
آيا اسلام چالشي براي دموكراسي در غرب است؟
http://eslahonline.net/240
قدرت الله جاهد
او دا هم:
شورا و دموكراسي (۵/۴)
http://eslahonline.net/18700
قدرت الله جاهد
او دا هم:
شورا و دموكراسي (۵/۴)
http://eslahonline.net/18700
http://eslahonline.net/27606
محب الله سبحانی
با عرض سلام مجدد
آیا کسی ایمیل ادرس استاد محترم نورالحق عزیزی معاون سر محقق را کسی میداند و اگر میداند لطفا به ایمیل ادرس های ذیل بفرستید.
mohibullah.sobhani.mir@gmail.com
mohibulllah_sobhani.mir@yahoo.com
پیمان
ورونو!
د یوی موضوع په رابطه می نن فیس بوک کی یو څه و لوستل،خدای شاهد دی چی ډیر زیات پری خواشینی شوم او هغه دا چی د محترم دوکتور صیب مصباح او محترم دوکتور صیب وزین ترمنځ د ژبی پر سر سخت اختلاف رامنځته شوی،خدای دی وکړی لکه څرنګه چی ګومان کوم دا یو بی اساسه خبره وی او که خدای مکړه ریشتیا وی نو کومی نوی غوړیدلی هیلی چی زمونژ پیداشوی د خاورو سره خاوری شی
عبد الفتاح جواد - اصلاح میدیا ګروپ
پیمانه وروره!
کور دې ودان
د جمعیت اصلاح په اړه ستاسې له حسن نظر او خیرخواهۍ نه ډیره مننه
لکه څنګه چې تاسې هم ورته اشاره کړې ده، په فیس بوک کې د جمعیت اصلاح په مرکزي شورا کې د ژبې او سمت تعصب پرسر شخړه د هغو مغرضو او شومو خلکو تبلیغات دي چې د جمعیت اصلاح پرمختیاوو وارخطا کړي دي، داسې هیڅ خبره نشته، مونږ په خپلو منځونو کې شیر او شکر یو او د الله(ج) د دین د اقامې لپاره به د وروڼو په څیر مخ په وړاندې ځو.
جمعیت اصلاح د ملي وحدت یو ډیر ښه او غوره مظهر دی، دلته تعصبات هیځ ځای نلري ، غوره والی په تقوا کې دی
نظرمحمد مطمئین
کورني او بهرني استخبارات هڅه کوي چې له ډول ډول توطیو څخه کار واخلي ترڅو اسلامي نهضتونه بدنام کړی. هیڅ مسلمان ته په کار نده چې د مسلمانانو د ویښ او دهغوی په منځ کې د نژاد او قوم په نوم د مسلمانانو د کمزوري هڅي وکړي.
فريبا نوري
محترم دكتور مصباح الله !
-نظرات را كه شما در رابطه آوردن تبديلي بر اساس سياست اعتدال گرايانه در مقاله خويش گنجانيده ايد از نظر تيوريك كاملا به جا است ولي بهتر بود كه جناب تان در جزييات آن نيز داخل مي شديد تا خواننده ميتوانست به خوبي درك كند كه فرق بين ديدگاه هاي اعتدال گرايانه شما و ديدگاه هاي ساير جريانات مذهبي و اسلامي موجود در افغانستان چيست و يا در كدام موارد شما اختلاف نظر داريد. از مقاله تان چنين معلوم مي شود كه جمعيت اصلاح صرف يك گروه تبليغي ديني نيست بكله نيات سياسي هم دارد – پس در سياست كلي گويي مفهوم ندارد بايد بسيار روشن صحبت نمود.
و اگر كمي پوست كنده صحبت كنم – جمعيت اصلاح در كدام مسايل از حزب اسلامي حكمتيار و جمعيت اسلامي مرحوم رباني و يا اتحاد اسلامي استاد سياف متفاوت است كه باعث جلب جوانان به صفوف جمعيت اصلاح شود – زيرا احزاب جهادي مذكور نيز دعوي دار و علمبردار حركت اسلامي جهاني هستند و خود را عضو و ميراث دار آن ميدانند و تا هنوز مدعي اند كه تغيرات مثبت را صرف همان ها آورده ميتوانند.
– شما خوب ميدانيد كه برداشت نسل جوان كشور و طبقه روشن فكر ديني با برداشت هاي سليقوي جريانات مذهبي افغاني از اسلام و احكام شرعي و اخلاق اسلامي در اكثر موارد متفاوت مي باشد. اولويت هاي نسل جوان ممكن است با اوليت هاي شما فرق داشته باشد. يكي ظواهر پرستي در دين است و يكي جوهر پرستي در دين است. روشن فكران ديني بيشتر روي جوهر دين حساب مي كنند تا ظاهر آن.
– بهتر بود اگر جناب تان از اخلاق اسلامي منحيث نماينده جمعيت اصلاح تعريف روشني مي نموديد تا جوانان مي ديدند كه آيا برداشت شما از اخلاق اسلامي برداشت جامع است و يا اينكه بيشتر نمايندگي از عنعنات و رسوم محلي – قومي و يا نمايندگي از جامعه بسته و سنتي افغانستان مي كند.
مثلا از مقاله شما من شخصا درك كرده نتوانستم كه موقف جمعيت اصلاح در رابطه با چالش هاي موجود در افغانستان – مانند حقوق زن – موضوع حجاب – تعليم و كار زن – مشاركت زن در عرصه هاي اجتماعي – فرهنگي و سياسي – اصل انتخابات – دموكراسي – حقوق بشر – آزادي بيان – جامعه مدني – مشكلات فقر و بيكاري و بيسوادي چيست و چه حلول عملي براي آن دارد. جمعيت اصلاح آيا با ارزش هاي مشترك انساني و مقتضيات گلوبلايزيشن باورمند است و يا خير ؟ جمعيت اصلاح در عرصه ملي و بين المللي به سياست مواجهه و تقابل عقيده دارد و يا با سياست تفاهم و گفتگو وتحمل برداشت و ديگر پذيري – برنامه هاي اقتصادي و تعليمي كه جمعيت اصلاح در نظر دارد چيست ؟
– شما مطمين باشيد كه پرواز هاي تنها در عرصه تطبيق مفكوره هاي تعميري و آوردن تغيرات مثبت در جامعه و در عرصه سياست نتايج ثمر بار در افغانستان نداشته و در آينده نيز نخواهد داشت تا زمانيكه يك ديد وسيع و جامع و يك برداشت درست از متون ديني و احكام شرعي نزد شما پيدا نشود – نو انديشي و ترجيج دادن اصل بالاي فرع يك ضرورت عيني به خاطر آوردن تغيرات مثبت تلقي مي شود. شيوه هاي كهنه و تطبيق اجباري احكام فرعي ديني مردم را از دين متنفر مي كند و عزت نفس شان مجروح مي شود. پذيرفتن ديگران و احترام گذاشتن به ديدگاه هاي شان جامعه را به سوي شگوفايي و رفاه سوق ميدهد .
– وقتيكه شما داخل عرصه سياسي و مردمي مي شويد لازم است تا با همه اطراف مطرح مذهبي – غير مذهبي – حتي با عناصر سيكولر و علماني جامعه افغاني بايد از سياست آشتي و تفاهم و گفتگو كار بگيريد – در غير آن به تنهايي نمي شود كاري را انجام داد و ممكن است صرف با اخلاص و سياست يكه تازي – كاري از پيش برده نشود.
– جمعيت اصلاح كدام راهبرد مشخصي دارد تا مليت هاي و اقوام مختلف افغانستان را دور هم جمع نموده وحدت ملي ايجاد كند. از نظر جمعيت اصلاح كدام مكانيزم مفيد است تا افغان ها متحد شوند ؟ فكر نمي كنم كه صرف به گفتن قال الله و قال الرسول وحدت ملي بيايد – اگر مي آمد تا هنوز نتيجه ميداد. در اين شك نيست كه همه مردم افغانستان مسلمان هستند ولي در پهلوي مسلمان بودنشان هر كدام شان داراي هويت هاي قومي و فرهنگ هاي جداگانه هم مي باشند. جمعيت اصلاح چگونه ميتواند تا با احترام و با حفظ هويت هاي قومي و فرهنگي اقوام موجود در افغانستان بين شان وحدت بياورد ؟ و غيره و غيره
تشكر –
غورځنګ
محترمه فریبا نوري!
شما با قال الله و قال الرسول بسیار ګستاخانه تعامل می کنید ولی حرفهای غربیها و غرب زده ها را برای حل مسایل افغانستان را با ارزش تلقی می کنید. قسم به ذات الله متعال که اګر همین قال الله و قال الرسول نتواند وحدت ملی بین همه اقشار و ملت های افغانستان را تامین نکند، قال اوباما و قال بوش و اعوانهم به هیچ وجه و هیچ صورت نمی توانند وحدت ملی ما را تامین کنند.
چون شما به عربی درست می دانید آیات و احادیث ذیل را برای تان مانند نمونه ارائه می نمایم:
قال الله تعالی : یا ایها الناس انا خلقناکم من ذکر و انثی و جعلناکم شعوبا و قبائل لتعارفوا ، ان اکرمکم عند الله اتقاکم.
و قال الرسول صلی الله علیه وسلم: ان دمائکم و اموالکم و اعراضکم حرام علیکم کحرمة یومکم هذا فی بلدکم هذا فی مقامکم هذا.
و قال الرسول صلی الله علیه وسلم فی شان النساء: اتقوا الله فی النساء، و استوصوا بالنساء خیرا، خیرکم خیرکم لاهله و انا خیرکم لاهلی.
زاهد
مننه دوکتور صاحب
په رښتيا چې زمونږ افغاني او اسلامي ټولنه پوره بدلون ته ضرورت لري نو الله دې داسې علماء، مسلکي دوکتوران، ماسټران او عوام راپيدا کړي چې زمونږ افغاني او اسلامي ټولنې د خير او پرمختګ په لوري واړوي تر څو له دې غلامۍ او تکليفونو څخه خلاص شو.
عبدالرحیم "غفاری"
السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
خداوند علماء دین دوست مارا اجر بی پایان نصیب اش کند و صحت کامل نصیب اش کند زحمات ایشان قابل قدر است
من هم در این مخیم اشتراک نموده بودم.