راپور: اصلاح آنلاین
د جدی د میاشتې په ۲ مه نیټه ماسپښین مهال د رسالت فرهنګي انجمن خپله دريیمه ناسته د جمعیت اصلاح د خوشحال خان په ساحوي دفتر کې دایره کړه.
غونډه چې لسګونو کسانو ګډون پکې کړی وو، د قاري حامد شاه حماد په واسطه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت او د محمد اکبر مؤحد په ویندویۍ سره پیل شوه. محمد اکبر مؤحد د رسنیو په رول باندې خبرې وکړې او دا یې وویل چې افکار تل په لیکلې بڼه لیږدیدلي او اغیزناک پریوتي دي او استعمار هم د خپلو پوچو افکارو د خپراوي په موخه په زیاته کچه په رسنیز ډګر باندې تکیه کړې ده.
احمد ارشاد احرار د علامه اقبال شعر چې د اسلامي نړۍ حالت پکې انځور شوی ؤ ولوست.
د دې غونډې مرکزي درس د مقاله لیکنې د اصولو په اړه وو چې په سلام او مشعل پوهنتونونو کې د استاد سید ناصر تقدسي په واسطه وړاندې شو. استاد لومړی په عمومي ډول د مقالې په اړه معلومات وړاندې کړل؛ وروسته یې خپل درس د مقالې د انواعو څخه د تحقیقي مقالې په اړه په درس سره وغزاوه، د هغه مهمې برخې او اصول یې وڅیړل او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.
د غونډې په پای کې د رسالت کلتوري انجمن د غړو د لیکنو له منځه د عبدالباقي سلطاني لیکنه چې د اختر په اړه وه کره کتنې ته وړاندې شوه چې ګډونوالو یې په اړه خپل آندونه سره شریک کړل. روح الله ساحل هم په دې غونډه کې خپل شعرونه ولوستل.
د یادونې وړ ده چې د رسالت کلتوري انجمن دری میاشتې وړاندې د باهدفه قلمونو د روزلو په موخه جوړ شوی وو چې لیکنې یې د اصلاح ملي په اونیزه، اصلاح آنلاین او د انجمن په بلاګونو کې خپریږي.
3 Comments
عبد الفتاح جواد
ماشاء الله
الله[ج] مو په خپلو هڅو کې بریالي لره. کامیاب اوسئ
نویدی
خداوند شمارا توفیق مزید نصیب گرداند
واقعا ازجای درست شروع نموده اید
به انتظار قلم های قوی ازمیان شما
مرید
ډير ښه پروګرام مو په مخه کړی دی
خو هلکه په راتلونکې کې مو دې عکسونو ته لږ پام غواړم