د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز د ځوانانو څانګې په نوښت د (مسلمان ځوان او د اوسنې عصر چلينجونه) تر عنوان لاندې د کنفرانسونو دلړۍ
لومړنې کنفرانس د روان کال د ليندۍ په ٢٧ نيټه د يکشنبې په ورځ د ماسپښين په دوه نيمو بجو د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز په انګړکې د ورور قاري عبدالله عزام لخوا د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شو.
وروسته محترم مولوي فضل ربي د ( مسلمان ځوان مسئوليتونه) په موضوع تفصيلي رڼا واچوله او ځوانان يې خپلو ديني او ټولنيزو مسئوليتونو ته متوجه کړل.
مولوي صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: ځوان د يوې ټولنې د تودې ويني د احساس نوم دى او ځوان داسي هستي ده چې د کوم شي په هکله مطمئن قانع شي بيا نو د هغې د لاس ته راوړنې لپاره له هيڅ ډول قربانۍ څخه ځان نه سپموي که څه هم دده د سر په بيه تمام شي . نو همدا لامل دي چې د اسلام مبارک دين په ځوانانو زيات اهتمام کړې دى او په هغوى يې زيات مسئوليتونه اچولي دي.
وروسته د شمشتود نصرت مينې څخه پروګرام ته د راغلو ځوانانو له جملي صلاح الدين صلاح په خپل ښکلي غږ کې په زړه پورې ترانه واوروله چې کنفرانس ته يې لا ښکلا ور وبخښله .
د کنفرانس دوهم ويناوال د هيواد پياوړې ليکوال استاذ پوهندوى عبدالواسع صابر وو چې د ( اسلام او نشنليزم) په موضوع يې تفصيلي او هر اړخيزه وينا وکړه او د خپلو خبرو په ترڅ کې يي وويل: مسلمان بايد د تعصب او نشنليزم د وړو وړو کورونو نه راووځي ځکه اسلام يو نړيوال او هر اړخيز دين دى چې په دې کې قوم، ژبه ، توکم، هيواد، رنګ،نژاد، اقتصادي او سياسي ګټې د ښه والي معيار نه دي ټاکل شوې بلکې د الله په نزد تر ټولو غوره او عزتمند هغه څوک دي چې زيات تقوا دار او د الله نه زيات ويريږي .
په دغه کنفرانس کې د پيښور او خوا اوشا سيمو د مختلفو تعليمي ادارو تر ١٠٠ زياتو ځوانانو ګډون کړې وو.
ياده دي وي چې په دغه کنفرانس کې د سټيج چارې د مرکز د ځوانانو د مسئول ورور ګل احمد هاتف په غاړه وي چې اعلان يې وکړ چې دا د دې ډول کنفرانسونو د لړۍ لومړنې کنفرانس وو چې لړۍ به يې جاري وي او هره مياشت به مرکز د دغه ډول کنفرانسونو شاهد وي او له ځوانانو څخه يې غوښتنه وکړه چې ددې کنفرانسونو په کاميابۍ کي ونډه واخلي.
کنفرانس د افغانستان د اسلامي فرهنګي مرکز د رئيس قاضي محمد حسن اسلامي په دعا سره د مازيګر په څلورو بجو پاى ته ورسيد او په جماعت سره د مازيګر د لمانځه د اداء کولو څخه وروسته ځوانان په داسي حال کې چې د پروګرام ستاينه يې کوله رخصت شول.
2 Comments
ziaurahman
ماشاءالله
داصلاح دلاری لارویانو !
هر چیر ته چې یاستی الله تعالی مو موفق او کامیاب لره لره ،
ستاسې د خبرتیا په خاطر دا اوس هم یو اوه ورځنی سیمینار دځوانانو لپاره روان دی دجلا ل آباد په دفتر کې چې نن به يي اختتامیه پروګرام هم وی.
په ټول افغانستان کې دجمعیت اصلاح پروګرامونه روان دی تر څو دځوان نسل فکر او سوچ ددین په شمعه روښانه کړی ترڅو دخپل دین، هیواد او اولس لپاره دخدمت مصدر وګرځي.
ستاسې دکامیابی په هیله.
مننه
ضیاءالرحمن فاروق/جلال آباد
نویدی
هاتف صیب به جهودو مو برکت شه
د نورو کنفرانسونو په هیله
الله مو مل شه