راپورورکونکی : عبد الصبور
ځوانان د ټولنې د ملا تير تشکيلوي او همدغه ځوانان دي چې بدلونونه او انقلابونه راولي، نو ځکه یې امام حسن البنا رحمه الله په اړه فرمايي چې ځوانان داسې مثال لري لکه توره چې هم ترې مجاهد استفاده کوي او هم غل، ددې لپاره چې ځوانان د هېواد راتلونکی وګرځي او دمثبت بدلون وسیله شي نو تربېت ته ضرورت لري چې په همدې خاطر جميعت اصلاح ختيځ زون د ځوانانو څانګې په نوښت د ځوانانو د تربيي لپاره اوه ورځينی تربېتي سيمينار داېر کړ.
تربېتي سيمينار د روان ۱۳۹۰ لمريز کال د قوس د مېاشتې په ۲۲ نېټه د سې شنبې په ورځ په جلال اباد کې د جميعت اصلاح سيميز دفتر دامام ابو يوسف په ښونيز مرکز کې په داسې حال کې چې د مختلفو لېسو، پوهنتونونو، دارالمعلمينونو او مدارسو څخه ېو سل او شل تنو ځوانانو پکې ګډون کړې وو پیل شو.
لومړۍ ورځ :
د تربېتي سيمينار لومړۍ ورځ د قرآن شريف مبارکو آېتونو په لوستلو او داستاد عتيق الله ثاقب په وېاندوېي سره پرانستل شوه.
اسلام څه ته وایي؟
دا هغه موضوع وه چې د جمعیت اصلاح د شرقي زون مسؤل دکتور نجيب الله صالح پرې رڼا واچوله او ویې ویل: اسلام هغه دين دی چې انسانانو ته د ټولو بد مرغېو څخه نجات ورکوي دغه دين د حاکمېت لپاره دې نړۍ ته راغلی دی، ددغه دين پیروان باید داسې خلک نه وي چې په هر رنګ کې ځان رنګ کړي او ددنېا د رنګونو سره بېل بېل رنګ واخلي بلکې دا دين ستاسې غوندې با عزمه خلک غواړي چې ددنېا ټول خلک پخپل رنګ باندې د بدلولو عزم ولري.
د وخت اهمېت
د جميعت اصلاح دننګرهار ولاېت مسؤل استاد عبدالرحيم صراف ځوانانو ته دوخت اهمېت بېان کړ او ويې ویل: چې د نورې نړۍ خلکو څومره پرمختګ کړی وجه یې دا ده چې هغوی د وخت ارزښت پېژندلی دی او د وخت نه یې سمه استفاده کړې ده چې هغوی اوس د نړۍ قېادت کوي او اسلامي ځوانان ورته ګوته په غاښ ناست دي.
د لومړۍ ورځې په وروستیو شېبو کې د ګډونوالو ترمنځ د سيرت سېالي تر سره شوه .
دويمه ورځ :
د سيمينار دوېمه ورځ پداسې حال کې پیل شوه چې د وېاندوېي چارې یې د ننګرهار پوهنتون د انجينرۍ پوهنځي محصل محمد انس پر مخ وړلې.
د ځوانانو په روزنه کې د تزکيي اغېزه :
د امام ابويوسف دارالعلوم مدرس شېخ القرآن و الحديث مولوي امين الله ازره وال تزکيه د ځوانانو د روزنې ېوازینۍ لاره وبلله او پدې اړه ېې مفصل بحث وکړ.
د ځوانانو ستونزې اود حل لارې:
دجمعیت اصلاح دمرکزی شوراغړي او د ننګرهار پوهنتون استاد پوهنمل شیرزاد عزیز ي دځوانانوپه ستونزو رڼا واچوله اودحل لارې چارې يې ورپه ګوته کړې، ددغې ورځی په اخیر کې دځوانانو تر منځ شعري سیالۍ ترسره شوه.
درییمه ورځ:
په عربي انقلابونو کې دځوانانو رول:
دجمعیت اصلاح دمرکزی شورا غړي ډاکټر صاحب وحيدالله مصلح پدې اړه ځوانانو ته ووېل چې د عربي انقلابونو په کامیابېدو کې غټ لاس د ځوانانو وو همدې ځوانانو دغه انقلابونه تر وروستي پړاوه راورسول، کله به چې انقلابونه کمزوري شول نو ځوانان به يو ځل بېا د يو ې نوې جذبې سره راووتل او انقلابونو ته به ېې يو نوی روح ورکړ.
ددغې ورځې په پای کې د ډاکټر محمد منيب عابد لخوا نه د ليکنې مسابقه ترسره شوه چې موضوع ېې د افغانستان په راتلونکي کې د ځوانانو رول و.
څلورمه ورځ:
دسيمينار څلورمه ورځ په داسې حال کې پیل شوه چې د وېاندوېي چارې یې د ننګرهار پوهنتون محصل عبدالصبور لخوا پر مخ وړل کېدې.
دځوانانو ترمنځ دورورګلوۍ دټینګښت لارې چارې:
دجمعیت اصلاح دمرکزي شورا پخواني رئیس دوکتورصفت الله قانت سیمینار ته وینا وکړه او ویې ویل: که ځوانان غواړي ښه راتلونکی ولري ، ودان او پرمختللی افغانستان ولري نو باېد يو اتفاق شي او يو ملي او اسلامي احساس په ځان کې پېدا کړي.
د صحابو ترمنځ د ورورګلوۍ د ټينګښت بېلګې:
د افغانستان د اسلامي طبي ټولنې د اړيکو مسؤل او د سلام پوهنتون استاد ډاکټر سيد خالد راشد د صحابه کرامو ترمنځ د ورورۍ ډېرې بېلګې د ځوانانو مخې ته کېښودې لکه صحابه يو بل کور ته دعوت کول، يو بل ته د هرڅه نه تېرېدل، په يو بل باندې د ډېرې مينې نه سلام اچول، د مواخات تړون …او په پای کې ېې ځوانانو څخه تعهد واخيست چې تاسو به دغه بېلګې د ځان لپاره اسوه ګرځوئ.
پنځمه ورځ :
د تربېتي سيمينار پنځمه ورځ په داسې حال کې پیل شوه چې د وېاندوېۍ چارې یې محمد اسماعيل ګوهري پر مخ وړې.
په اسلام کې د ځوانانو اهمېت:
دامام ابويوسف دارالعلوم استاد او د جميعت اصلاح د مرکزي شورا غړي شېخ القران والحديث مولوي محمد نعيم جليلي په اسلام کې د ځوانانو په اهمېت مفصل بحث و کړ او د مختلفو پېغمبرانو او صحابه وو بېلګې ېې وړاندې کړې او زېاته یې کړه چې همدا ځوانان دي چې د اسلام د حاکمېت لپاره مهم رول لوبولی شي.
د اسلامي هوېت د ساتلو لارې چارې:
د جميعت اصلاح د مرکزي شورا غړي او ننګرهار پوهنتون استاد پوهندوی مولوي محمد شريف رحماني سیمینار ته ووېل چې افغانان هغه خلک دي چې ډېر زر د نورو د کلتور نه رنګ اخلي او د نورو د اعمالو نه متاثره کيږي او خپل اسلامي هوېت د لاسه ورکوي، نو ددې لپاره چې ځوانان خپل اسلامي هوېت وساتي نو باېد قرآن او سنت ته رجوع وکړي، د اسلام اصيل فهم خپل کړي، په ديني شعاېرو ووېاړي، د اسلامي مقدساتو څخه په کلکه دفاع وکړي، ددښمنانو توطيي وپېژني او په مقابل کې یې په هر اړخيزه مبارزه لاس پورې کړي.
شپږمه ورځ:
اسلامي نړۍ نن سبا:
د جميعت اصلاح د خوږياڼو څانګې مسؤل او د ننګرهار پوهنتون استاد مولوي نصير احمد محب د منځني ختيځ انقلابونو ته په اشارې سره زېاته کړه چې ځوانانو ته که له يوې خوا ډېر غټ چلېنجونه متوجه دي نو له بلې خوا نه ورته دغو انقلابونو د کامېابۍ يو زېرۍ ورکړ او الله دې وکړي چې زمونږ ځوانان ددې څخه الهام واخلي.
د رسنېو اغېز په ځوانانو :
د جميعت اصلاح د فرهنګي او نشراتو څانګې مسؤل او د ملي اصلاح اوونيزې مدير استاد عبدالفتاح جواد ووېل چې رسنۍ هم منفي او هم مثبتې اغېزې لرلی شي، د مثبت اغېزې ښه بیلګه ېې په عربي انقلابونو کې د رسنېو رول وو لکه الجزيري تلويزون چې ددې پاڅونونو الهام له یوه ملت نه بل ته رساوه او منفي اغېزې یې فساد او تعصبات دي چې د افغانستان د رسنیو د غلطو او پردۍ پالو تګلارو له امله په افغاني ټولنه کې مینځ ته راغلی دی .
په همدې ورځ د سيمينار وېاند ډاکټر عبدالبصير د ځوانانو ترمنځ د خطابې (تقرير)مسابقه ترسره کړه.
دسيمينار پای غونډه (اوومه ورځ):
د اوه ورځني تربېتي سيمينار اوومه او اخري ورځ د جلال اباد د ځوانانو د څانګې مسؤل استاد محمد ګلاب توحيد ېار په وېاندویی سره پېل شوه.
دجميعت اصلاح د ځوانانو د څانګې رئيس دکتور رحمت الله زاهد غونډې ته وېنا وکړه او په خپلو خبرو کې ووېل چې د جميعت اصلاح د ځوانانو څانګې ته عموما او ما ته خصوصا دا ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې د ځوانانو يوه ډلګۍ د خپل تربېت او د يو څه زده کړې لپاره ددې تالار لاندې راغونډ شوي دي. نوموړي زېاته کړه چې دا به زمونږ د کارونو پای نه بلکې پېل وي او ددې سيمينارونو په شان به مونږ ډېر داسې پروګرامونه جوړوو چې ځوانان پکې په درسته توګه وروزل شي.
د استاد د وېنا څخه وروسته ددې ۷ ورځني سيمينار د ګډون والو له ډلې څخه دوه تنو هر يو حمدالله او رفېع الله د نورو په استازيتوب خبرې وکړې د سيمينار په اړه ېې خپلې خوږې خاطرې واورولې او له جميعت اصلاح څخه ېې مننه وکړه اود دغه ډول پروګرامونو د لا زېاتېدو غوښتنه ېې وکړه.
د سيمينار په ورستېو شېبو کې شېخ القرآن مولوي عبدالصبور ځوانانو ته د قرآن په رڼا کې لازمې سپارښتنې وکړې.
د وروستۍ وېنا لپاره د جميعت اصلاح د ختیځ زون مسؤل دکتور نجيب الله صالح ته بلنه ورکړل شوه هغه يو ځل بېا د هغه ځوانانو بېلګې وړاندې کړې چې د تاريخ او اسماني کتابونو پاڼې له هغو نه ډکې دي.
د یادونې وړ ده چې په پاې غونډه کې د جميعت اصلاح يو شمېر مشرانو لکه د جميعت اصلاح د عامه اړيکو مسؤل استاد محمد هارون خطیبي، د جميعت اصلاح د مدارسو د څانګې مسئول شېخ القرآن مولوي عبدالصبور، د جميعت اصلاح د مرکزي شورا پخواني رئيس دکتور صفت الله قانت، د جميعت اصلاح د ننګرهار ولاېت مسؤل استاد عبدالرحيم صراف، د امام ابو يوسف دارالعلوم استاد شېخ الحديث مولوي امين الله ازره وال، د سلام پوهنتون استاد ډاکټر سېد خالد راشد اویوشمېر ميلمنو لکه حاجي عاشق الله، حاجي ظل الله او حاجي ظفر خان يوسف زي هم ګډون درلود.
په همدې ډول د ۷ ورځني تربېتي سيمينار د سېالېو غوره ګټونکو هر يو ذاکرالله، قدرت الله، زاهد الله، مجيب الله، حکيم الله، عبدالله، شمس الرحمن، رفېع الله، زبېر احمد، رفېع الله يوسفزی، طارق مصلح، محمد خالد، معاذ الله او حميد الله ته ډالۍ او ۱۱۰ تنو ته د سيمينار د فراغت اسناد وويشل شو.
دغه ۷ ورځنی تربېتي سيمينار د مازديګر پر ۳:۳۰ بجو دشېخ الحديث مولوي امين الله ازره وال په دعا پای ته ورسېد.