جمعیت اصلاح دهغه منظم او اغیزمن تربیتی کار نوم دې چې نن سبا په زیاترو پوهنتونو لیسو او مدرسو کې روان دی، چې د فرد او ټولنې د روحي ، فکري او فزیکي رغاوني او اسلامي اصیل فکر دخپراوي لپاره کار کوي .
دهمدغو هڅو په سلسله کې د جمعیت اصلاح اسلام آباد څانګې د تیرې شنبې په ورځ (د جدي په ۳مه) د ځوانانولپاره د (جنود العمل) سرلیک لاندې یوه تربیتي رحله ترسره کړه، محصلینود سهار په نهه بجو دپوهنتون له ساحې څخه د لیک ویوپواینټ پر لورحرکت پیل کړ، په لاره کې دوروڼو لخوا په زړه پورې ترانې واورول شوې .
پروګرام د قاري صاحب هارون رشید لخوا دسپیڅلي قرآن د څومبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې قاري صاحب حميدالله نجیب د رحلې د آدابو په اړه په زړه پورې درس وړاندې کړ، نوموړي وویل : د رحلې څخه مو یوازی دا موخه نده چې د عاموخلکو په څیر په چکر ولاړ شو او خپل وخت ضایع کړو ، بلکې دا پر مونږ دخپل نفس او فکر حق دې چې د ارامتیا لپاره یي دغه ډول تفریحې برنامې ولرو، رحله مونږته د نظم ، اطاعت، اخلاص، عمل او ورورګلوۍ عملي درس راکوي.
(په اسلامي خوځښت کی د تربیت اړتیا) د رحلې دوهم درس ؤ چې ورور حمزه مومن حکیمي وړاندې کړ، نوموړي وویل چې اسلامي خوځښت په خپلو وګړوکې د صالحیت اوصلاحیت ماده پیدا کول غواړي، ترڅو باهدفه ژوند ولري او اسلامي نړۍ ته خپل تیربرم بیا وروګرځوي . ورپسې د ورورڼو ترمينځ د ویناکولو سیالي ، ترانې اوځینی نورې تفریحې برنامې تر سره شوې چې د ورونودخوښۍ وړ وګرځیدې ، د پروګرام په پاې کې ځینو ملګرو ته جایزې ورکړل شوې .
رحله د مازدیګر په 4.30 بجو داسلام آباد دجمعیت اصلاح مسؤول استاد محمد حکیم صابر په اختتامیه دعا سره پای ته ورسیده .
عبدالودود – اسلام اباد
4 Comments
ایمل
ماشاء الله- تکړه شئ ، ښه ښه پروګرامونه وکړئ، راتلونکی انشاء الله د جمعیت اصلاح دی
توحیدیار
ماشاءالله
الله تعالی مو په جهودو کې برکت واچوه
محصل
ماشاء الله به جوانان اسلام آباد
صفحۀ فعالیت های جمعیت اصلاح همه با برنامه های اسلام آباد مزین است
محمد یحیی بارکزی
ماشاء الله، ددغو جوانانو د بریاوو په هیله، مونز ته یی هم زاره یادونه را تازه کرل.